شعري اغیز
پوهنیاراورنګزیب اسحق زی
[pukhto]
اسلامي تاریخ کې د احد غزا کیسه خورا مشهوره تراژیدي ده د مشرکینو پر وړاندې دمسلمانانوشمېر لږ واو په دویم برید کې کفارو پرمختګ وکړ؛ په دې ترڅ کې چې کله نبي ع د خپلوملګرو روحیات ټکني ولیدل نودغه تاریخي منظومه او الهامي حماسه یې پرژبه شوه:
«انا نبیُ لااکذب انا ابن المطلب».
شک نشته چې زه نبي یم او د المطلب لمسی یم؛ یعنی له میدان څخه تښتیدونکی نه یم. ددغې حماسي وینا سره سم دحضرت محمد ص ټول خواره واره ملګري راټول شول اوله مخالف لوري یې میدان وګاټه.
قران کې د شعر د موثریت په هکله راغلي دي او شعر یې وسله ګڼلې ده:
«الاالذین امنووعملوالصلحت وذکروالله کثیراوَنتصروامن بعدماظلمواوسیعلمُ الذین ظلموا ای ینقلب ینقلبون . »الشعراء ایه (۲۲۷).
مفهومي ژباړه:مګرهغوی چې ایمان یې راوړی او غوره عملونه کوي او همدارنګه دالله ذکرکوي او [دشعرپه ژبه ] د هغه ظلم غچ اخلي چې پر دوی [د شعر په ژبه ]شوی و او هغه کسان چې اخرت ته تلونکي دي ، ژر تر ژره به پخپل کړي ظلم وپوهیږي .
دشوي ظلم غچ اخیستل د شعر په واسطه موږ ته دا راښیي چې شعرڅومره موثر او اغېزناک دی؛ د نبوت په هماغه ورځوکې چې پورتنی آیت مبارک نازلیده نو د کفارو او مسلمانانو ترمنځ له نظامي جنګ سره سره کلکو رواني شخړوهم زور اخیستی و.
.بل ځای راځي :« ” وَقَالَ الْإِمَام أَحْمَد حَدَّثَنَا عَبْد الرَّزَّاق حَدَّثَنَا مَعْمَر عَنْ الزُّهْرِيّ عَنْ عَبْد الرَّحْمَن بْن كَعْب بْن مَالِك عَنْ أَبِيهِ أَنَّهُ قَالَ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ اللَّه عَزَّ وَجَلَّ قَدْ أَنْزَلَ فِي الشُّعَرَاء مَا أَنْزَلَ فَقَالَ رَسُول اللَّه صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ” إِنَّ الْمُؤْمِن يُجَاهِد بِسَيْفِهِ وَلِسَانه وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لِكَأَنَّ مَا تَرْمُونَهُمْ بِهِ نَضْح النَّبْل ” »(۳۶۷،۱).
ژباړه: حضرت کعب رض رسول الله ص ته عرض وکړ چې الله تعالی د شعرا په سورت کې پر شاعرانو نیوکه کړې ده؛ انحضرت وویل :په رښتیا چې مومن سړی په توره او ژبه جهاد کوي او سوګند کوم پر هغه خدای چې ساه مې د همهغه په لاس کې ده، چې ته ګوندې پخپلو اشعارو پر کفارو غشي وروې! دکعب شعرونه پر کافرانو تر هغو غشو ډېر اغېزمن دي چې په تروږمیوکې د هغوی پر ځانونولګیږي.
په حدیث کې یې د کعب شعرونه له غشوسره تشبه کړل .
د حدیث له مفهوم ځنې څرګندیږي چې شعرخورا اغېزمن دی او له غشو یې هم اغېز ډیرڅرګند لیدل شوی دی.
شعرمستقیماً پرمغزاواروا اغېز پرېباسي احساس په خوځښت راولي، او سمدلاسه د تحول او بدلون راوستولو ځواک لري .
تجربوثابته کړې ده چې شعر په منظوم کلام کې تر هر بل ادبي فورمه ښه ځلېدلی دی.(خوږه ژبه ،۲۳۲) له ډېرو پخوا زمانوراهیسې د شاعرانه ارزښتونوڅخه انساني فکر اغېزمن ښکاریده او د شعریت د تاثیر په راز خلک پوهیدلي وو؛ له میلاد څخه څوسلیزې وړاندې اپلاتون د هومر شاعر پر اشعارو ځکه نیوکه کړې وه چې په ولس کې یې د اشعارو د منفي اغېز وېره حس کوله . د ده غوښتنه وه چې ټول هغه شاعران دې د آتن له ښار څخه ووځي چې اشعار یې د ځوانانو او کوچنیانو پر اخلاق او روزنه بده اغېزه پرېباسي .
په افغاني ټولنه کې یو تلپاتې مثال لرو:کله چې د خپلواکۍ جنګیالواو انګلیس لښکرو تر منځ له تورو سره بڅرکي پورته کېدل؛ افغاني لیکې په ماتېدو وې، د دوی لږ لښکر او تشو لاسونو د ښکېلاکګرو د باروتي توپونو، ټوپکو او لیندیو وپر وړاندې خپل حربي (جګړه ایز)جرت له لاسه ورکړی و، د مجاهدینو پر ضمیر او روان د بې وسۍ اوتش لاسۍ سیوری پرېوتی و، دا نو هغه وخت دی چې د خپلواکۍ بیرغ رپوونکی هم ټپي دی، جنډه یې نوره نه شوه رپولای ؛ اغلې ملالې چې دا هرڅه ولیدل د زغم کاسه یې پر ډکه شوه ورغله او د ټپي سرتیري له لاسه یې د حق جنډه واخیستله، ویې رپوله او الهامي ناره یې کړه:
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایګولالیه بې ننګۍ ته دې ساتمه(*)
د دې نارې له اورېدو سره سم د پښتنو جګړنو لیکې بیا سره راټولې شوې او د غلیم پر سرونو ور وختل تر هغې وجنګېدل چې د میوند سوبې ویاړ ور په برخه شو.
داغلې ملالې دامنظومه ناره (لنډۍ) دمجاهدینو د روحي او داخلي خوځښت له پاره یوه مسیحي پوکړنه وه او دا د شعر یو جوت رواني اغېزګڼلای شو.
رښتیا هم شعر یو ناڅرګنده روحي تحریک دی او روحونه په خوځښت راولي؛ د شعر په هکله خوشحال بابا وایي :
نه په فکر نه په ذکر رابرسېر شي
ناګهان لـــکـــه اوره د پشکال
کرامت دی یا اعجاز دی یا جادو دی
چې په شعر راپیدا شي له قوال (۶،۵۶۷)
ښاغلي ګل پاچا الفت :ژوند کې د شعر وادب اغېز ترعنون لاندې یو پر زړه پورې بېلګه راوړې ده : وایي چې له ورځو نه یوه ورځ وه سلطان طغانشاه سلجوقي نرد لوبې ته ناست و، خو له بده مرغه لوبه د پاچا په زیان روانه وه (ټولواک غوښتل چې ګیټکۍ د شپږ عدد مخ راواړوي خوهرځل به د درې عدد را ا وخته ) همدا و چې طغانشاه هر ځل ګیټکي غورځولو سره له ډېرې غوسې تورې ته لاس ور وړ؛ نندارچیان او د بادشاه سیال ډېر په وېره کې وو. دغه مهال ارزقي شاعر یوه داسې ښکلی شعر رباعي کړ چې د طغانشاه ټول روحیات یې اغېزمن کړل او غوسه یې په خوښۍ بدله شوه.
ګرشاه سه شش خواست سه یک نقشی فتاد
توظن نبری که کعبتین دادنداد
شش چون نګریست حشمت حضرت شاه
ازحشمت شاه روی برخاک نهاد
یعنې: «هغه شپږخاله چې شاه یې غواړي د شاه له هیبته مخ په خاورو ږدي او د ده د حشمت احترام کوي..» (۴۶۰،۲).
د پښتنو ځیرک اوفاتح ټولواک سلطان شهاب الدین غوري چې کله د هندسیموکې جنګیږي نوشیخ ملکیارغرشین یې هم د سرتېرو په لیکه کې جنګېده؛ یو وخت داسې راغی چې پښتانه جګړن په پردۍ خاوره کې ستړي شوي وو او د تور دښمن پر وړاندې یې د بیا هڅولواو پر مرچلو د ورختلو په پارشیخ ملکیار بابا دغه شعر ولوست:
څښتن مومل دی
اوس مویرغل دی
هېواد د بل دی
غازیانوګورئ
څښتن مو مل دی
تورې تېرې کړئ
دښن موپرې کړئ
څښتن مومل دی
څه له به تښتو
څښتن مومل دی
که ټینګ کړوزړونه
پر بري یونه
چې زمري یونه
اسلام راڅخه دی
څښتن مومل دی
غازیانوراشئ
دشهاب په ملاسئ
دښن موغوڅ کړئ
څښتن مومل دی(۵۱۰،۵)
د شیخ ملکیار غرشین دغه منظوم شعر هلته دشعارپرځای وکارید او د جنګیالیو روحیات یې راوپارول .
پښتني کلتورکې شعر عیناً لکه د نورو متمدنو ولسونو د ټولنیز شعور د راویښولو لپاره په کار اچول شوی دی؛ ډیری وختونه او یا هم تل ټولنیز شعور د حماسي صحنو او ملي نوامیسو او شتمنیو د تصادم پرمهال راژوندی کیږي او د شعر د استعمال او اغېز ځای همدا وي چې شعر د شعار ځای نیسي عواطف راپاروي او د خلکو پر تفکر وزرې غوړوي.
مخکې وویل شول چې پښتنې ټولنه کې تل شعر د انسان د داخلي ځواک اوارزښتونو د راویښولو وسیله ګرځېدلې ده، د دغه کار لپاره تر هر څه غوره ولسي ادب دی، ولسي ادب مستقیماً دولس له ایډیال څخه خړوبیږي نوځکه پښتوادب د ولس د ټولنیز شعور د راویښولو لپاره ډير داسې څه پریښي چې پخپل وخت يې انساني روحیات لوبولي دي د بېلګې په توګه:
ټوټې ټوټې په تورو راشه
په تار د زلفو به کفن درته ګنډمه
دازادۍ په لارکې مړ شې
چې جنازه دې د اسمان ملکې وړینه(۱۶۸.۲).
ویل کیږي چې یوه باچا امر وکړ که چېرته تر ماڅوک مخکې ښکارځای کې ولیدل شو، نو سزا به یې مرګ وي؛ راتلونکې ورځ کله چې باچا ښکارته روان و، ګوري چې یوځوان تر ټولواک مخکې د ښکار غوښې لاس کې نیولي دي باچا امر وکړ چې سر یې ورپرې کړئ ځلمي په شاعرانه اندازکې وویل:
(من ان ستاره ام که ازطریق ادب
همیشه پیشرو افتاب می باشم )(۴۶۲،۲)
ښاغلی استاد الفت لیکي :«دابیت نه و بیخي اوبه وې چې د قهروغضب په اور توی شوې اوعتاب په لطف ومرحمت بدل شو».
همداشان نکل دی چې د باچا له شاعرانوسره په څه خبره اړی ګړی رامنځته شو؛ شاعران له باچا څخه د بغاوت په تور محکوم شول، په همدې ترڅ کې امر وشو چې سبا دې ټول شاعران شاهي لښکر ته تسلیم شي او یا دې جنګ ته ځان چمتوکړي شاعران د سرکاري لښکر له وېرې پټ شول او خپل یوتن یې پرته له تورې د جنګ میدان ته ورواستو.
باچا چې دجنګ پر میدان یوخوارکس په تن ډنګر شاعر ولید دا یې پر ځان ملنډې وګڼلې اوحاضر بې وسلې جنګیالي د وژلوامر یې وکړ، شاعر ورته ویل : دسرامان مې دې وي زه دشاعرانوله لوري تاسوته پیغام راوړونکی یم پرکاغذ لیکلی شعر یې ټولواک ته ورکړ؛ شعر داسې و:
هر باچا د خدای رحمت وي مسیحا وي
رعیت یې که په خوی خصلت بلاوي
دولس دخطا پایله پښیماني وي
ترحم دپاچاهانوپاچاهي وي
شعر د باچا پر زړه اغېز وکړ؛ پر شاعرانو یې زړه وسو او ویې بخښل. (۴،۸۷)
خورامشهوره ده چې پخوانوشاهانو به چې کوم اثر ناک شعر واورید، نو ویناوال ته به یې بې شمېره روپۍ او شتمنۍ د شعر په ویاړ ډالۍ کولې، سلطان محمود به شاعرانو ته د هغوی د ښه او اغېزناک شعر په بدل کې په خوله کې مرغلرې اچولې (۱۰).
اپلاتون هم د شعر له منفي اغېز څخه په وېره کې و چې هسې نه د کوچنیانو پر تعلیم وتربیه بده اغېزه ونه کړي نوشاعران یې په منفي شعرویلو محکوم کړل .( ۷،۶۳).همداشان ارستوپخپل مشهوراثرپویټیکا کې شعر او ادب د ټولنې رښتینې کاپي ګڼي او د شعر اغېز پرېباسلو پر بنسټ یې ادبیات ډلبندي کړل(۸،۵۳).
که چيرته شعر ویل او اورول اغيزمن نه وای نو پخوانو ټولواکانو به د جنګ میدان کې تمبل اوملي سرودونه غږول یو فولکلوريک متل دی چې: هندو خپل هندوستان، په سندروکړ ودان (۱۱،.) نو د شعر اغېز د ژوند په هره برخه کې څرګند دی، د خوښۍ ،خواشینۍ او نورو حالتونوکې او یا هم له حال وقال سره سم انسانانو اشعار پنځولي او بشر ته یې پریښي دي کله چې دحق مجاهدین پر مورچلونو خيژي نو د تکبیر په شاعرانه تال مست وي او که د هیواد ساتونکي ته میوندۍ ملاله په ټپه کې شعر زمزمه کوي نو بری مومي اوکه د احد غازي ته د الله نبی وایي (انا نبی لااکذب +انا ابن المطلب ) نو دا هم شعر و چې د احد تلپاتې ویاړنه یې تاریخ کې ثبت کړه .
پایله :
شعر د ټولنیز شعور هنري کاپي ده؛ شعر د ژوندپه هر ډګرکې ځان په انساني عواطفوکې څرګند کړی دی اوانساني حواسو د تحریک کوونکي دنده یې پرمخ بیولې ده. شعرکه منفي وي که مثبت خپل اغېز او موثریت لرلای شي. که له یوې خوا شعر په انسانانو کې د زړه د هوساینې او د فکرونو د ارتباط د وسیلې په توګه کاریدلی خوله بلې خوابیا په ټولنیزو کونفلیکټونوکې د رواني وسلې کار هم ترې اخیستل شوی دی او همدارنګه ادیبانواو شاعرانو د خپلو اهدافو د ترسره کولو په موخه په کار اچولی دی.
اخځونه.
۱-ابن کثیر،اسمعیل بن عمر.(۲۰۰۲).م.تفسیرابن کثیر.(دریم)ټوک.خپرندوی:دارالطیبه بیروت ،لبنان.
۲-الفت،ګل پاچا.(۱۳۲۵).ش.پښتوسندرې. خپرندوی:پښتوټولنه کابل.
۳-الفت،ګل پاچا.(۱۳۸۴).ش.دالفت کلیات. خپرندوی:دانش خپرندویه ټولنه پیښور.
۴-برق،غلام جیلاني( ؟ ).عربواوعجموپوهه. خپرندوی:میوندخپرندویه ټولنه کابل.
۵-حبیبي ،عبدالحی.(۱۳۸۴).ش.پښتوادبیاتوتاریخ ،(دوهم )ټوک. خپرندوی:مومندخپرندویه ټولنه پیښور.
۶-خټک،خوشحال خان.(۱۳۹۴).ش.دخوشحال کلیات. خپرندوی:مومندخپرندویه ټولنه ننګرهار.
۷-روهي،محمدصدیق.(۱۳۸۶).ش.ادبي څېړنې. خپرندوی:دانش خپرندویه ټولنه پیښور.
۸-شینواری،دوست.(۱۳۹۳).ش.ادبتیورۍ اساسونه. خپرندوی:یارخپرندویه ټولنه ننګرهار.
۹-مسلم دوست،عبدالرحیم.(۱۳۹۳).ش.خوږه ژبه . خپرندوی:مومندخپرندویه ټولنه ننګرهار.
10-http:taand.com
11-http:tolafghan.com
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي