«شهادت» او «استشهاد»

محمد يار يار
[pukhto]
«شهادت» او «شهادت» دوې اونیزې، د «حزب اسلامي افغانستان» او «حزب اسلامي افغانستان» دوه نشراتي ارګانونه دي چې دواړې په کابل کې خپریږي.
دا دوې اونیزې، د «نهضت اسلامي» د وارثینو په توګه، د اسلامي اخوت تر ګردو حقیقي څرګندوی او د دې الهي فرمودې مطابق: «انمالمؤمنون اخوة» پر سراط المستقیم باندې حرکت کوي.
د دې دوو وزینو اونیزو، دوې تازه ګڼې زما مخ ته پرتې دي؛ که مو اجازه وي، لنډکی پرتلیز جاج به یې در ته اخلم:
یو- د «شهادت» او «شهادت» تر منځ تر ګردو بارز توپیر دا دی چې یوه په دوشنبه او بله یې هم په سه شنبه، د مؤمن ولس د اسلامي ورورولۍ تنده ماتوي.
دوه- بل غټ فرق یې دا دی چې الهي کلام او نبوي احادیث، په یوه کې د «درس قرآن» او «درس حدیث» تر سرلیک لاندې او په دا بله کې د «الهي لارښوونې» او «ارشاد نبوي» په عنوان راځي.
درې- د یوې د امتیاز خاوند، د جناب عبدالهادي ارغندیوال «حزب اسلامي افغانستان» دی او د بلې دا، د ورور انجنیر ګلبدین حکمتیار «حزب اسلامي افغانستان» دی.
داسې ښکاري چې د حزب اسلامي معزز مجاهدین، جهادي ارزښتونو، دیني ارشاداتو، د یونیم میلیون شهیدانو مقدسو وینو او اسلامي اخوت ته دومره کلک متعهد دي چې آن دوه اسلامي حزبونه او دوې اونیزې یې په یوه نوم جوړ کړي، لکه یو جوز چې پر منځ نیم کړې، هیڅ فرق نه لري؛ لکه لیلا و مجنون، یو دیني روح په دوو جسدونو کې ځل وهي او اسلامې نړۍ ناز په کوي.
د دوو تازه ګڼو، د ټولې محتوا مقایسه خو یې زمانګیره ده، یوازې یې د اتفاق او اسلامې ورورولۍ د ارزښت په باب، یو څو سرلیکونه در سره شریکوم؛ که لږ هم د سرخلاصي ظرفیت وي نو درانه لوستونکي به ژور په پوه شي:
په یوه «شهادت» کې:
الف- وحدت و یکپارچه ګی ضامن استقلال و تعالی کشور
ب- د ژمنو د کولو او پلي کولو تر منځ توپیر
ج- انعطاف پذیری حکومت و ازمایش طالبان
په بل «شهادت» کې:
الف- وحدت د بریا یوازینی اصل
ب- قانون اخلاق همپذیری جوانان جامعه ما و نتایج آن
ج- بین الافغاني اتفاق او سوله دې د اصل په توګه ومنل شي
د- ذهنیت های تقسیم شده در مورد صلح و عواقب ناګوار آن
په یوه «شهادت» کې، د محترم ارغندیوال یو زرین قول راغلی: «ما باید با احزاب سیاسي و اسلامی روابط خوب و ارزنده داشته باشیم»
په بل «شهادت» کې، د برادر حکمتیار ژوره مقوله راغلې: «مجاهد هغه دی چې د یو سپېڅلي ارمان لپاره جنګیږي»
دا دواړه اسلامي جریانه او دوې اونیزې یې، لکه څنګه چې په نامه کې یې فرق نشنه، همداسې یې لار یوه ده، د خدای لار او د پیغمبر تګلار! ځکه خو په حقه سره، موږ ته د اتفاق، سولې، اخلاق همپذیرۍ، د ذهنیتو د نه تقسیم، انعطاف پذیرۍ، وحدت او یکپارچه ګۍ نصیحتونه کوي او په دې عجایبو نصایحو کې، زموږ د ځوان روشنفکر نسل لپاره، یوه دنیا جالبه و له پیامه ډکه محتوا پرته ده او ډېر ژور غور پکښې په کار دی!
اما ورور حکمتیار صاحب ته، یو عاجزانه وړاندیز لرم: که د خپل «حزب اسلامي افغانستان» د اونیزې نوم، له «شهادت» څخه «استشهاد» ته واړوي نو په دوه دلیله به یې دا دیني میدان وړی وي:
یو- د ښاغلي ارغندیوال «شهادت» په عدلیه وزارت کې رسماً ثبت دی؛ په دغه نوم دوهمه نشریه به، ستاسو په نظر، یو اسلامي کار وي چې یو مسلمان باید احترام ور ته ولري خو حکومت به جنجال کوي چې قانوني نه دی.
دوه- «شهادت» اوس په یوه کلیشه بدل شوی دی؛ تاسو بهتره پوهېږئ چې د شهادت مارکېټ نن- سبا ډېر ډاون دی، اوس د «استشهاد» سیزن دی او تاسو یې هم تازه پر دیني مشروعیت د ټینګار افتخار خپل کړی؛ د یوه مسلمان لپاره مو تر ګردو لوړه مرتبه بللې او دا د شهادت نوی او طبعاً پرمختللی ورژن هم دی؛ ګوندې د نېکۍ پله مو لا درنه او د لافلاح څښتن وګرځئ!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي