غزل / الهام


دښمن مو خوښ دی، دښمن خوشحال دی
کلی مو ړنګ دی، وطن ملال دی
بس دی نور بس دی، جنګونه بس دی
په خدای ثواب نه دی، جګړې وبال دی
ټوپک راواخله، په ورور غازي شه!
دا مو هنر دی، دا مو کمال دی!
يا د دعا يو، يا د ښېرا يو
دغه مو زور دی، دغه مو حال دی
سوله کې نغښتې، امن کې پټ دی
که آزادي ده، که استقلال دی
وطن ډېر خوږ دی، ته ورته ګوره
څه خوږ لږیږي، نری شمال دی
الهامه راشه، د مينې ورځ ده
د مينې مياشت ده، د مينې کال دی
تبصرې
تبصرې بندې دي