67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

غل او حجرتي قاتل

‎لنډه کیسه - پسرلی نجيبي

[pukhto]
ګل خانه خلک ويده دي سپی هم نه لري، هغه نورو ته غږ که د بوساړې خوا ته چې پټ دي. یو خوی مې لره چې د خپل چم ګاونډ او اشنا خلکو نه مې هیڅ غلا نه کوله.
غلا مې کوله او غیرتي غلا مې کوله.. هو تاسو به وايئ چې غل به څه وي او غیرت خو بهر حال..
لس نفره وو، بس بسته پوځ و، په اولو وختو کې زه او زما د وړوکوالي ملګری چې مونږ به د مکتب نه پټیدو د مڼو، ګازرو، بادرنګ ، چرګانو ا و د ګوړې غونډارې چې به یو کیلو شو خرڅ او پيسې به مو نیمې کړې.
ځلمي شو د پتلون د جیب او د کمیسونو او تر دې زمونږ تجربه پخه شوه چې مونږ به د سینې جیب نه هم پيسې رایستې.
د جنکو او هلکانو بیګونه، د جومات څپلۍ، بوټان ټول مې راپټ. کړي، یوه ورځ مو مېښه له کټي سره قصاب باندې په زر روپئ خرڅه کړه، ما ویلې همدا اوس دواړه حلال کړه چې تبه او ټوغکی يې ونه وژنې، قصاب چې مسکي راکتل او زړه کې ویل چې بچو ومو وهلی .
ما زړه کې ویلې د غلا مال دی، خو بس قصاب ټوکې شروع کړې او راديو يې هم تېزه کړه د نازیه اقبال هارون باچا او داسې نورې سندرې يې راباندې واوریدې، پسې يې شاګر چې سوچ کې ناست و غږ کړ، د وینو نه ‌‌‌‌‌‌ډک کمیس يې په غاړه و، په میاشتو نه و وینځل شوی، شاګرد د پوزې نه غونډارې رایستل چې چوړکۍ يې راواخسته او پړي ته يې لاس که..
قصاب ویل تاسو چای اینجای کړئ او مونږ به دا حلاله برابره کړو.
بس یو غرب شو اول يې مېښه او بیا کټی چې سترګې يې له اوښکو ‌‌‌‌‌‌ډکې وې له دې فانې دنیا نه رخصت کړل.
د غلا مشري زما وه ځکه زه هوښيار وم او د ‌‌‌‌‌‌ډاکې ځایونه به ما خوښول..کسان مونږ دواړو په کراره کراره راټول کړل، د غلا امتحان د پوښتنو یو غټ لیست و. په هغې کې یوه پوښتنه دا وه چې غلا دې کله شروع کړې، هغه غلا راته ووایه چې ته پرې ‌‌‌‌‌‌ډېر نازیږې او فخر پرې کوې؟
د پوښتنو غټي سلسلې نه وروسته بیا په بازار او په نورو ځایونو د چاپو نه وروسته ریزلټ د تجربې په اساس اعلانېده او بیا غل زمونږ ګروپ ته داخلیده.هسې ټيز ټپاس غلا نه وه.
پنجاب ته لاړو په یو بوین غوندې مسافر خانه کې مو واړول چې د سپږو او ورږو نه مو ټوله شپه لکه د سپيو کوکارې وهلې.
بنګړي، او لس اته جوړه کالي چې مونږ مخکې نه غلا کړي وو واخستل له ځانونو نه مو بنجاره ګان جوړ کړل بس د پنجابیانو په کورونو ګرځیدو او ښکار ته مو توجه وه .
پلان داسې و چې داسې کور پيدا کړو چې شوړه او سره زر ‌‌‌‌‌‌ډېر ولرې، یوه هفته کې مو پنځه کورونه کاندیدان کړل، د کورونو نخچې ما خپله واچولې او خبره مو یو کور ته راورسوله .
هم پکې پيسې او هم پکې سره زر او یو بوت هم و، چې لکونه روپۍ قیمت يې لرلو.
ما پخپله یو ځل بیا د شپې دکور څارنه وکړه چې امنیت يې وګورم او دا معلومات وکړم چې خلک څو بجې راځي، څو ويده کیږې، شاوخوا کورونه څومره فعالیت لري، د پولیسو ګشت په کوم وخت کې کېږي او لار کوم وخت کې صفا وي.
‎په اوومه ورځ مو مازیګر کې یو سوزکی چې د چرګانو پنجره پرې د پاسه وه یو چرسې ‌‌‌‌‌‌ډریور يې و چې د شپي به د شرابو په نشه کې غرق په سیټ کې پروت و، په ځان به نا خبره و، دې نه مخکې ما کس ورلیږلی و چې د سړي حالت چیک کړي.
ملګري مې ویل چې ټوله شپه ددې پنجابي ټیزونه دي چې په خوله او په کونه دواړو يې اچوي او ما د ‌‌‌‌‌ګا‌‌‌‌‌‌ډي نه راختا هم که خو نه پوهېده.
بس د شپې به يې دغه ځای کې ګا‌‌‌‌‌‌ډې ودرولو، چرسې مو په دوه نفرو د ګا‌‌‌‌‌‌ډې نه په یو توشک چې د پنجرې د پاسه و، کرارې څملولو او ورته مو وویل چې بچیه خوب کوه!
پنجره مو په لس کسانو ګا‌‌‌‌‌‌ډي نه ختا کړه، کم و چې ټول سوزکی واوړي، خو بس سوزکي ته رسول خان کېناست او د شپې شپې هغه ټاکلي کور ته لاړو .
د بنجاره ګۍ په ګنډو کې راسره تمانچې او دوه کلاشینکوفونه وو، په مونږ کې یو ‌‌‌‌‌‌ډینګ غوندې ملګری و چې قد يې دومره اوږد و چې ددیوالونو نه اخواته به يې ټوله څارنه کوله.
بس ورواوختو، پنجابی لوڅ پروت و او ښځه يې بله کوټه کې وه، بچي يې نه لرل چې مونږ يې وکتلو وارختا شو او چغې يې شروع کړې چې هر څه چې وړئ ویسئ خو پام چې ‌‌‌‌‌‌ډز ونکړئ!
سړی مو د لاسونو او پښو نه کټ پسې وتړه، ښځه مو بې هوشه کړه او غلا ته مو دوام ورکړو.
سره زر، بوت او پنځه لکه روپۍ مو زر زر بوجۍ کې واچولې او بوت مو په خوارۍ دیوال نه هغه خوا راواړ و.
رسول خان تیار ګا‌‌‌‌‌‌ډي ته ناست و او کش مو ورکړ ، غوټي او هر څه مو سوزکي ته واچول، پيښور ته تلو لپاره مو په غټو غټو بسونو کې ټيکټونه بوک کړل او ټول سامان مود بس په سر کلک وتړلو، یو بل ته مسکي مسکي کیدو.
ریښتیا سوزکی مو له چرسي نه دوه کیلومیتره لرې همداسې پرېښوده، ‎بس کلي ته راستون شوم د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر، دوکاندارانو او نورو خلکو ټول قرضونه مې خلاص کړل.
بوت په دوه لکه روپۍ خرڅ شو او باقې لس لکه روپۍ په ټولو وویشل شوې.
په ملتان، صوات، باجوړ، صوابۍ او مردان کې مو خال خال ‌‌‌‌‌‌ډاکې اچولې او مال به مو راوړه، ‎یوه ورځ یو کس چې بریتونه يې غټ غټ وو او په مخ يې لکه ددوس راپراته وو راته يې وویل چې غواړې لس لکه روپی یو دمې وګټې؟ صرف ستا؟ ما ویل دا خو به سم کار وشي.
د یو چا عکس، ادرس او ټول شیان يې راکړل راته يې وویل چې دا کس خام که یعنې ویې وله! سړی مزبوت دی، دوه درې ‌‌‌‌‌‌ډزه د اطمینان لپاره هم پرې تش کړه.
کور ته راغلم اوبه مې وڅښلې چای او‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ هر څه مې وکړل، د شپې خوب نه راته، یو خوا لس لکه روپۍ او بل خوا قتل و؛ خو بس تن مې کیښوده او د پنجشنبې په ورځ چې سړی دفتر نه راووت ورپسې شوم ، په یوه کوڅه کې يې چې ګا‌‌‌‌‌‌ډی راتاوکړ، مونږ ورمخې ته شو، ګا‌‌‌‌‌‌ډي ترینه یوې خواته ونې سره وجنګیده، زه او ګل خان دواړه ورغلو او سړی مو بلې دنیا ته واستولو.
‎ لس اته نفره داسې نور مې قتل کړل خو یوولسم نفر یو ځوان هلک و چې انتخاباتو ته ولاړ و، د یوې غټې کورنۍ هلک و چې تازه تازه يې واده کړی و، دیرش ‌‌‌‌‌‌ډزه مې په سر سر وویشته؛ خو زه خبر نه وم، چې ددې فامیل لاس له استخباراتو سره دی، بس یو خوا حکومت او بل خوا خلکو وپيژندم.
ما ویل که زه یم خو دوی غټ غټ حجرتي قاتلان پيژندل، ماښام و، د وړوکي لور مې شيده نه وو او دوکان ته په وېره وېره روان شوم.
خوانه راپسې غږ شو چې شاجان څه پيژنې؟ زما غونی زیګ شو او ورته مې وویل چې پيژنم يې؛ خو دوه دقیقې راکړئ چې تمانچه هم رانه کور کې پاتې، صرف دوه دقيقې چې زه خپله کیسه سرته ورسوم، دا ټکي زما اخري دي!

[/pukhto]

6 خوښونې

اړوند مطالب

د تاریخ سبقونه کتاب دوهم ځل چاپ شو
څوک پاکستانی دی او څوک نه دی؟
اوتيزم/ Autism
زما د اميد ګل
د هوا سترګو کې شګې
ډير به مو نه وي اوریدلي-دویمه برخه
پاخه افکار
د ملګرو مکالمه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اپریل 2018
S S M T W T F
 123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
282930  
« Mar   May »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /