67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

غني چېرې روان دی؟

اجمل هوډمن

[pukhto]
هغوی، چې اوس هم فکر کوي، چې جمهور رئيس غني به د افغانستان د اداره کولو سیاسي ظرفیت ولري،ایا یو ځل یې له ځانه دا پوښتنه کړې، چې د ډاکټر غني تر ټولو نږدې ملګري هر یو غلام جیلاني پوپل او داود شاه صبا ولې استعفا کولو ته مجبور شول او پټه خوله له هېواده ووتل؟
حضرت عمر زاخېلوال ولې د سفارت په پلمه له هېواده په سیاسي تبعید محکوم شو؟
د افغانستان د ملي سرود شاعر عبدالباري جهاني ولې استعفاء وکړه؟
ډاکټر غني ولې په دې باندې اصرار کاوه، چې سپین ږیری او ناروغ معصوم ستانکزی دې حتماً د دفاع وزیر شي او بیا چې ولسي جرګې رد کړ ولې یې د زیات وخت لپاره د سرپرست په توګه وساته او بیا یې هغه ولې د امنیت د رئيس په توګه وګماره؟
ډاکټر صیب غني ولې د افغانستان تر ټولو بې کفایته او د مدیریت له پلوه په کمزورۍ مشهور جنرال عبدالله حبیبي د دفاع د وزیر په توګه وګماره ؟
ډاکټر عبدالله نه غوښتل، چې صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر شي، ډاکټر غني ولې هغه ته د بهرنیو چازو وزارت ورکړ؟
ډاکټر غني ولې په داسې حال کې، چې د حکومت نیمه دوره یې پای ته رسېدلې له عطامحمد نور سره معامله وکړه؟
او بله تر ټولو خطرناکه پوښتنه داده، چې غني سره له دې، چې ټول جنګ سالاران یې د حکومت سهمداران کړل، ولې یې د ملي ضد چپي افکارو لرونکي کسان او ډلې په خپل ځان باندې راټولې کړې؟
خبره داده، چې غني ته ممکن افغانستان مهم وي یا به نه وي، خو هغه څه چې تر افغانستانه هم ورته مهم دي، د ده د خپلې واکمنۍ دوام دی. غني چې نوی په ارګ ننوت داسې اکټونه یې شروع کړل لکه ارګ یې چې د کودتاه له لارې نیولی وي. تشکیلات منحل کړه، خلک له دندو له لرې کړه او د ده په خپل نظر د قدرت د دوام د مخنيوي عوامل له منځه یوسه!
نوموړی سره له دې، چې په ټیم کې د کار کولو ډېرې نارې وهي، خو په ټیم کې د کارکولو نه دی. د ډاکټرصیب غني خاصیت دا دی، چې در باندې زورور شو ټولې به د ده منې او که ور باندې زورور شوې ټولې به ستا مني. همدا دلیل و، چې پوپل، صبا، جهاني او ځینې نور ترې لاړل، خو عبدالله او عطا چې پرې زورور شول اويا فیصده حکومت یې ترې ونیو.
د غني بله ستونزه اعتماد دی. ارګ ته له ننوتو سره یې یوه اندېښنه دا وه، چې څوک کودتاه ورباندې ونه کړي. همدا دلیل و، چې لومړی یې د معصوم ستانکزي د راوستو هڅه وکړه او بیا یې یې عبدالله خان ځکه غوره وباله چې ممکن د کودتاه چل به نه ورځي.
په همدې حال کې د ده زړه دی، چې راتلونکې دوره کې بیا جمهور رئيس شي. له عطا محمد نور سره معامله یې هم د دې لپاره ده، چې اوس ځان پرې وساتي او هم یې راتلونکو ټاکنو کې له ځان سره ملګری کړي.
جنګسالاران یې ځکه له ځان سره ملګري کړي، چې ترې ډاریږي، خو چپيان ځکه له ځان سره نږدې ساتي، چې د ده له نظره په بهرنۍ لابي ګرۍ کې به کار ورته وکړي او دی به د یوې مطلقې تکنوکراتې څېرې په توګه د نړیوالو او غوليدلي ځوان نسل په ذهن کې ژوندی وساتي.
دا چې د جمهور رئيس غني حکومت ناکام دی، عامل یې دادی، چې ټول پام یې د اوسني قدرت دوام او د راتلونکي قدرت نیولو ته دی.
نور بیا

[/pukhto]

1 خوښ یی کړئ

اړوند مطالب

خدای دې يې نه بښي
جنګلاوه ناول چاپ شو
ښه کتابونه هم شته
غوښتنه او د هغې پوره کول
جګړه چا وګټله او تاوان چا وکړ
ښکار
قاتل
په لرغوني ګندهارا کې تر پنځه څلویښت کلن ځنډ وروسته د ویاړونو په لټه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

مارچ 2017
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
« Feb   Apr »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /