غوټه
نصرت ارمان
[pukhto]
اسمان له ټولو ورځو ښايسته دی، نرۍ وريځ د سپينې لوپټې په څېر د هغه په مخ پرته ده.خو ناڅاپه داسې جکړ شو چې له سترګو يې هرڅه تري تم کړل، موټر ودرېد، چلوونکي د شيشو د بندولو غږ وکړ او بیا چوپتيا شوه.
وروستي سيټ کې کړکۍ ته ناست سړی له ځایه راجېګ شو، هغه درنه کورتۍ اغوستې وه، د لنډۍ ږيرې څه برخه يې سپينه شوې وه، پيک دارې خولۍ يې غټ سر ښکلی کړی و، د هغه راجېګېدو ټول هغه ته متوجې کړل.
د سړي شنې سترګې په جکړ کې خښې وې او داسې ډوب تللی و چې د هېچا د شتون احساس يې نشو کولای، هېڅوک يې په حالت نشول پوهېدلی او هلته خو ټول حيران ول چې څه به کېږي؟
دروازې ته مخامخ څوکۍ نه ځوان د دې لپاره چې خلکو ته ډاډ ورکړي، راپاڅېد، د ولاړ کس اړخ ته ورغی، په اوږه يې لاس ورکېښود.
– کاکا! هر څه به سم شي!
سړي ټکان وخوړ، سترګې يې قهرجنې شوې، د ځوان لاس ته يې ټک ورکړ.
– هر څه به وران شي!
هغه د دې خبرې سره خپله کورتۍ وويسته او دروازې ته لنډ شو.
خلک د هغه په داسې غبرګون نور هم اوتر شول.
ځوان خپل ځان قابو کړ، خلکو ته يې د کيناستو وويل او بیا د سړي پسې ورغی.
– موږ له پاتې کېدو پرته بله چاره نه لرو.
سړي د هغه په خبره کوم باک رانه وړ.
– تاسو پاتې شئ!
هغه دروازه خلاصه کړه.
– دا څه کوي؟
– دا لېونی دی؟
– ځان وژني؟
– جکړ به يې ړوند کړي!
له ځوان نه هم لار ورکه شوه، سړي غوښتل کېوځي.
– ګوره! هغه يې له لاسه راونيوه.
سړي دروازه په درز بنده کړه، په يوه شېبه کې يې خاورو مخ خړ اړولی و، هغه ته په کتو خلک ډارېدل،
پټې سترګې يې پرانېستې او ورسره سم يې ځوان په مخ کلک سوک وواهه.
ځوان په ځای کېناست.
سړي نورو ته مخ کړ.
– زه ځان ژغورم! او هغه ووت.
خلک بیا جکړ ته په ليدو شول، خو سړی دوړو په خپله غېږه کې داسې ورک کړی و چې دوی ته يې کتل ناشوني شوي ول.
***
تېز باد هغه ځنګولو، شګو يې سترګې خلاصېدو ته نه پرېښودې، خو هغه د مخکې تلو هڅه نه پرېښوده.
د موټر له کړکۍ نه يې درې جيګې ونې ليدلې وې، هغوی ته په رسېدو ژغورل کېده.
باد هغه شاته ټيل واهه، نه يې شول کولای مخکې قدمونه واخلي، څملاست او د خوښۍ په جذبه يې کښېدو ته دوام ورکړ…
لاس يې يو څه سره ولګېد، پرې ويې وټپولو، د ونې زږ پوټکی يې حس کړ، د يوې شېبې لپاره يې سترګې خلاصې کړې، هغه ونې ته رسېدلی و. اوس نو يواځې هغې ته دختلو سختي پاتې وه.
ځان يې ډډ پورې ونښلو او پورته تلو لپاره يې لاس او پښې په حرکت راوستې، د باد شديدو څپو ونې ته ټالونه ورکول، چې هغه يې نه حل کېدونکې ستونزې سره مخ کړی و، هر ټال د هغه د ولويدو زيری لاره، خو هغه په ونه داسې نښتی و، چې باد ته يې بېلول سخت شوي وو.
کله چې ښاخونو ته و رسېدو نو ټوله ستړيا يې هېره شوه.
***
موټر کې چوپتيا او هېښتيا وه، ټولو یو بل ته رډې رډې کتل، چلوونکي خلکو ته مخ اړولی و او لکه د نورو يې خاموشي غوره کړې وه، ځوان له زنګونه سر راجېګ کړ، د هغه حالت اوس ښه شوي وو، چپ مخ يې پړسېدلی و، ويې ويل.
– هغه ځان وواژه!
چا يې به خبره غوږ ونه ګراوه، لکه پوهېدل چې دوی هم د مرګ سره مخ دي.
ډرېور پسې څوکۍ کې ناست سړی چې ځواني يې په تېرېدو وه، له کړکۍ نه يې خلکو ته مخ واړوه.
– موږ به تر کله دلته يوو؟
موټر چلوونکي ته يې خبرې خوند ورنکړ.
– ته ړوند يې؟ موږ نشو تلی!
ځوان ودرېد، د موټر مخامخ شيشه کې يې وکتل، په شيشه دومره شګه پرته وه، چې سرک څه بانټ هم نه ښکارېده.
هغه ترور شو، ټولو خواو ته يې وکتل، د قهريدلي سړي ورپام شو، د ځوان په حالت وپوهېده، زړه يې په ټوپونو شو، هغه د دوه ګوتو ويستو لپاره شيشه خلاصه کړه، شګه په راتوييدو شوه، چغه يې کړه.
شګه همداسې راتوييده، ټول په رپېدو شول، ځوان ژر شيشه بنده کړه.
سړي په قهر چلونکي ته وکتل.
– زه ړوند يم! له خولې يې لاړې بادېدې او په هغه يې ورحمله کړه…
دوه کسانو هغوی خلاص کړل، د چلوونکي له پوزې وينه روانه وه او ښۍ سترګه يې شنه اوښتې وه، د هغه د بد حالت په ليدو د يو زړه هم نشو دردېدلی، ځکه ټول په ژوندوني قبر کې ايسار شوي او بد حالت سره مخ شوي ول!
***
جکړ ودرېد، نری باد لا هم لګېده، خو دا خوند ورکوونکی و، سړي کولای شول سترګې پرانېزي، شګو ټولې ښکلاوې او بدرنګۍ مسخ کړې وې.
هغه نشوه باورولی، ونې تر نيمايي ډوبې شوې وې، کلی، سرک او موټر هم نه تر سترګو کېدل، لاندې يې ټوپ کړ.
د کلي موندو لپاره يې يو ځل بیا د غره خواته وکتل، خو د کلي څرک نه و، لاس يې له شګو پاک کړ، د سترګو له کونجونو يې شګې لرې کړې، ځان ته يې پام شو، لکه د ليوني ودرېد.
– داسې نشي کېدای!
سترګې يې ډنډ شوې، ناهيلۍ پرې وزرې وغوړولې، ونې ته تکيه شو.
– زما ټولې خوارۍ!
ورياد شول چې د بس له کړکۍ نه يې د دې ونو ، شاته غرونو او هغه کلي ننداره کوله چې جکړ شو او موټر ودرېد.
هغه یقيني و چې موټر د ريمې ونې ته نارسېدلی درېدلی و، خو د سرک نشان ورک شوی و.
برابر ښاخ يې رامات کړ، څو قدمه مخکې لاړ. بیا څملاست؛ زه داسې راغلی وم! او په کښېدو شو،
پوهېده چې څنګه تر ونې رارسېدلی و!
کله چې هغه شاته وکتل، هماغسې لکه له موټره يې چې دا منظره ليدلې وه، بیا ور سترګو ته شوه، خو يواځې کلی نه و!
له ځايه جيګ شو، يو قدم بل هم مخکې لاړ، بیا يې پښه راښکله.
ښاخ يې راوړ، په نښه کړي ځای کې يې تر نيماي وټومبه.
غره ته د تلو تکل يې وکړ؛ هلته به يو څه وي!
روان شو، پستې شګې تلل ستونزمن کړي و، خو هغه دخوښۍ تصوراتو له هرڅه بې پروا کړی و، د هغه په فکر پري خوره وه، نور نو بايد سره يو ځای شوی وی، شل کاله وروسته هغه شېبې رالنډېدې چې دا به يو ځل بیا پري ويني او دا ځل د دوی د يو ځای کېدو مخه چا نشه نيولی!
له هغې د بېلوالي ورځ چې په سرو سترګو يې ویل؛ پلارمې وایی؛ زرو خپله د بل په کور شپې کوي، نو تا په څنګه وساتي.؟
مور او ورونه مې هم اجازه نه راکوي چې خپل ژوند په مينه قربان کړم، ته د هغوی د شرط پوره کوونکی شه، زه تر هغې ورځ انتظار کولای شم!
د پري په خيالونو کې هغه غره ته لنډيده..
***
د کلي خلک د جکړ په تېزېدو وډار شول، هغوی ليدل چې يواځې شګې پاشل کېږي، ټول د غره څمڅې ته په تلو شول او هر څه يې پرېښودل.
کله چې جکړ ختم شو، له څمڅې راووتل او چې د شګو هوار ميدان يې وليده زړونه يې په درېدو شول.
– موږ تبا شوو!
بوډا په تيږه کېناست؛ زموږ ټولې خوارۍ!
د بل هېچا له خولې خبره نه وته، بوډۍ د خاوند په غم نوره هم غمجنه شوه، هغې خپلو بچيانو ته وکتل.
– لاس تر زنې کېناستو باندې څه نه کېږي! څمڅه کې بېلونه شته.
ټول څمڅې ته په منډه شول، هغوی کولای شول ډېر څه بېرته لاس ته راوړي. وپوهېدل چې د دوی شتون د هرڅه معنی لري!
بوډا هم پاس په ختو شو، د بوډۍ خپلې لور ته ورپام شو، چې له سترګو يې اوښکې روانې دي، چينې سره ناسته ده ، اوبه شړپوي او په فکرونو کې ورکه ده.
ور غله.
– هله لورې ورونو سره دې کومک شه.
هغه اوتره راپاڅېده، یو ځل بیا يې لاندې همداسې وړاندې کتل شروع کړه، د هغې سترګې ودرېدې.
– مورې! هلته څوک را روان دی.
– کوم ځناور به وي.
د بوډۍ سترګو له شګو پرته څه نشو ليدلای. چينې ته کېناسته، څو ډکې لپې يې وڅښلې.
– هغه انسان دی! او له دې سره هغې خپل څپټی په اوبو کې ډوب کړ او لاندې يې منډه واخيسته.
– ته چرته ځې؟ راوګرځه!
خو هغه تللې وه…
***
سړی نه و غلط شوی، له غره نه چا د ده اړخ ته منډې راوهلې ستړو پښو يې تازګي واخيسته، خو کله چې سره دواړه لنډ شول، نو سړی په خپل ځای ولاړ پاتې شو.
– پري ده!
هغه وغورځېده، ښځه ور ورسېده، لمده پيڅکه يې د هغه په مخ کش کړه، د سړي سترګې خلاصې شوې.
ښځې هغه و پېژند.
– زرو!
او پرې ور پرېوته.
هغه تږی و، خوله يې خلاصه کړه، پري ژر د څپټي په زبېښلو شوه…
زرو راکېناست، هغه کوم خیال او خوب نه ليده، پري ورسره ناسته وه، تر اوسه هماغسې ښکلې وه، د هغه سترګو کې اوښکې لاړې راغلې.
– پري زه راغلم؟ او غېږ کې يې ونيوله.
د پري څه ته پام شو، په قهرجنو سترګو ترې ايسته شوه.
– ته تش راغلې! شل کاله د څه لپاره؟
د هغې اوښکې روانې شوې؛ موږ هم تباه شوو!
زرو ور نزدې شو، هغې ته يې خپله کيسه شروع کړه…
هر څه شګو واخيستل! دلته راغلم چې چانه مرسته وغواړم، خو تا سره مخ شوم.
پري روانه شوه.
– موږ کلی راسپړو، خو تاته به يوه بيلچه راوړم.
ته همدلته پاتې شه، ورونه او پلار به مې ستا په خبره باور ونه کړي، لکه څنګه يې چې مخکې ليدې او قهرجن کېدل به اوس خو به ډېر زيات غوسه شي، ځکه چې یو خو زموږ هر څه تبا شول او بل ته هم هماغسې چې وې يې!
زرو يې لاس راونيوه.
– بس ته همدومره وکړه، بیا به هېڅوک تا ما سره يوځای کېدو نه منع نه کړي، زه به له هغوی سره تش
لاس مخ نشم.
***
تياره په خورېدو شوه، ستوري په ځليدو شوو او کله چې سپوږمۍ خپلې وړانګې راکېوستې نو هلته پرته شګه يې زيړ رنګه او ښکلې کړه.
د زرو انتظار ختم شو، د پري په دواړو لاسونو کې د بيچلو په ليدو سره حيران شو، ورته راورسېده.
– ځه چې ځو!
زرو به نا باورۍ د هغې له لاسه بېلچه واخيسته.
– ته هم ځې!
او د هغې سترګو ته په کتو شو..
– ټولو غوښتل چې پوی شي څه سره مخ شوې يم؟
– زما په راتلو دې خبر کړل؟
– نه! که ویلی مې وی، نو اوس به نه وی راغلی! ما ورته د يو مسافر سره د مخ کېدنې وويل، چې
مرستې ته اړ دی او بېل غواړي. هغوی ته مې د موټر د بند پاتې کېدو هم وويل او مور مې ماته اجازه راکړه چې ته هم ورسره مرسته وکړه.
هغوی لاس په لاس روان شول..
– فکر کې مې هم نه راتله چې تا به دلته ووينم!
پري ور جوخته شوه.
– موږ له تېرو لسو کلونو دلته يوو، کله چې مې پلار دا کلی او ځمکه و پېرله، نو دلته د کډې راکولو نيت
مو وکړ، ما سره ستا د راتلو هيله وه،دلته له راتلو مخکې مې هلته ټولو ته خبر ورکړ که دا راغی نو زموږ د نوي ځای درک به ورکړئ.
زرو يې لاس ته زور ورکړ.
– خو موږ دلته مخ شو!
هغوی کيسو کيسو کې ونو ته ورسېدل.
پري د اوبو پتک ورته ونيوه. په موسکا يې ترې واخيست او په سر يې واړوه.
پاتې اوبه يې بېرته هغې ته ورکړې، پري هم وڅښلې.
زرو ځان په نښه کړي ځای ته ورساوه، پري ورغږ کړ؛ ته ډاډه يې زرو؟
– هو، همدا شا او خوا سپړو.
***
ډار د هغوی په زړونو داسې خور شوی و چې د فکر کولو لار يې ترې ورکه کړې وه، يواځې مرګ ته انتظار، داسې مرګ چې مړي به يې هم چا نه وی ليدلی!
د هغوی د ژغورنې لار نه وه! چلونکی شاته را واوښت، د تللي سړي کورتۍ يې راجيګه کړه او بیا د ټولو سترګو ته د هغه کس څېره ودرېده.
هغه يې جېبونه وپلټل، له وړوکي تېره چاقو، ماچس او د سګرټو کوتۍ نه پرته په کې څه نه ول، چلونکی مخکې لاړ، د هغه سړي څوکۍ ته، غوټه يې هم پاتې وه.
را وا يې خيسته، ټول ورجېګ شول، لکه نوي څه يې چې ليدلي و، کوم يو چې چلوونکې سره نښته کړې وه، ورغږ يې کړ؛ ويې سپړه!
او بیا لکه په خپله خبره چې پښيمانه شوی وي.
– راکړه!
د هغه له لاسه يې راکش کړه، خپله يې د سپړلو لپاره کېناست. ښځينه کالي و، بنګړي او نور سينګار توکي. کله چې هغه کالي سره بېل کړل، نو بل څه يې وليدل. د پيسو بنډل.
– هغه هر څه پرېښي دي!
خلک په مايوسۍ بېرته په خپلو ځايونو کېناستل، چې يو غږ يې واورېد، لکه څوک چې چت راماتوي.
سړي د پيسو بنډل وغورځوه. چغه يې کړه؛ هغه بېرته راغی!
***
زرو او پري خوله خوله ول، د موټر د چت په ليدو هغه ومنله چې خپله خواري يې د شګو له بنده وژغورلی شوه.
پري په بېلچه چت ووهه، که څه هم اوسپنه وشکېده خو د هغې د بېلچې لاستی هم مات شو، هغه په ګونډو شوه، تېزې ساه اخيستو يې ښکاروله چې ډېره ستړې شوې.
زرو ترې وپوښتل؛
– ته ښه يې؟
– هو، ښه يم.
هغې خپل ځای زرو ته پرېښود.
زرو هماغه ځای ته په بل قوي ګوزار ورکولو سره بېلچه لاندې ننويسته.
او دواړو د انسانانو د خوښۍ چغې واورېدې…
***
هر يو چې را اوچتېده او زرو يې ليده سترګې يې وازې پاتې کېدې…
زرو لاندې کېوت، غوټه يې سپړل شوې او توکي يې خواره واره پراته ول، راټول يې کړل، بېرته يې غوټه کړل او راوخت.
پري ونو سره ولاړه وه، د دوی ننداره يې کوله.
ژغورل شويو د زرو غېږ کې نيولو او ښکلولو باندې شروع وکړه، هغه ترې ځان خلاص کړ، غوټه يې ورښکاره کړه.
-ليونيانو! دې بېرته راوستم!
روان شو. هغوی هم ورپسې شول، پري يې مخ ته و رغله.
– زرو! دوی به موږ سره د کلي راسپړنه کې مرسته کوونکي شي.
هغه غوټه پري ته ورکړه.
– اوس نو ته زما شوې!
او سره غاړه غړۍ شول….
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي