67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

غوښتنه او د هغې پوره کول

سميع الله کاروان

[pukhto]
غوښتنه او د هغې پوره کول يا د يو شي اخستونکي او په اقتصادي بازار کې د هغې شتون د اقتصادي مارکيټ دوه هغه مهمې قوې دي چې د يوه په زياتېدو او د بل په کمېدو او يا هم د يو په کمېدو او د بل په زياتېدو سره يا خو د يو شي په نرخ کې لوړوالی او يا هم ټيټوالی منځ ته راتلای شي.
د مثال په ډول که په يوه اقتصادي مارکيټ کې د يو شي غوښتنه يا اخستونکي يا تقاضا زياته او شتون لږ وي، ويلای شو چې د نوموړي شي غوښتنه يا تقاضا ډېره او عرضه کمه شوه، چې په نتيجه کې نرخونه لوړيږي. همدا راز برعکس که په مارکيټ کې د يو شي غوښتنه يا اخستونکي کم او شتوني وي، ويلای شو چې د نوموړي شي غوښتنه کمه او عرضه ډېره شوه چې په نتيجه کې نرخونه ټيټيږي.
غوښتنه يا تقاضا: که يو پارک ته پا عامو ورځو کې د تفريح لپاره لاړ شو، کېدای شي چې د يو نفر د داخليدو ټکټ ۵۰ افغانۍ وي، خو که همدغه پارک ته د اختر په ورځو کې ورشو، وبه وينو چې ټکټ ۱۰۰ يا ۱۵۰ افغانۍ وي. څرنګه چې د اختر په ورځو کې دا راز پارکونو ته تګ راتګ ډېرېږي، ويلای شو چې د ټکټونو غوښتنه د اختر په ورځو کې د عامو ورځو په پرتله ډېره وي.
شتون يا عرضه: که په بازار کې قصابان ډېر وي، د غوښې بيه ښکته ځي.
په همدې ډول د يوه هېواد د پولي واحد نرخ هم د نورو شيانو په شکل د عرضه او تقاضا په جوابي عمل کې لوړ او ټيټېدای شي. د مثال په ډول که د ننګرهار په بازار کې ډېر خلک وغواړي کوم بل پولي واحد لکه کلداره وپلوري او د هغې په بدل کې افغانۍ واخلي، ښکاره خبره ده چې د افغانيو بيه جيګيږي. دې عمل ته د اقتصاد په ژبه کې لوړېدنه يا ايپريسيشن وايي.
همدا راز که ډېر خلک وغواړي چې خپلې افغانۍ وپلوري او کلدارې واخلي، د کلدارو بيه جيګيږي، خو د افغانيو بيه به ټيټه شي. چې دې عمل ته په اقتصاد کې ټيټېدنه يا ډيپريسيیشن وايي.
دلته به د غوښتنې يا تقاضا او عرضه يا شتون په هکله خبرې وکړو.
۱) نړيواله سوداګري
که د افغانستان يوه فابريکه خپل ګاونډي هېواد لکه پاکستان ته صادرات وکړي او په بدل کې کلدارې ترلاسه کړي، دوی به لاس ته راغلې کلدارې وپلوري چې افغانۍ لاس ته راوړي. دا عمل د افغانۍ تقاضا او نرخ جيګ بيايي. همدا شان که نوموړې فابريکه له خپل ګاونډي هېواد څخه واردات وکړي او افغانۍ ورکړي، پاکستاني تجاران به غواړي چې افغانۍ وپلوري، ترڅو کلدارې لاس ته راوړي چې د دې عمل په نتيجه کې به د کلدارې تقاضا او بيې لوړې او افغانۍ ټيټه شي.
هر څومره چې د يوه هېواد صادرات د وارداتو په پرتله زيات وي، کولای شي پولي واحد يې مخ پورته ولاړ شي.
۲) نړيواله پانګونه
که د اوبو بندونو جوړونې يوه امريکايي کمپنۍ وغواړي چې په افغانستان کې پانګه واچوي او د څو ميلونو ډالرو په لګښت د کنړ د اوبو د بند چارې پيل کړي، لومړی بايد څو ميلونه ډالر وپلوري او افغانۍ لاس ته راوړي چې تعميراتي مواد پرې واخلي. دا معامله افغانيو ته غوښتنه او په نتيجه کې بيه لوړه بيايي.
هر څومره چې په يو هېواد کې بهرنۍ پانګونه ډېره شي، پولې واحد يې پياوړی کېږي.
۳) ورځنۍ چارې
هر څومره چې د يو هېواد په ورځنيو چارو کې له کوم پولي واحد څخه استفاده کېږي، په هماغه اندازه به يې غوښتنه ډېره او بيه لوړه وي. دا چې زموږ هېواد افغانستان دی، نو بايډ ټول افغانان په هر ځای او هر وخت کې افغانۍ وکاروي.
افغانۍ زما ملي هويت دی

[/pukhto]

3 خوښونې

اړوند مطالب

دله ګان
فرعون څوک و؟
قانون د ټولو لپاره دی!
په فیسبوک د روږدي کېدو ستونزه
ازاري
زه مزدور یم
لېونی
په مور ډېر ګران يم

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

مې 2017
S S M T W T F
 12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
2728293031  
« Apr   Jun »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /