فردریک میسترال- د نوبل درېيم ګټونکی

ژباړه: مير احمد ياد
[pukhto]
فردریک میسټرال فرانسوی شاعر و چې په 1904 زکال کال کې یې د نوبل د ادبیاتو لړۍ درېیمه جایزه په مشترک ډول واخیسته، ده ته جایزه ځکه ورکړل شوه چې په شعر کې یې نوښت او پخوالی و او د خپلو خلکو ژوند او چاپیریال یې په ښه ډول عکاسي کړی و.
میسټرال د 1830 ز کال د سپتامبر میاشت په درېیمه نیټه د فرانسې په مایان ښار کې سترګې وغړولې، لومړی یې په حقوقو کې زده کړې کولې خو وروسته یې بیا لیکوالۍ ته مخه کړه او د نوبل له جایزې مخکې د فرانسې د اکاډمۍ لخوا هم نمانځل شوی و.
میسټرال په ځوانۍ کې د خپل ښوونکی تر اغیز لاندې راغی، د لیک او په ځانګړي ډول شعر لپاره یې د پرونس ژبه خپله کړه، دده د لیک او هڅو پایله دا شوه چې په څو کلونو کې د پرونسال ژبې د لیکوالو یوه ټولنه رامنځته شوه او ښایسته ډير غړي یې ترلاسه کړل.
پرونس ژبې ته د میسټرال لیوالتیا ددې لامل شوه چې ددې سیمی تر ژورې اغیزې لاندې راشي، د میسټرال یو کتاب (میرایو) نومیږي چې د منتقدانو په وینا ادبي شهکار ګڼل کیږي، داسې اشخاص یې رامنځته کړي چې د پرونس ښار نماینده ګان دي.
خپل ډېر اثار یې په پرونس ژبه لیکلي او زیاتره یې بیرته پخپله فرانسوي ته ژباړلی هم دي، د فرانسې لغتونه هم د دې لیکوال یو کتاب دی چې په دوو ټوکو کې خپور شوی دی.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي