فرعون او شیطان

ژباړه/ ارش ننګيال
[pukhto]
وایی : یو کس له یو وږي انګور سره فرعون ته راغی او ویې ویل:
ـ که ته رښتیا هم خدای یې نو دې وږي نه سره زر جوړ که.
فرعون ترې یوه ورځ وخت وغوښت، سړي ورسره ومنله.
فرعون د خوب په خونه کې پروت و او فکر یې کاو چې په څه ډول له انګورونه سره زر جوړ کړي چې دې وخت کې د خونې ور وټکېده، فرعون غږ کړ:
ـ څوک یې؟
کتل یې چې شیطان یې خونې ته ور ننوت او په قهر یې وویل:
ـ خاورې دې په داسې خدای شي چې د وره شاته کس نه شي پېژندلی. بیا یې د انګورو په وږي جادو وکړه او سره زر ترې جوړ شول او فرعون ته یې وویل:
ـ له دومره وړتیا او هوښیار تیا سره سره مې د الله د بندګۍ لیاقت ځان کې پیدا نه کړ خو ته به دومره حماقت سره د خدایی دعوا کوې؟
فرعون ترې وپوښتل :
ـ نو ولې دې انسان ته سجده ونه کړه چې د مقام او عزت خاوند شوی وای؟
شیطان وویل:
ـ ځکه زه پوهېدم چې د انسان له نسل نه به ستا په څېر خلک پیدا شي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي