فرعون څوک و؟

عبدالغفور لېوال
[pukhto]
شاوخوا شپږ زره کاله وړاندې له جنوبلویدیزې اسیاڅخه د کډوالو لومړنۍ څپه د سینا ټاپووزمې ته ورپورې وتله او د کوزني مصر ترلاندې کولو وروسته پورتني مصر ته ورسېدل او هلته یې ژوند پیل کړ. له میلاد څخه ۴۴۹۷ کاله وړاندې په مصر کې یو موټی دولت جوړ شو. په ۳۲۰۰ مخزیږدي کې د مصر پاچا ( منس) د مصردواړې برخې تر واحد حاکمیت لاندې راوستلې او ځان یې ( فرعون) وګاڼه. د فرعون د نوم د مانا په اړه څلور روایتونه شته :
۱ـ ( ف) د تعریف حرف او ( ر) د لمر پا مانا او ( عون ) د واکمن په مانا، چې بشپړه مانا یې ده : د ختیزو ولسونو واکمن.
۲ـ فرعون (ادروکي) ویی دی، چې په قبطي ژبه کې د پاچا مانا لري.
۳ـ له دوو وییونو ( فارا) د ماڼۍ او ( آوه) د لوړې پا مانا جوړ شوی، چې د لوړې ماڼۍ د اوسېدونکي په ماناه ده، په اروپايي ژبو کې یې له همدې کبله فرعون ( فراوه Pharaoh ) باله.
۴ـ ( فارع) یې واکمن ته ویل او ( اون) د یوه مصري ښار نوم و، چې بشپړه مانا یې ده د ( اون) ښار واکمن او کاهن.
له همدې ۳۲۰۰ مخزیږدي بیا تر ۳۴۲ زیږدي پورې، تر درې نیم زره کاله ډېره موده کې د فراعنه وو دېرشو لړیو ( کورنیو) پر مصر پاچاهي کړې ده. دوی د مصر د مدنیت عظیمه دوره له عجیبو میراثونو سره بشریت ته په یادګار پرېښوول. درېګونې اهرامونه، د کرنې ، ابولګولو، له نیل څخه د ګټې اخیستنې، کالهینداره ( جنتري)، ښاري سیستم او پوځي وسایلو تر جوړولو او طبي پوهنو پورې.
د مصري تمدن په پاتیو اثارو کې د لاندې فراعنه وو نومونه ډېر مشهور دي :
خوفو Khufu ، خفرع Khafra ، مېنکورع Menkaureدوهم رامسېس RamessessII ، اخناتون Akhenaten ، توت عنخ امون Tutankhamun ، شاهزۍ حتچپسوتHatshepsut ، درېیم توتموس ThutmoseIII ، شاه مېرمن نفره تي تي Queen Nefretiti
فرعونانو ځانونه د ارباب الانواعو له زوزاتو څخه ګڼل او په دې کې شک نه شته، چې د خپلې واکمنۍ د ټېنګښت لپاره یې د خدايي یا د خدای د کورنۍ د غړیتوب دعوې کولې. دوی د نورو ارباب الانواعو ( له هغو څخه د لمر یا امون) پرښتنه ( عبادت ) هم دود کړی و.
د قران کریم په قصصو کې د مصري واکمنو له دوو دورو سره مخامخیږو، یو د حضرت یوسف (ع) په وخت، چې هغه مهال یې د مصر فرعون د ( ملک ) یا پاچا په نامه یاد کړی دی. د مصر دغه پاچا وروسته د حضرت یوسف ( ع) په برکت پروحدانیت ایمان راوړ او په مصر کې یې اوږده موده د واحد خدای ج پرښتنه ( عبادت ) وګروهوله.
ویل کیږي، چې دا فرعون تر ایمان وړاندې څلورم امن هوتېپ ( امون خوښی یا د امون مینه وال) نومېده، چې پر یوه خدای تر ایمان وروسته یې خپل نوم بدل کړ او ( اخن اتون ) شو، ده خپل واحد خدای ( اتون) باله او د نوم مانا یې شوه : د ( اتون بنده) .
دوهم ځل د حضرت موسی ( ع ) د کیسې په برخه کې چې هغه حضرت د کوشنیوالي دوره د فرعون په کور کې تیریږي او بیا کله چې خپل قوم ( بني اسرایل) له مصر څخه لېږدوي، نو فرعون له خپل لښکر سره ورپسې وځي، چې بیا په سیند کې ډوبیږي. د یونس د سورې له ۸۹ م آیت څخه تر ۹۱ م پورې دا ذکر هم راغلی، چې د ډوبېدو پرمهال فرعون د موسی ( ع) پر خدای د ایمان راوړلو ژمنه کړې ده، خو خدای ج خپلې پرېښتې ته حکم کوي، چې فرعون ته ووایه : اوس دې نو ناوخته کړې ده؛ ترجمه [ ایا اوس دې اېمان راوړ؟ حال دا چې په تحقیق نافرماني دې کوله پخوا له دې څخه زما د رسول او وې له فساد کوونکیو څخه ]
ځینو مورخینو دغه فرعون هماغه دوهم رامسېس بللی دی، چې د فراعنه و د یوې اوږدې لړۍ غړی دی. د دوهم رامسېس پلار سېتي Seti نومېده، دغه فرعون په ۱۳۰۲ مخزیږدي کې زېږدلی و او ۶۶ کاله یې پاچاهي کړې وه، تر ۹۰ کلونو پورې یې عمر کړی و او د فراعنه و په نولسمې کورنۍ پورې تړلی و.
دا مهال په اوسني افغانستان ( هغه مهال اریانا ) کې د اریایانو د کوچ وروستۍ څپې له امو سیند څخه په رااوښتو وې او دوه مخکینۍ څپې یې د هیندوستان شمال او د مدیترانې حوزې ته په وررسېدلو وې. دا مهال د اریایانو یوې لویې برخې لا کوچیاني ژوند درلوده.
دا مهال اریایان خېل خېل او قبیله قبیله له یوه ځایه بل ځای ته تللي دي. په دوی کې تر ټولو لویه قبیله چې ټوله مرکزي اسیا یې لاندې کړه، ختیځ ته د هیندوستان شمالي څنډو او د چین کاسي غر ( کاشغر) پورې ورسېدل او لویديځ ته د مدیترانې له لارې خیتزې اروپا ته ورننوتل ساکان دي. لرغوني مصر ته د آریایانو د کومې قبیلې یا خېل ورتلل په تاریخونو کې، زما تر سترګو شوي نه دي او څرګنده دا ده، چې هغه مهال اریایانو انفرادي سفرونه نه دي درلودلي، چې بیا دې د مصر ترواکمنۍ پورې هم ځان ورسولای شي. لویدیز ته هغه لار چې اریایان پرې لېږدېدل او د مصر د واکمنو ترمنځ د بابل، سوریې او هیتي لویې واکمنۍ پرتې وې، چې د دوی کوچ یې د افریقا شمال ته ناشونی کاوه. د دغو تاریخي دلایلو پربنسټ هغه دعوا چې د موسی ع د زمانې فرعون دې ګواکې د خراسان وي ناسمه برېښي، بله یې لا دا چې د خراسان نوم تردوهم رامسېسه شاوخوا دوه زره کاله وروسته او د اسلامي دورې په متونو کې د لومړي ځل لپاره یاد شوی دی.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي