فکري ارتقا

نصرت ارمان
[pukhto]
لومړني او اوسني انسانان سره ډېر توپير لرونکي نه دي. هغوی هم اړ وو چې د خپلو اړتياو له پېژندلو وروسته د هغوی د پوره کولو لپاره فکر وکړي.
هغه وخت اړتياوې کمې نه وې، بلکې پېژندل شوې نه وې، د هغوی فکرونه يوازې په دې بوخت وو، تر څو د ژوند د هغه اړتياو د تکميل لار وسنجوي چې پېژندلې يې وې. د اړتيا لپاره د وسيلې په اړه فکر کول د لومړنيو فکرونو څخه دی.
کله چې د وسايلو لټه پيل کېږي او انسان د اړتيا د له منځه وړلو يا سپکولو لپاره يو نوی فکري چوکاټ جوړوي، په هغې عملي کار پيلوي او ويني چې نتيجه مثبته ده. دلته پر ځان د باور حس رامنځ ته کېږي. انسان ګوري چې له نشت نه يو څه رامنځ ته شول او دا چې څنګه رامنځ ته شول؟ نو دا سوال انسان مجبوروي چې د ځان پېژندنې خوا ته قدم واخلي.
خپل هغه پټ قوت پېژني چې دا يې د وسيلې د جوړلو وړ وګرځوه، دا هغه څه وو چې خپله انسان ته هم حيرانوونکي وو.
کله چې فکر وپېژندل شو، ترې ګټه اخيستنه پيل شوه، اوس نو فکر مخکې تګ کوي، انسان هر څه ته ځير کېږي، شک کوي او پلټنه کوي، په دې کار سره انسان بيا ګوري چې په نويو شيانو پوی شوی او لا هم ډېر شيان پټ دي.
هغه خپل دوه نور ګټور افشنونه پېژني، چې دا شک او پلټنه وي.
شک پوښتنه راولاړوي اود پوښتنو د جواب لپاره بيا فکر ته اړتيا وي. فکر انسان ته يوه لار ورپه ګوته کوي، انسان پرې قدم ږدي، کله چې تېروتنه رامنځته کېږي، دا خواشينوونکي وي خو يو نوی نا اشنا سوال پيدا کوي، چې هغه ولې دی؟
د دې لپاره چې د تېروتنې په لامل پوی شي، د همغه کار تکرار پيلوي، خو په دقت.
دقت هغه پوهوي چې څه د ستونزې لامل شوي؟ د لته د مرستنديه شبکې (فکر) فعاليت چټک شي او هغه انسان ته د کار د نتيجې سربېره يوه بله نتيجه هم ورښايي. چې هغه د تېروتنو د له منځه وړل دي.
تېروتنه ستونزې زيږوي او يا هم د يو کار نتيجه په بلې نتيجې اړوي. چې انسان يې تصور نه وي کړی.
همدغه وخت د امکاناتو د انکشاف مرحله رارسي، اوس انسان له تېروتنې نه ډارېږي، ځکه پوهېدلی وي چې هغه نوي څه ورزده کوي.
څومره امکانات چې موږ وينو، دوی له اوله په همدې نړۍ کې شتون لاره.
امکانات يا وسايل له اجزاو جوړ شوي او دا اجزاوې په طبيعت کې موجودې دي.
د نننۍ نړۍ انسان هم لکه د اولنيو انسانانو په څېر د نويو سوالونو په پيدا کولو او هغوی ته د جواب په پلټنه اخته دی.
او هغه فکري تصويرونه ريښتيني کوي چې د کل په شکل وجود نه لري، خو د اجزاو د رايوځای کولو وروسته د استفادې وړ ګرځي.
نننی انسان هم له تېروتنو سره مخ دی، د اجزاو په لټون بوخت دی او د هغه اړتياو لپاره په فکر کې دی چې ورپه غاړه دي.
د فکر د ارتقا دا جريان به تر هغې روان وي، تر کومې چې ټولو ستونزو ته د پای ټکی نه وي اېښودل شوی. خو دلته يوه څرګنده او ناځوابه ستونزه شته، چې لومړني او ننني انسانان خوري. هغه ستونزه د انسان فکر او کړنې ته د پای ټکی ږدي، نو ځکه موږ کله هم د ټولو ستونزو پای ته نشو رسېدی او د فکري ارتقا په مرحله کې دا هيله نشي کېدای چې د انساني ژوند ټولې ستونزې دې خاتمه پيدا کړي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي