قربانۍ د څه لپاره؟
نصرت ارمان
[pukhto]
اختر به موږ ته څنګه خوښۍ راوړي، چې اختر لمانځونکو باندې تياره ده؟
دې ورځ ته موږ په تيارو، وېرونو او مرګونو کې لنډېږو.
د هرې ستونزې زېږونکی انسان ګرځېدلی، موږ د انسان له لاسه ژړېږو، جنګېږو او مړه کېږو.
انسان د انسان دښمن دی! وژونکی او وېره اچوونکی دی ، رڼا وژني. د جوړېدو روحيه به څنګه او کله رامنځته شي؟
موږ تر اوسه تياره خوښوونکي ، د وژونکو ملاتړ کوونکي، د هغوی خبره منونکي چې ما پر تا وژني او تا پر ما وژني. د مخکې تلو پرځای وروسته کېدنه کې مخکې يوو، د ريښتينولۍ نوم مو شرمولی، د عمل په ميدان کې غورځېدلي او په لاپو کې وتلي خلک يوو.
هرڅه وينو خو د پوهې نشتوالی او په ژمنه نه درېدلو مو مبارزه بې نتيجې کړې ده.
کله چې ټول سوله خوښوونکي وي هلته د جنګ شته والی نه وي، نور نو دا د سولې تش په نامه خبرې بس کړئ، ښکاره کړئ چې جنګ غوښتونکي ياست. د شتمنۍ ترلاسه کولو لپاره مو ايمان، افغانيت، غيرت، ژبه او ملي هويت تر پښو لاندې کړی دی.
خپله د هغه ارزښتونو غورځوونکي يوو چې ورته د احترام کولو چغې وهو.
موږ د علم پسې دې لپاره منډې نه وهو چې انسان ته مو خير ورسي، دا ټولې ستړياوې د دې لپاره چې ځان ته خير او نورو ته شر ورسوو، اداره بدنامه، برنامه نيمګړې، خزانه چور او مونږ په کې د بوجۍ د خولې نيوونکي شوو. د وطن او خلکو له غمه مړه نه يوو.
د اختر لمانځنې او قربانۍ د څه لپاره؟ تاسو د انسانانو په وينو تويولو ستړي نه ياستئ؟ د انسان وژنې بندول، د انسان مړول، د انسان د سر پټولو غم درسره شته؟ کومه قربانۍ به مو د پيدا کوونکي په دربار کې د منلو وړ وي؟
د دې لپاره چې سيالي مو برابره او خېټه مو غوړه شي څه څه مو ونه کړل؟ د دې لپاره چې ستا کور جوړ شي، څومره کورونه دې وران کړه؟ د دې لپاره چې په تا رڼا شي څومره دې له رڼا بې برخې کړل؟ د دې لپاره چې ته خوښ شې څومره خلک دې غمجن کړه؟ د دې لپاره چې ته مخکې شې څومره خلک دې شاته کړه؟
کرکه لا خوره ده، وينه روانه ده، ماشينې چلېږي اوبمونه چوي. موږ تل غم ليدونکي، جوړونکي او خوروونکي يوو.
ټول ځانونه د سولې غوښتونکي بولو، خو په حقيقت کې د سولې په نوم ملنډې وهونکي، د هغې په شا کوونکي او د جنګ کاميابوونکي يوو.
نه به مو ورځ له جنګه خلاصه شي نه شپه صاحبه
تر څو چې موږ له زړه نه ونه کړو توبه صاحبه
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي