له سوله مل شينواري سره مرکه

مينه
[pukhto]
د لنډو کيسو پښتون ليکوال ښاغلی عبدالوکيل سوله مل شینواری د هسکې مېنې دولت خېلو کلی کې زیږیدلی، لومړنۍ زده کړې یې په جلال اباد کې کړي، بیا د وخت شوروي اتحاد ته د لوړو زده کړو لپاره تللی او د بيلاروسي د منسک په ښار کې يې په عسکري پیداکوژۍ کې ماسټري کړې.
څوکاله د هېواد په مختلفو پوځي موسساتو کې ښوونکي و، کله چې د ډاکټر نجیب رژیم ړنګ شو، پېښور ته لاړ، په وفا اداره کې يې دخبریال په حیث دنده اجراکړه او د دې تر څنګ دنوي کور نوي ژوند په ډرامه کې له بي بي سي سره هم همکار شو.
په ۱۹۹۵ کال کې سلواک جمهوریت ته مهاجر شوی، هلته له لس کاله هستوګنې وروسته، لندن ته تللی او اووه کاله کېږي چې په لندن کې اوسېږي.
نوموړی د پښتو ژبې یو نوموتی کیسه لیکوال دی چې کيسې په فارسی، اردو ترڅنګ په انګلسیې ژبه هم خپرې شوي او اوس نن سبا به دده یوه ټولګه ((پنځوس میلیونه)) په هندوستا ن کې په هندی ژبه هم له چاپه راوځي. ښاغلی شينواری څه موده وړاندې مازيګر ته راغلی و، موږ ورسره دکیسه لیکنې دفن دغوړیدا په هیله مرکه کړې تاسې یې لوستوته رابولو.
مینه: تاسې په کابل کې کیسه لیکل پیل کړی که کله چې مهاجرشوئ؟
سوله مل : ما د ښوونځي له وخته کیسې لیکلې که څه هم هغه کیسې به دومره معیاري نه وې، ځينې يې په ۱۳۵۸ کې خپرې شوي هغه کیسې د هغه وخت او زما د عمر او تحصيلي درجې له مخې خدای خبر څنګه وې خو یوه نیمه خپره هم شوه، کله چې زه له لوړو زده کړو راوګرځیدم ما څو کیسې ولیکلې او څو یې خپرې هم شوې خو زما دکیسو د پوخوالي مرحله هله پیل شوه، کله چې په پېښور کې وم او په وفا اداره کې مې کارکولو، هلته مې ډېر تمرکز په کیسه لیکلو کړی او تر اوسه کيسې لیکم .
مینه : ځینې خلک په کيسه کې د پېښې او کرکټر په اړه غږېږي، ستاسې په نظر په دې دواړو کې کوم مهم دی؟
سوله مل: داسې مطلق څوک نه شي ویلای چې کوم یو تر بل مهم دی هر څه خپل ځای لري، کیسه بې پېښې نه وي او پېښې وي چې کرکټرونه زیږوي، د پېښې په تکمیل کې کرکټر خپل ځای لري اودا دواړه له یو بل سره تړلي دي سړی نه شي ویلای چي کوم مهم دی .
مینه : ځینې خلک وايې چې کیسه باید له دومره کلمو کمه نه وي او په دومره وخت کې ولوستل شي، خو مونږ چې د نړۍ ځینې کیسې لولو ډېري لنډې وي، تاسې لنډه کیسه کومې کیسې ته وایئ؟
سوله مل: کیسه څنګه چې یې له نامه ښکاري باید لنډه وي، لنډه یواځې د کلماتو د شمېر له مخې نه، لنډه دپېښو او کرکټرونوله مخې. لنډه کیسه د ناول په څېر ډېرو کرکټرونواو ډېر و پیښو ته جوړه نه ده، څومره چې وخت تېرېږي په کیسه کې نوې تجربې راځي، یو وخت داسې محدوديتونه ټاکل شوي وو، چې کیسه باید ۴۰۰۰ کلمې وي ۳۰۰۰ کلمې وي اوس ۶۰۰۰ ته هم رسیږې، خو کیسه په کلماتو نه اندازه کیږی بلکی محدود کرکټرونه او محدودوي پېښې د کیسې بڼه ټاکي، سره له دې هم لنډې کيسې داسې کټه ګوري کیږی: لنډه لنډه کیسه، لنډه کيسه او لنډه اوږده کیسه
یانې اوس کیسې داسې دي فرضا ۳۰۰ جملې لري، یا داسې کیسې چې ۳۰۰۰ یا ۴۰۰۰ یا شپږ اوه زروپوري وي.
مینه : کیسه پیل، اوج اوپاي لري، زمونږ په اکثرو کیسو کې پای تر اژیدي وي فرضا انفلاک پکې وشي، یا ووژل شي، ځوانو لیکوالوته تا سې څه وایاست ؟
سوله مل : رښتیا هم د ۱۹ پېړۍ کيسې او د شلمې د پيل کيسې همدغسې ځانګړتیاوې لري، اصلا تعریفو نه لږ پخوا ني دي، خو حتمي نه ده چې د یو چا په مرګ دي ختمه شي، او لکه پخوا چې خلکو ویل غوټه دي ولري او بیا دې پرانستل شي، اوس کيسه داسې نه ده چې غوټه ولري او حتمي نه ده چې دچا په مړینه دې تمامه شي، کيسه ژوند دی او ژوند پېښې دي پېښې باید تصویر شي هغه که هر څنګه وي او هر فورم چې خپلوي هغه که غوټه ولري که اوج ولري او که نه ، اوس کیسه پېښه ده اود پېښې ژور انځور او روایت دی.
مینه : د سناریو، فلم، ډرامې او کيسې تر منځ په اړیکو لږه رڼا واچوه ؟
سوله مل: سناریو هم کیسه ده، ننداره هم کیسه ده، دا ټولې کیسې دي توپير یې دادی چي کیسې د کتاب په شکل راځي او سناریو او تیاتر د فلم او ښودنې لپاره لیکل کېږي، طبعا لیکل یې خپله ځانګړنې لري هلته به د لوبغاړی حرکت لیکې د اواز تون به یې لیکې میمیک حالت به یې لیکې د غږ تون به یې لیکي او دا به څرګندوې او لیکې چې شپه ده، ورځ ده. خو
که لنډه کیسه وي که تیاتر ي ننداره او که سناریو دټولو شمزۍ اوپه زړه پورې والی ښه کیسه جوړوي.
مينه: ځينې خلک نيوکه کوي، چې يو شمېر کیسې بربنډې صحنې لري، ستاسې یوه کیسه مې لوسته په یوه صحنه کې د مجاهدینو د وخت یو وزیر ته جينۍ مخامخ په چوکۍ کېني، نو د هغه خوله ورته اوبه پرېږدي او وایې : دا دومره اوږده نوکان دې په استنجاْ کې نه په عذابوي؟
سوله مل : زه کیسې د پېښو او واقعاتو د ژورتیا لپاره لیکمه زه په دې عقیده یم چې کیسه ژوند دی او ژوند چې څنګه دی هغسې باید تصویر او روایت شي. څنګه چې پېښې دي او دپېښې په وړاندې دکرکټر عکس العمل دی کیسه لیکوال باید هماغسې هغه پیښه او د هغې په وړاندې د کرکتر غبرګون راواخلي له هغې پرته د یو اثر خلقت او استونه ښه نه شي انځوریدای، زه وایم ژوند چې څنګه دی هماغسې باید تعریف شي.
مینه: په وروستیو کې د جادوي ریالیزم اصطلاح يادېږي، دا څه مفهوم لري ؟
سوله مل : جادوي ریالیزم د نن سبا معمول ژانر دی او ډیری لیکوال یې د لا تينې امریکا دي. جادوي ریاليزم د جادو، افسانو اورښتيا و ترمنځ یو ګډوله ده، داسې ګډوله لکه د پخوانیو افسانواو د دیوانو او پیریانو له کیسو سره چې د ژوند ریښتیا یو ځای کړئ دا د واقیعتونو افسانوي کول دي.
مینه : تاسې يواځې کيسې ليکئ که شاعري هم کوئ ؟
سوله مل : ما د ډېرو نورو ليکوالو په څېر خپل ادبې فعالیت په شعر پيل کړی، خو د شعر وخت ډېر لنډ و، په هغه وخت کې شپږم اوم صنف کې وم بیا مې شعر نه دی لیکلی خو د کيسې تر څنګ مې علاقه نورو برخو ته هم ده لنډې خاکې مې هم لیکلي دي.
مینه : ما ستاسې د کيسو یو کتاب لوستی او خبر شوی یم چې ستاسې کيسې انګلیسي ته هم ژباړل شوي؟
سوله مل: زما دکیسو دوه ټولګې چاپ او دواړه انګلیسې ته ژباړل شوې یو د(پنځوس میلون) ټولګه ده، چې یوې امریکایي خپرندوی موسسې دا کتاب چاپ کړی .
او بل (زړه کلا) چې انګلیسې کې مې د (باران) نو م ورکړی چې په کابل کې دافعانستان ټایم خپور کړي
مینه : شینواري صیب څو اولادونه لرئ او په څه بوخت دي؟
سوله مل : زما یو زوی دی هغه ښوونځي ته ځي.
مینه : تاسې بهر اوسېږئ راستنېدو ته مو اراده شته؟
سوله مل : اراده مې هم ده او تلوسه مې هم ده، خو دا دې پورې اړه لري چې وروستۍ پرمختياوې کومې خواته ځي، که حالات د ثبات په لور لاړل نو انشا الله راځم به، هر ځای خپلې ښېګڼې او نیمګړتیاوې لري، هلته د ژونداسانتیاوې ډېرې دي، بيا تراژيدۍ هم لري او بدۍهم لري کلتوري اوفرهنګي توپير ونه شته، هلته عمده خبره داده چې هلته خپل هويت نه شې ساتلی، د يو ليکوال په حيث د يو شاعر پر حيث تا څوک نه پيژني، پښتانه درسره مخ کېږي خو پښتانه د خپلو مسايلو د بررسۍ لپاره د راټوليدو ډېر کم توان لري، هر څوک کار کوي بې له کاره ژوند مخکې نه شي وړلای، د خپل منځي راټوليدو لپاره ډېر محدود وخت لري .
مينه : ستاسې کتابونه چې په انکليسي خپاره شوي تاسې ته يې څه مادي ګټه ورسيده؟
سوله مل : هغه کتاب چې په امريکې کې خپور شوی هغه د قرارداد له مخې د ګټې فيصدي راکوي . ماته له تصور نه ټيټه ګټه لاسته راغلې هغه خپرندويه ټولنه سره له دې چې ډېره پخوانۍ ده څه کم يوه پيړۍ مخکې جوړه شوې،خو مشهوره نه ده هلته د هر کتاب د خپرېدو لپاره باید ډېر تبلیغ وشي اوبل دا چې دلنډو داستانونو په پرتله لوی ناولونه ښه بازار لري .
مینه : دلته هم تر کیسو د ناولونو بازار ښه دی په کوم ناول خو مو فکر نه دی کړی؟
سوله مل : زما دوه مجموعي په پام کې دي چې داراووځي یوه د ښځوپه باب مجموعه ده بله مجموعه د عمومې کيسو ده چې رنګارنګ موضوعات به پکې وي دا مې تر لاس لاندې د، کار پرې کومه داچې چاپ ته لاړي شې نو بیا مې پریکړه ده چې په نورو ادبي فعالیتونو لاس پورې کړم.
مینه : په غونډو، کنفرانسونو او مشاعرو کې خو ګډون کوې، د ننګرهار فرهنګي فضا درته څنګه ښکاري؟
سوله مل: ډېره عالي دننګرهار ادبي بهېرونه ښه دي خو نور هم ښه کېداي شي په غرب کې چې کومې تجربي دي، د پرمختګ لپاره د ودې لپاره، کمه ګټه ترینه اخيستل کېږي دا بهيرونه باید له نړیوالو سره همزمان په مخ لاړشي .
مینه : خبر شوی يم چې کوم انګريز ستاسې په کيسو مقالې لیکي ؟
سوله مل : زما یو انګریز دوست دی نایجر نومېږي لیکوال او کره کتونکی دی، هغه زما یوه کيسه لولي او بیا پرې کره کتنه کوي او کیسه معرفي کوي په راتلونکې کې زه غواړم داکيسې دده له کتنې سره په انګلیسې چاپ شي او دغه کره کتنه پښتو ته هم وژباړل شي چې زمونږ کر ه کتونکي ترې ګټه واخلي.
مینه : دکيسې د جوړښت په اړه کوم تخنيکي مهارتونه شته ؟
سوله مل : ما همېشه دا ویلې که کيسه لیکل یا کوم بل ادبي ژانر وي، زما عمومې عقیده دا ده چې په يوخلقت کې دانسان طبعي استعداد ډېر مهم دی، ځينې استعدادونه په ماشومتوب کې معلومېږي، پیکاسو دوه کلن وو اوله کلمه چې دده په خوله راغله پنسل و، یا فرضا د اتر يش یو ډېر لوی کمپوزیتورموتسارد په دوه کلنۍ کې پیانو غږول زده کړي، نو طبيعي استعدادونه حتمي او اړین دي، دا استعدادونه څرنګه ایجادېږي او وده کوي، دا ریاضت او روزنې ته اړتیا لري، د کیسه لیکنې په تخنیک فوکس ګټه نه رسوي، ځینې وخت چوکاټونه مات شوي او شاهکار رامنځ ته شوي.
مینه : که له مونږ کومه پوښتنه پاتې وي او تا ته مهمه وي ؟
سوله مل : ټولې پوښتنې وشوې، دمينې مجلې لابریا غواړم چې لارنګینه شي.
مینه : ډېره مننه خوشاله اوسې.
سوله مل : مننه ښې چارې.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي