67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

له کوچنۍ دندې یې پیل کړه

نور عمر

[pukhto]
په دې موضوع بحث کوو خو زه به مخکې له دې یوه کیسه وکړم
هغه داسې زما یو ملګری چې څو کاله مخکې له پوهنتونه فارغ شو، نو لومړۍ ارزو یې دا وه چې هغه اوس په خپل مسلک او یا کوم بل بخش کې ځانته دنده واخلي تر څو د کور او خپل ضرورتونه رفع کړي او اهمه خبره دا ده چې ټولنې ته د خدمت کولو مضدر وګرځي، خو وروسته د هغې تګلاره یوازې پیسو پورې وتړل شوه، د پوهنتون زده کړیالان د خپلې زده کړې پرمهال دا وايي چې زه به ان شاء الله په راتلونکي کې د خپلې ټولنې د خدمت مضدر ګرځم، په دې برخه کې دوه ډوله زده کړیالان دي یو هغه چې خپل همدغه هوډ تر اخره جاري ساتي او کامیاب هم وي، خو ځینې بیا خپل خدمت د پیسو پورې محدودوي، چې بیا هغوئ د خپل اړتیا وو ته په کتو په کم معاش کار نه کوي، نو زما ملګری هم له دې ډلې شو چې په کم معاش ده کار نه کاوه، او په زیات معاش ورته دنده نه پیدا کېده، زما یو بل ملګری چې په ورته وخت کې له ده سره د ژورنالیزم نه فارغ شو په ډېرو کمو پیسو یې په هماغه اداره کې دنده پیدا کړه، چې په هغې پیسو نه د دې ضرورت رفعه کېده او نه یې هم د دوئ کورني ضرورتونو ته بسنه کوله. خو د وخت په تېرېدو هماغه شخص نن په هماغه اداره کې رییس دی خو زما هاغه بل ملګری تر اوسه بې دندې ګرځي.
راځو خپل بحث ته.
وګړي ټول د ډېرې شتمنۍ او د ډېر ستر شخصیت خوب له ځان سره لري، خو ولې دوئ د ډېرې شتمنۍ او ستر شخصیت جوړولو په تګلاره نه پوهېږي چې څنګه ځانته داسې یوه تګلاره غوره کړي چې د وخت په تېرېدو هم ستر شخصیت ووسي او هم د شتمنۍ خاوند شي.
تاریخ ګواه دی نن هاغه څوک ډېر ستر شخصیتونه دي او هاغه څوک ډېر شتمن دي، کومو چې له کوچنیو دندو کار پیل کړی و، نن هاغه کمپنۍ او ادارې چې مالکان یې د نړۍ پېژندل شوي شخصیتونه او ډېر شتمن دي یو وخت په همدغه کمپنیو او ادارو کې عادي کارکوونکي وو.
که مونږ د پوهنتون له فارغېدو همداسې یو ځل د ډېرې شتمنۍ او غټ شخصیت تمه له ځان نه ولرو نو هیڅ وخت به مخکې لاړ نه شو، ځکه زمونږ د پوهنتون دوره یوازې او یوازې د کتاب او استاد پورې تړلې ده خو ځینې داسې شاګردان هم شته چې د خپل درس په وختونو کې هم د روابطو او ملاقاتونو زیات لیواله دي. دلته زما هدف یوازې له هاغه اشخاصو نه دی چې هغوي د پوهنتون په وخت کې یوازې په کتاب پراته وو او د پوهنتون د خلاصیدو سره سم یې په ایینه کې ځان د نړۍ ستر شخصیت ولید حال دا چې دې تر اوسه عملي میدان ته نه دي وردانګلي، ځکه د پوهنتون دوره یوازې نظریاتو پورې تړاو لري، خو عملي کارونه د پوهنتون په ختېدو او هاغه نظریاتو ته د عمل جامې وراغوستلو پورې تړاو لري.
که ته د پوهنتون په خلاصېدو د داسې دندې په لټون کې شې چې هغه ستا د سویې نه ډېره پورته وي، او ته د هغې نه مخ نه ګرځوې او د هماغې غوښتونکی یې نو دا به ستا له خپل ځان سره غټه جفا وي، ځکه ته به خپل وخت په ډېرې اوزګارۍ کې تېر کړې. بله منفي خبره په کې دا ده چې ته د پوهنتون نه د خلاصېدو په لومړي سر کې د داسې دندې په لټون کې شې چې ته د هغې وړتیا په ورته وخت کې نه لرې؛ نو دا هم ستا له ځان سره زیاتې دی، بناء که تاته همدغه دنده در هم کول شي نو ته څه فکر کوې ته به دا خپله کمه تجربه دومره لوړ بست ته ورسوې؟
ایا ته به د دومره کمې تجربې سره چې یوازې په پوهنتون کې دې نظري بڼه باندې لوستې د دې توان ولرې چې د داسې اشخاصو په مخکې فریزینټیشن ورکړې چې د هغوي په مقابل کې درېدل هم اوس ستا زده نه وي؟
ایا ته به خپل کارکوونکي د دومره کمې تجربې سره ښه مدیریت کړې؟
ایا ته به د هاغه شخصیتونو په مقابل کې څنګه له هغوي دا پوښتنه وکړې چې په لومړي سر کې هغوي ستا د بست مستحقین دي؟
تر ټولو اهمه موضوع دا ده که ته چرته اوس دومره لوی بست کې مقرر شې نو ته د وخت په تېرېدو د خپلې کمې تجربې په اساس له هغه ځایه منفق کېږې ځکه ته به د هغه وړتیا نه لرې او مالک به له تا ښه کار غواړي. له کوچني یې پیل کړه مونږ سره ډېرې مرستې کوي چې زه یې تاسو په لاندې ټکو کېږدم.
۱ـ له دندې ترسره کولو سره به روږدی شې
دا هاغه موضوع ده چې زمونږ او ستاسو په اداري چاپیریال کې ستر رول لري، ځینې اشخاص په ډېرو ښو پوسټونو او موقفونو کې مقرر وي، خو د هغوي ناداني چې له دندې سره بلد نه وي، د دې لامل کېږي چې د وخت په تېرېدو خپله دنده له لاسه ورکړي. خو که مونږ خپله دنده له کوچۍ دندې پیل کړو مونږ به هم له دندې سره بلد شو، او هم به مو په اداري چاپیریال کې د دندې زغم زیات شي، کوچنۍ دنده مونږ سره مرسته کوي چې مونږ ستره دنده بیا څنګه پرمخ یوسو؟
۲- تېروتنې به درس درکړي
دا معلومه خبره ده چې د کمو تجربو اشخاص په خپلو دندو کې ډېرې تېروتنې هم کوي، دلته تېروتنه دوه ډولونونه لري.
ـ عادي تېروتنه
ـ ستره تېروتنه
که زمونږ دنده کوچنۍ وي، او مونږ عادي تېروتنه وکړو، نو ښايي د هغې زیان ډېر محدود اوسي، که مو تېروتنه ستره ووسي، نو بیا هم دومره ستره اغېزه زمونږ په اداره نشي غورځولای ځکه زمونږ دنده کوچنۍ ده؛ نو خامحا به مو مسئولیتونه هم کوچني اوسي، کله مو چې مسئولیتونه کوچني شو نو بیا که مونږ هغې کې تېروتنه هم وکړو نو دومره د اندېښنې خبره به نه اوسي، ځکه مونږ د ادارې یو محدود ځای ته زیان رسولای.
خو که زمونږ دنده ستره اوسي، نو معلومه خبره ده چې مونږ به یا د ادارې مرستیال اوسو یا به رییس او یا به هم بل داسې شخصیت چې اداره په هغه پوره ملا تړي، مطلب زمونږ مسئولیت به هم ستر اوسي. کله چې زمونږ مسئولیت ستر شو، او بیا مو په هاغه ستر مسئولیت کې تېروتنه وکړه، نو زمونږ اداره پرې ډېر ټیټ مقام ته راغورځېږي، او د ادارې موقف او خپل شخصیت مو ورسره راښکته کېږي.
نو په وړه دنده کې مونږ د تېروتنو نه زده کړه کوو، او وروسته په سترو دندو کې د تېروتنو مخه په اسانۍ سره نیولای شو.
۳ـ ګټه په تاوان کېږي.
دا د پښتو ډېر مشهور متل دی، که چیرې مونږ دې ته په وړه سترګه وګورو نو دا به زمونږ ژوند د ډېرو ننګونو سره مخ کړي. د ارواپوهنې زیاتره استادان او غټ لیکوالان په دې عقیده دي چې یو شخص که په لومړي سر کې د ماتو سره مخ شي؛ نو له هغه به ستر شخصیت هم جوړ شي.
دلته موضوع تاوان پورې ده. که مونږ له پوهنتونه فارغ شو، او په وړه دنده مو کار پیل کړ چې معاش یې هم زمونږ د ورځني اړتیا پوره کولو توان نه لري؛ نو دا به یوه اندازه تاوان وي ځکه مونږ به خپل قیمتي وخت په داسې یوه دنده کې راګېر کړی وي چې اړتیاوې مو تر نه پوره کېږي، خو که مونږ له بل اړخه وګورو همدغه وړه دنده مونږ ډېر سترو موقفونو ته رسولای شي. یوه انګریز لیکوال چې اوس یې نوم هم نه راځي په خپل کتاب چې کوم افغاني لیکوال پښتو ته راژباړلی و یوه کیسه لیکلې وه.
هغه ویل یو کارکوونکي په یوه اداره کې په ډېره وړه دنده او کم معاش کار پیل کړ، هغه به تل د سترو شخصیتونو خصوصیات ځان کې کتل، دا کار کوونکی به سهار د نورو کارکوونکو په نسبت پنځلس دقیقې مخکې دندې ته راته او ماښام به هم له هغوي وروسته له کار ځایه وته. ان دا به دومره وختي راته او دومره ناوخته به له کار ځایه واته چې رییس یې هم حیران کړی و، ځکه رییس به سهار له ټولو لومړی او ماښام تر ټولو وروستی د نورو کارکوونکو نه واته، خو دا کارکوونکی په رییس هم باندې و، یوه ورځ رییس دا خپل دفتر ته وروغوښت او هلته یې تر وپوښتل چې ته ولې دومره وختي راځې او دومره ناوخته ځې؟
کارکوونکی ورته وویل زه غواړم ستر شخصیت ووسم او په خپل کار کې پرمختګ وکړم.
هماغه و، چې د وخت په تېرېدو سره به چې کوم سخت کارونه و، ریس به ده ته سپارل او ده به هم ډېر په ښه شکل ته سرته رسول، یو وخت داسې هم راغی چې همدا وړوکی کارکونکی په هماغه غټه اداره کې د رییس مرستیال وټاکل شو. نو له دې کیسې دا جوتېږي چې دې کارکوونکي په محدود معاش او وړوکي موقف ځان دومره ځای ته ورساوه، علت یې دا دی چې ده حوصله ونه بایله او ګټه یې په تاوان وکړه.
۴- د شتمنو تازیخ مطالعه کړه
په نړۍ کې شتمن سخت ډېر دي، خو د زیاتو شتمنو شمېر بیا په غربي نړۍ کې ډېر پرمختګ کړی دی، کله چې مونږ د نړۍ د شتمنو اشخاصو تاریخ مطالعه کړ، نو اکثریت به داسې راووځي، چې هغوي له ډېرې وړې دندې شروع کړې وه، تر ټولو ښه بېلګه یې د فسبوک کمپنۍ مشر مارک زکبرګ چې په اوسنۍ نړۍ کې د ټکنالوژۍ پلار دی، هغه په لومړي سر کې فسبوک جوړ کړ او یوازې د خپلې ادارې اداري کارونه یې پرې سر ته رسول خو، وروسته هغه پوه شو چې له دې نړیوال هم استفاده کولای شي، هماغه و چې فسبوک کارولو ته یې ساحه پراخه کړه او نن ترې دومره شتمن شخص ووت چې اندازه یې تاسې ته هم شته.
۵- زغم ولره
زغم زمونږ د ژوندانه ډېره معقوله جمله ده، ځکه زمونږ ژوند په زغم ولاړ دی، که مونږ زغم له لاسه ورکړو نو ښايي زمونږ ژوند هم د ډېرو ننګونو سره مخ شي.
که مونږ زغم ولرو نو لاندې موارد مو ښه پرمخ تللای شي
ـ د کار په وخت نه ستړي کېږو
ـ د کار د نشتون په صورت کې حوصله راکوي
ـ روښانه ايندې ته مو هڅوي
ـ کاري قوت رازیاتوي
ـ ذهني فشار نه مو ساتي
ـ په کم معاش او وړې دندې مو صبر کوونکي کوي
ـ د ننګونو پر وړاندې مو قوت ډېروي
ـ په اسانۍ نه تسلېمېدونکي یو
او داسې نورې ډېرې خبرې دي چې مونږ یې د زغم په وسیله ځان کې لیدای شو.
۶- مه تسلېمېږه
که مونږ چرته د خپلې وړتیا نه په وړه دنده کې کار کوو، نو دا د شرم خبره نه ده، ځکه په وړه دنده کې مونږ غټې تجربې لاس ته راوړو، او بل دا چې که مونږ د زینې په لومړۍ پایه پښه کېنږدو، نو اخیري پایې ته خو یې په یو ځل نه شو رسېدلای.
همدا لامل دی چې مونږ به په تدریجي ډول خپلو هیلو ته رسېږو او ځان په په ایئنه کې ستر شخصیت وینو، د دې لپاره به مونږ وړې دندې هم سرته رسوو، او د وړو خلکو سره به ناستې هم کوو، خو که مونږ د وړې دندې او وړو خلکو سره د ناستې نه صرف نظر شو، نو دا بیا مونږ روښانه ایندې نه درلودلو ته تسلیم شو.
په کار داده چې مونږ یې له کوچني پیل کړو او ژر تسلیم نه شو، زیاتره وګړي کلونه کلونه خپل مرال ته نه رسېږي خو هغوی نه تسلېمېږي همدا لامل شي چې د وخت په تېرېدو د هغوي شخصیت ستر شي، ځکه هغوي وړه دنده وکړي، انتظار وباسي او تسلیم نه شي.

[/pukhto]

3 خوښونې

اړوند مطالب

د مازیګر بنډار شلمه ناسته وکړه
‎د خوبونو دنیا
د ملکي خدمتونو د کانکور لارښود
تابوت
ما پوهنتون ولې پرېښود؟
بريالۍ وينا
يتيم
د مدیر لیک

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اکتوبر 2017
S S M T W T F
 123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
28293031  
« Sep   Nov »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /