لوبه
ممتاز اورکزی
[pukhto]
زه د کله نه په منډه يم ؟ دا خو ما ته هم پته نشته،خو زه مسلسل منډې وهم ځکه چې ما پسې د تورو، برګو، خړو او سپينو سپو لښکر دی، دوی غواړي چې ما وداړي او ډېر ډېر ځل يې داړلی هم يم، خو لا په دې نه دي توانيدلي چې ما مکمل وخوري، زما وجود له مينځه يوسي.
زما وجود به دوی پخوا له مينځه وړی و، خو زه کله کله د خپلو ژغورونکو غږونه آورم، بې شکه دا غږونه ډېر تت دي، دومره تت چې زه يې د سپو په غپا کې په مشکله آوريدلی شم او يا يې احساسولی شم، خو بيا هم ما ته دغه تت غږونه احساس راکوي چې زما ژغورونکي شته.
زما ژغورونکي کيدای شي لکه زما په منډو منډو ستړي شوي وي، مرۍ يې وچې شوي وي، غږونه يې ناست وي،خو بيا هم کيدای شي لکه زما منډې وهي او زما د ژغورنې د پاره زما په لور راروان وي.
دغه احساس په ما کې يوه نوې توانايي راپيدا کړي، ما نه خپله ستړيا هېره شي او زه خپله منډه داسې ګړندۍ کړم چې د سپو غپا ډېره تته تته آورم او کله کله خو بيخي غپا غيبه شي.
ما ته دغه وخت د تحفظ احساس وشي چي زه بيخي محفوط يم، ما ته اوس هيڅ خطره نشته، خو ډېر ساعت نه وي تېر چې د سپو د لښکر غپا بيا زما تر غوږو شي.
زه بيا پاڅم او منډه پيل کړم، په منډه منډه کې زه کله کله فکر کوم چې زه د چا په لور منډې وهم؟ چرته منډې وهم ؟ خو د سپو را نېزدېکيدونکي غپا ما دې فکر ته نه پريږدي، زه بيا منډه ګړندۍ کړم !
آخر زه يو داسې ځای ته ورسم چې هلته زما ژغورونکي زما په انتظار وي، زه د دوی او دوی زما په ليدو دومره خوشاله شي چې له خوده وځوو .
دوی لا زما زخمونه هم سم نه وي کتلي چې د تورو، خړو، برګو او سپينو سپو لښکر را ورسي.
زما ژغورونکي د سپو له لښکر سره ونښلي.
سپي ډېر وي او خونخوار وي او زما ژغورونکي لکه زما تش لاس وي،خوبيا هم د سپو مخه ونيسي، د سپو سره مشت و ګريوان شي، وينې ر وانې شي.
مقدسي وينې او مردارې وينې سره ګډې وډې شي، هيڅ بيلتون يې نه کيږي.
زما ژغورونکي دلته بيا ما وبايلي، زه په مقدسو او مردارو وينو کې لړلی بيا په منډو شم.
د سپو لښکر بيا په ما پسې شي، زما ژغورونکي د مړو په پورته کولو او د زخميانو په درملنه بوخت شي.
زه چې اوس لږ دمه شوی يم، منډه مې هم د پخوا نه لږه تېزه شوي ده، سپي ستړي شوي دي، خو راپسې دي .
اوس چې ما دمه کړې ده، نو په منډه منډه کې هم دا فکر کوم چې زه به څو پورې منډې وهم؟ چرته به ځم؟ سپي به څو پورې زما داړلو او ټوټې کولو ته ليواله وي؟
د مقدسې او مردارې وينې لوبه به تر څو پورې جاري وي؟
زه په دې حقله نور فکر نه شم کولای،ځکه چې د تورو، برګو، خړو او سپينو سپو غپا واضحه شوه، زه خپلې منډې ته دوام ورکوم!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي