67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

لوڅ شخصیت

صمیم روحاني

[pukhto]
په اوسني زمان کې د یو چا شخصیت پیژندل خورا ستونزمنه او ‌‌‌‌‌‌ډېره معلقه چاره ده، ځکه دلته د ښه شخصیت کولو تمثیل زښت زیات دی، هر څوک دا ادعا کوي چې، زه یو ښه او نېک شخصیت یم او په ځان کې به هیڅ نوعه د بدۍ څرک نه ګوري، کوم اعمال چې ترسره کوي، ښه او بهترین به ورته ښکاري خو، حلان کې دا اعمال به د خلکو او ټولنې لپاره ‌‌‌‌‌‌ډېر مضرر تمامیږي.
دغه ‌‌‌‌‌‌‌ډول خلک د انسانیت په ټولو پولو او سرحداتو تېریږي او هغه اصول او قواعد چې د یو چا ښه شخصیت ثابتوي، د پښو لاندې کوي.
په دې ناعلاجه ناورغۍ اخته افراد د شرم په نوم هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول څیز نه پيژني او خاص د ځان مطرح کولو لپاره نمایشي عملونه اجرا کوي، د یادو وګړو وجدان او ضمیر دواړه په اصل کې مړه وي او ‌‌‌‌‌‌ډېر یو بېغیرته او پست انسان هم وي.
څنګه د یو چا شخصیت په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړو؟
که غواړئ چې د یو چا اصلي څهره وپيژنئ او شخصیت یې ور معلوم کړئ، نو لومړی د هغې خلکو کړه وړه، حرکات او سکنات په پوره مانا مطالعه کړئ، وروسته یې په کلي، کور کې پوښتنه وکړئ چې، د نوموړي فرد اخلاق او نور اجتماعي چال، چلند څنګه دی، ورپسې یې وګورئ چې، د انسانیت لوې نوم ته څومره مقید دی.
که د یو چا په اړه مو پورته یاد شوي نقاط مطالعه کړل او ټولو پکې شتون درلوده، نو همدا کس یو وړ شخصیت دی.
رحمان بابا وایې؛
په ظاهر لباس یې مه سه ای رحمانه
منځ یې ګوره چې چغزي دی که مټاک
د دروند شاعر بابا له قوله، د یو چا ظاهري ښکلا د هغې د شخصیت په ښه والي دلالت نه کوي او نه یې هم موږ ښکلا د تائيدولو لپاره معیار ټاکلی شو، بلکې باطن یې وګوره چې، هغه په خپل درون کې څومره په اوبو کې دی.
د یو چا شخصیت پيژندنې لپاره پلټنه هم اړین توکی دی، نوموړي کس ته ښه ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت ورکړئ او د وخت په دوران کې یې وپلټئ چې د یاد کس په خوي او حصلت ښه اګاه شئ.
ځکه په ننني عصر کې ‌‌‌‌‌‌ډېری وګړي د ښه شخصیت دعوې کوي او تل کوښښ کوي چې نورو ته ځان ښه ثابت کړي، خو تر ټولو مضرره خلک بیا همدا دي، ځکه دوی د ځان ښه ثابتولو له هنره برخمن وي، ددې ټولو باوجود، د داسې انسانو کړنې هم وڅارئ چې څومره یې مثبتې دي او څومره منفي.
څنګه خپل شخصیت جوړ کړو؟
دا داسې یوه پوښتنه ده چې، هر انسان یې باید په ورځ کې په معمول ‌‌‌‌‌‌ډول له ځانه وپوښتي، ځکه همدې پوښتنې ته ځواب پيدا کول، د انسان په شخصیت جوړونه کې اعظمي رول لوبولی شي.
[/pukhto]

8 خوښونې

اړوند مطالب

د لغمان والي ښاغلی ننګ صاحب
سملاسي مشاعره
سملاسي مشاعره
غوټه
د مازيګر بنډار ۲۴مه ناسته وکړه! ‎
پيشوګان چې انسانان کېږي!
پوښتنې؟؟؟
… او د وطن زوی ته يو بل قرض ور له غاړې شو!

تبصرې

  1. ismatullahzaland – مارچ 25, 2020 - 9:24 pm:

    زه د کابل نننې برید د انسانېت او بشریت پر وړاندې ستر جنایت بولم، ولو که هر چا او هرې ګورو ترسره کړی وي.
    ځکــــه اسلام هم د داسې اعمالو تر سره کولو څخه منع کړی اود داسې اشخاصو وژنه یې مطلق د مسلمان په څېر حرامه کړی، او سرغړوونکې یې باید مجازات او په جزا ورسیږی، ځکه د هغه چا وژنه او ازار مه اخله چې تاته ضرر او تاوتن نه رسوي.

  2. ismatullahzaland – مارچ 25, 2020 - 9:26 pm:

    زه د کابل نننې برید د انسانېت او بشریت پر وړاندې ستر جنایت بولم، ولو که هر چا او هرې ګورو ترسره کړی وي.
    ځکــــه اسلام هم د داسې اعمالو تر سره کولو څخه منع کړی اود داسې اشخاصو وژنه یې مطلق د مسلمان په څېر حرامه کړی، او سرغړوونکې یې باید مجازات او په جزا ورسیږی، ځکه د هغه چا وژنه او ازار مه اخله چې تاته ضرر او تاوان نه رسوي.

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

مارچ 2020
S S M T W T F
 123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
28293031  
« Feb   Apr »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /