67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

مارغانو ته مې سودا وي

عزت الله شمسزی

هره یکشنبه سهار زه خپل کور ته نږدې Frances پارک کې د سیند په غاړه منډې وهم. د پارک په یوه کونج کې کوچنی جهیل دی.‌پخوا به چې هرځل زه ددې جهیل تر ترڅنګ تېرېدم، یوه زړه ښځه به مې لیدله چې د اوبو په څنډه کې به کوچني لرګینې پنجرې سره ناسته وه.
دا دوه اوونۍ مې قرنطین ډېر جدي نیولی و ،‌ له کوره به یوازې سودا پسې وتلم.‌ پوزپټ، لکه غل به سټور ته ننوتم،‌ په منډه منډه به مې خوراکي‌ شیان راټولول او بېرته به کور ته راتلم. اولو ورځو کې خو وهم او ډار دومره زیات و چې په ګراج کې به مې تیار یو جوړه کالي‌ ځان ته ایښي وو، چې کله به راغلم، لاسونه به مې پاک کړل اول به مې کالي‌ بدل کړل او بیا به مې سودا په احتیاط احتیاط کور ته راننویستله.
نن مې غااااټ زړه وکړ، ما ویل راځه دې پارک انډیوال ته به سر ورښکاره کړم، که منډه ونه شوه د هغو مارغانو یارانو خبر خو به واخلم. د سپورټ کالي مې واغوستل، لږ څه اوبه او نور شیان مې هم موټر کې واچول. ما چې د سیند پر غاړه پارکینګ کې موټر ودراوه هغه زړه ښځه مې ولیدله چې دخپل موټر خواته روانه وه. حیران شوم، يوه اندازه نږدې ورغلم. پخوا مې هم ورسره یو څو ځله خبرې کړې وې، پوښتنه مې ترې وکړه:
– ته لکه له دې بلا نه ډارېږې؟‌
– ولې نه (په خندا) له موږ سره خو یې ډېره ورانه ده.
– ښه نو ته اوس هم پارک ته راځې، زه دا دوه اوونۍ نه وم راغلی.
– هو، پارک ته په منډه راځم، دې بتکو او هیلیو ته لږ خوراک ور وغورځوم او بېرته ځم. دومره نه پاتې کېږم. پخوا ښه و خلک ډېر راتلل، خلکو به دې مارغانو ته یو نیم شی راوړل، اوس مې ورته ډېره سودا وي.
پارک کې مې منډه وهله، خو ذهن کې مې د بوډۍ خبرې ګرځېدې.
“مارغانو ته مې سودا وي”
له ځان سره مې ویل،‌ رښتیا چې (ډېر تفاوت وي‌ په انسان کې دمانا په لحاظ)
دلته خلک مارغانو ته هم اندېښمن وي چې وږي‌ پاتې نه شي او هلته زموږ وطن کې چارواکي انسانانو ته مرسته شوي غنم پټوي.

3 خوښونې

اړوند مطالب

سیاسي ګوندونه
مړه څه شی و یار
جرم او جزا
د ګلونو ورځ
د مازیګر بنډار اومه ناسته وکړه!
بريالۍ وينا
سپينه خبره
په کابل کې د روغتونونو څه حال دی؟

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اپریل 2020
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
252627282930  
« Mar   May »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /