ما پوهنتون ولې پرېښود؟

نصرت ارمان
[pukhto]
وروستۍ برخه
په ننګرهار پوهنتون کې مې صنف معلوم شو او د ورننوتو وروسته ماته د کابل پوهنتون ټولګی سترګو ته شو. د دې او هغې تر منځ زيات توپير و، دا اوله ورځ وه، محصلين لا پوره نه ول راغلي، بې شماره چوکۍ ګډې وډې پرتې وې.
د صنف په نماينده مې حاضرۍ کې نوم ورساوه، حضرت شاه نومېده. اوس دلته په راتلو پښېمانۍ ګټه نه لرله، خو هلته د کابل ټولګي هېرول دومره ستونزمن و چې بيا، بيا به يې ارماني کولم. دا ټولګی يې راته بې خونده کاوه. او وروسته خو له دې وېرې نه تلم چې زړه مې په کې ونه چوي!
خو ما بايد ځان کلک کړی وی. څو ورځې پرلپسې وختي پوهنتون ته لاړم، تر څو لومړي کتار کې چوکۍ ونيسم، خو سبا به چې لاړم هغه چوکۍ به نيول شوې وه. اونۍ وروسته صنف تر دروازې پورې ډک شو، دلته چوکۍ ۱۰۰ وې خو محصلين ۱۲۵ ته رسېدل، چې کوم به ناوخته راغلل بيا يې نو د ناستې چانس هم د لاسه ورکاوه او دروازه کې به ولاړ پاتې کېدل، ځکه صنف کې به د نور ځای ګنجايش نه و. يوه ورځ چې زه چوکۍ کې په تکيه ستړی شوم، نو پښې مې په يو بل واړولې، د معروف شاه خان ساعت و، چې راپام يې شو او زما په يو بل اړولې پښې يې ولېدې نو له غوسې يې مخ سور شو.
– سم کېنه! ګنې په يوه لغته دې پلار ته ور رسوم.
ژر سم شوم، زده کوونکو وخندل او زه پوی شوم چې دلته استادان لغتې هم وهي. نور مې له اول کتار نه زړه تور شو او د دې لپاره چې بيا له داسې پېښې سره مخ نشم نو وروستي کتار کې مې ناسته خوښه کړه.
دلته تقريباً څلور ساعتونو کې يو ساعت د حاضرۍ په اخيستو تېرېده او هغه هم داسې چې په هر ساعت کې به بيا بيا اخيستل کېده. او ما به له وروستي کتاره د حضرت شاه خولې ته سترګې نيولې او غوږونه څک کړي وو، چې نوم مې واورم او صيب وکړم.
که څه هم صنف په څلور ګروپونو تقسيم شوی و چې A, B, Cاو D نومونه ورته غوره شوي وو او زما نوم د D ګروپ وروستی نوم و او په وخت به مې صيب کاوه، خو ډېر کله به داسې پېښېدل چې ناست محصل په غير حاضر شو، بيا به حضرت شاه د نوم ويلو سره په ډک صنف کې سترګې هم د کس پسې ګرځولې.
کله چې موږ نه وغوښتل شو د پوهنتون لپاره کارتونه جوړ کړو، نو ما فکر کاوه چې دا به د نويو زدکوونکو لپاره وي، خو وروسته پوی شوم چې دې پوهنتون ته تر اوسه هر کس راننوتی شو، ګنې کابل پوهنتون کې خو به که کله له ما کارت په جامو يا اتاق کې پاتې شو، نو مجبور به وم چې بېرته ورپسې وګرځم.
او هلته يې په درېيمه ورځ موږ ټولو ته کارتونه وويشل. خو دلته هره ورځ غوښتنه کېدله او معاون حضرت تسل حضرتي به راننوته.
د هغه د خبرو پيلامه به دا متل و چې؛ ماشوم ونه ژاړي مور پۍ نه ورکوي. او بيا به يې دا متل په دې خبره تعبيراوه چې يو نيم، يو نيم سل افغانۍ راجمع او وروسپارو، تر څو موږ ته پرې کارتونه چاپ او په اضافه پيسو يې د پوهنځي د مخې چمن ته له درې خواوو نه اوسپنيزه کټاره او دروازه ولګوي.
د ده ښاغلي د هرې ورځ راتګ او د يوې خبرې تکرار به ما ته هغه جومات رايادوه چې د چندې په نوم مشهور واو دا ځکه چې د هر لمانځه وروسته به د مسجد امام يا ملا جيګده او له ايماندارو به يې غوښتنه کوله چې چنده کې برخه واخلي. چې په دې چنده جنراتور ته تېل واخلي او ډيګۍ ډکه وساتي، خو بيا به هم موږ شاهد پاتې کېدو چې د چندې غوښتنه نه بس کېدله، دا ځکه چې ډيګۍ به تشېده او چې ډکه به شوه نو بيا به تشېده.
ما يو نيم سل افغانۍ ور وسپارلې او په لېست کې مې نوم ورسېده، خو کله چې د عکس د ور وړلو خبره رامنځ ته شوه نو ما په لږ ځنډ ور وړ. چې کارتونه وويشل شول، نو ما ته يې بې تصويره کارت وسپاره، ډېر حيران شوم. بې عکسه کارت څه مانا لرله؟ ما تصوير ورکړی و، خو دا چې ما ته وويل شو په خپل وخت دې نه و راوړی ځکه داسې شوي، ما هم څه ونه ويل.
دلته چې په موږ کومو استادانو ساعتونه لرل او هغوی څنګه تدريس راکاوه؟ په دې هم رڼا اچوم.
معروف شاه خان: دا ښاغلی چې په لومړۍ ورځ راغی نو دا یې هم نه وه ټاکلې چې موږ ته کوم کتاب تدريس کړي او زه حيران په دې شوم چې ده ولې د دومره کلونو په تېرېدو خپل تدريسي مواد نه دي جوړ کړي؟ ويل يې په دوه کتابونو کې يو انتخاب کړئ، د رښتين صيب پښتو ګرامر چې هغه هم په دوه شکلونو چاپ شوی، يو تفصيلي او يو يې لنډيز دی. بل د صابر خويشکي غونډله پوهه چې په تېرو ۳۰ کلونو کې ترې نه کوم لفظ کم شوی او نه پکې اضافه شوی.
خو همدا د تدريس لپاره غوره شو. استاد يې په تدريس کې د کتاب دومره پاڼې موږ ته نه اړولې لکه د خپل ژوند يې چې اړولې.
ميرويس شينواری: ده به د خپل لوی ۲۵۰ مخيز چيپټر نه دوه مخه تدريس کړل او په موږ به يې شل پاڼې واړولې. دا ښاغلی به تل په درې ساعتونو کې دوه ساعته نه راته.
نو پرته له دې چې په راتګ سره په ګډوډ تلفظ څو نوي زده کړي Idioms او لغاتونه په خبرو کې وکاروي او کتاب پای ته ورسوي، بله ښه لاره يې نه لرله.
ډاکتر بريالی رسولي: نوموړی استاد واقعاً چې ښه ليکچر ورکوونکی او په چيپټر برلاسی معلومېده. خو موږ ته به يې پنځه شپږ ساعته تدريس نه و کړی چې د نامعلومه وسله والو له خوا د بهسودو پله سره وتښتول شو او موږ ترې ګټه اخيستنه ونشوه کړی.
شمس الرحمن عادل: دا ښاغلی د Writing استاد و. زه په يقين سره ويلی شم چې يو مخ د ليک په معيار برابر ليکل هم نشي کړلی.
د ده تدريس يواځې له چيپټر سره تړلی و او که چرته هغه سره چيپټر نه وی نو کله يې هم نشو کولای چې د ليکوالۍ يو اصل يا نمونه وړاندې کړي. ده ښاغلي ته په لومړيو اونيو کې ما خپل د لنډو کيسو دريم کتاب (معجزه) ډالۍ کړ او ومې پوهاوه چې زه ليکل کړی شم او له ما همکاري غواړه…
خو ده ته دا بده ښکارېده او کله يې چې امتحان ته کېناستو نو بيا نه چيپټري سوالونه وو او نه هم داسې چې يو ليکوال ته دې پرې پوهېدل يا په کار راوړل اړين وي.
په هر صورت ده د امتحان يو داسې سيستم برابر کړی و چې يواځې دا پرې له ځان سره ښه پوهېدای شو. کله چې نومرې اعلان شوې زما زړه په بشپړ ډول مات شو.
مخکې زه يواځې په صنف کې تنګ او راتګ ته به مې په مينه زړه نه ښه کاوه، خو د دې امتحان نتيجې زه له پوهنتون نه بيخي موړ کړم.
يو بل څه چې دې پوهنتون کې مې ورته پام شو هغه د نجونو کمښت و چې د صنف په يو کونج کې به ناستې وې او په بدبختۍ سره چې نوموړی پوهنتون يواځې د ګوتو په شمېر ښځينه استادانې لري .
د دهليز يو اړخ ته د انګليسي او بل ته د عربي ادبياتو صنفونه وو او کله چې به موږ د ساعتونو په منځ کې اوبه څښلې زموږ د ټولګي سره نښتي صنف ته به تلو، ځکه چې هلته ترموز و او د هغې صنف دروازې ته مخامخ د عربي ادبياتو د جونو ټولګی و، کله چې ما اوبه وڅښلې نو هغه دروازه راخلاصه شوه، نقاب پوښلې دوه جوني راښکاره شوې، هغوی چې کله دهليز کې د هلکانو زياتوالی وليده، نو له ما يې غوښتنه وکړه چې اوبه ور وړم او ما همداسې وکړل.
کله چې مې ګيلاس بېرته په خپل ځای کېښود او هغوی دروازه رابنده کړه نو دوه هلکان راننوتل. دا زموږ ټولګيوال وو، يو به يې شيک راته، څټ کې يې اوږده د ويښتو لکۍ پرېښې وه او دواړو پيک خولۍ په سر کولې، زه يې کلک ونيولم.
فکر مې کاوه چې ټوکې کوي، وچکي يې وويل: نمبر دې څه کړ؟
زه يې په خبره هېڅ پوی نشوم.
– د څه شي نمبر؟
هغه دېوال ته تکيه کړم.
– هغې جينۍ چې درکړ!
خبرې يې بيخي لېونی کړم، پوره جريان مې ورته تېر کړ، خو نه يې منله، هغوی زما تالاشي واخيسته، هېڅ يې ونه موندل، خو بيا يې هم نه باوروله او ويل چې موږ د ادارې له خوا ټاکل شوي يوو، تر څو له دې جونو سره څوک کار ونه لري.
دوی ويل چې بيا دې ګوره په دهليز کې ونه ګورو، ګنې بل ځل دې ادارې ته وړو.
دوی ته مې بيا ډاډ ورکړ، چې ګوره يو ځل ما وپېژنه او بل زه د جونو سره د اړيکې تږی نه یم، تا به کابل پوهنتون ليدلی هم نه وي، خو ما په کې يو کال تېر کړی، د جونو هېڅ کمی په کې نه و. او بل دلته د کار لرلو هېڅ خبره نه وه، که هغه چرته راضي اوسي چې داسې کار وکړي، هم ته حق نه لرې چې مخه نيونکی يې شې. اوس چې نمبر نشته نو څرګنده شوه چې خبره د يو ګيلاس اوبو وه او بس!
دا ستونزه په ډېرو ځایونو کې رامنځ ته کېږي. کله چې زه د خصوصي ښوونځيو بورډونه وينم، نو دلته ليکل شوي وي چې؛ د جونو يا ښځينه زدکوونکو لپاره جدا صنفونه! نو ستونزه له همدغه ځايه پيل کېږي. چې په پای کې بيا دا بېل پاتې شوي او محروم ساتل شوي انسانانو ته ښځه يواځې د شهوت او وخت تېرۍ يوه وسيله ښکاري. او خبره دې ته رسي چې دوی هم په خپلو او هم پرديو ښځو د داسې يو کار په ترڅ کې بدګومانه شي.
دا هلک چې ځان يې د ادارې جاسوس باله، له هغې وروسته چې ما پوهنتون پرېښود، دوکان ته هم راغلی و، ويل يې چې زه پښيمانه يم او ما سره د استادانو په اړه ډېرې کيسې شته چې درته به يې وکړم. ما ورته د ليکنې په اړه وويل چې ليکنه مې کړې او په وروستۍ برخه کې يې تا سره تېره شوې پېښه هم راځي، خوشاله شو، ويل يې نوم مې معتصم با الله دی، يادونه پکې وکړه!
په ننګرهار پوهنتون کې که څه هم زموږ د پوهنځي استادان ځوانان وو، خو نورو پوهنځيو کې داسې عمر خوړلي استادان په تدريس لګيا دي چې د اورېدو او ليدو حسونه يې کمزوري او يا هم د لاسه ورکړي، خو يواځې د دې لپاره چې د استادۍ له کبله ورته پوهنتون کې کورونه ورکړل شوي، په هېڅ صورت تيار نه دي چې تقاعد شي. او دا هله امکان لري چې کله يې د کورنۍ بل غړی په ياد پوهنتون کې استادۍ ته ورسي.
نو په دهليز کې چې به د رش له وجې د ساعتونو ترمنځ وقفه کې د درېدو ځای نه و، زدکوونکي به د پوهنځي د مخې چمن ته وتل، خو هلته به حضرت تسل حضرتي لکه د ښوونځي د سرمعلم په منډه کړل. او له هغوی به يې غوښتل چې يواځې په صنفونو کې پاتې شي او بهر راونه وځي.
ده ښاغلي ته چې ډاکتر توصيه کړې وه ترڅو د وزن د زياتېدو مخه ونيسي، نو تل به يې د ګرځېدو هڅه کوله، دا به دې چې ليده نو يا به په دهليز کې خوله ، خوله روان و، يا زينو کې او يا هم بهر. چې په ليدو به يې محصلينو فکر کاوه چې د پوهنځي د جوړونې او نظم راوستنې لپاره ستړی ستومانه دی، خو داسې نه وه!
د اسلامياتو استاد د اودس په سنتو او واجباتو کې ووهلم او نور نوپوهنتون راته د دې وړ ښکاره نشو چې پرې وخت برباد کړم. هر ځای کې چې سړی تنګ شي، خواشينی کېږي او چې چرته خواشينی شي نو بيا له هغه ځای نه د تلو پرته بله لار نه وي چې خپله خواشيني ختمه کړي.
زه د دوهم چانس امتحانونو ته لا نه ړم او کور کې مې سپينه وويله چې زه نور پوهنتون نه وايم!
په لومړيو کې دا يواځې ټوکه ښکارېده، خو ما دا ټوکه رښتيا کړه، پوهنتون پاتې شو او دا مې غوره وګڼله چې په خپله کتابخانه کې پاتې شم، ځکه چې هغه له پوهنتون نه کمه نه ده.
کله چې ما پوهنتون پرېښود او په کتابخانه کې کېناستم نو دلته مې د استادانو نوې ناروا ته پام شو. دا زه د يو داسې تجارت کيسه کوم چې استادانو يې نوې پيلامه کړې ده او دا د کتابونو ليکل او چاپ کول دي. ټول فکر کوي چې استادان مسلکي شول او ننګرهار پوهنتون باندې خدای لويه لورئېنه کړې، علميت ورته راکډه شوی، خو داسې هېڅ هم نشته.
دا چې زه ولې دا خبره کوم نو اوس يې په څرګندو ټکو کې درته تشريح کوم. که څه هم ما غوښتل چې ځانګړې ليکنه پرې وکړم خو دا چې د دې ليکنې د پای ليک په ډول ښه راځي زه يې همدلته راوړم.
که پام وکړئ نو په اسانۍ سره پوهېدلی شئ چې پنځه کاله مخکې يواځې د ګوتو په شمار استادانو علمي کتابونه ژباړلي او يا هم ليکلي و، خو په نشت حساب وو، يوازې زړې چيپټرې چې د استادانو په يادو زده شوې وې او لکه د توتيانو به يې تدريسول. خو کله چې د کتابخانو زياتوالی راغی او د تجارانو پام شو چې د کومو استادانو کتابونه چاپ شوي نو په وخت يې خپلې پيسې او ګټه پوره کړې. نو د کتابخانو له جملې ځينې يې د استادانو د کتابونو د ترلاسه کولو او چاپ کولو په تلاش کې شول.
په لومړيو کې استادان يواځې په دې خوښ ول چې د کتاب چاپ ته يې خلک زړه ښه کوي او هغوی په لږو کتابونو راضي کېدل چې کتاب يې خپروندويه ټولنې چاپ او محصلينو ته ورسوي. خو وروسته دوی پوی شول چې د دوی په کتابونو خپرندويې ټولنې لکونه پيسې ګټي، نو دوی هم دې تجارت ته را ودانګل، چې ورسره سم دې تجارت په کم وخت کې ډېر پرمختګ وکړ.
نور نو استادانو خپرندويو ټولنو ته په ملګرتيا او د لږو کتابونو په بدل کې کتاب نه ورکاوه او دوی دلته د نورو موادو د را يوځای کولو او کتابونو جوړولو لپاره لاس په کار شول. خپرندويې ټولنې دوی ته د ۵۰ کتابو پرځای اول کتابونه سلو ته جيګ کړل، بيا د وخت په تېرېدو ۱۵۰ او ۲۰۰ ټوکو ته يې لوړ کړل. خو استادانو چې د يوې اسانې ګټې لار يې موندلې وه نور په دې هم نه راضي کېدل. دوی د نغدو پيسو اخيستنه پيل کړه، چې ورسره د درسي کتابونو قيمت هم يو په دوه اوچت شو، ځکه چې لومړی يې استاد په خپرندويه ټولنې خرڅوي او بيا يې هغوی له محصلينو زور وباسي. خو محصلين اړ دي چې دا کتابونه واخلي، که څه هم پوهېږي چې يواځې نومونه، مخونه او رنګونه يې بدل شوي.
زموږ د بلاک يو دوکاندار کيسه کوله چې يو استاد رانه پيسې واخيستې، کتاب مې ورته چاپ کړ، خو لا مياشت به نه وه شوې چې بلې خپرندويې همغه کتاب چاپ کړ، کله مې چې استاد ته وويل دا څنګه چل دی؟
نو هغه جواب راکړ چې هغې کې مې زياتونې کمونې کړي. حالانکه ده کتاب په دواړو خپرندويو خرڅ کړی و.
په دې ترڅ کې څو، څو ځل د استادانو او د خپرندويو تر منځ کشالې هم رامنځ ته شوي، خو دا تجارت په درز کې روان دی.
يو تعداد استادانو خو ورته خپلې خپرندويۍ جوړې کړې. او ځينو کتابخانو بيا د استادانو سره د اړيکو لپاره کميشن کاران پيدا کړي، تر څو دا کتابونه دوی چاپ او ګټې يې سره وويشي.
د دغه استادانو له جملې يې ځينو د يو کال په موده کې وکړی شول چې خپل اثار لسو ته ورسوي.
د پوهنتون له پرېښودو وروسته خلکو له ما نه د سړي کېدو هيله نه لرله او ډېر خپل او نزدې رانه خفه شول، ځينو به رټلم هم، نصيحتونه راته وشول، خو ما نور د استادانو غلامي نشوه منلی، د دوی نارواو ته مې روا نشوه ويلی او د يو څو نومرو اخيستو لپاره مې ورته ټيټ او پاس د لاسه نه کېدل.
زه په دې پوهېدلی يم که يو څوک نشم نو هېڅوک به شم او د د دغه کاغذونو د ترلاسه کولو لپاره ما ولې دومره سختۍ ګاللی وی؟ ولې خپله پوهه يواځې د کاغذونو پورې محدوده کړم؟ هېڅ اړينه نه ده، که زه چرته پوهېږم نو بې له کاغذونو يې هم څرګندوم او که نه پوهېږم نو له کاغذونو وروسته به هم پټه پاتې نشي!
زه دا نه وايم چې ما کوم احساس نه لاره، بلکې د دې احساس شتون خو زه ځورولم، مګر سره د ټولو حل لارو هم ما ونه غوښتل چې زه دې بيا په ننګرهار پوهنتون کې محصل شم!
له درې کلن ځنډ وروسته زه يو ځل بيا د خپلې کورنۍ د ارمان د ترلاسه کولو لپاره چې پرته له کاغذونو لرلو ورته رسېدل شوني نه دي، راپاڅېدم او دا ځل مې په شخصي پوهنتون کې خپلو زدکړو ته مخه کړه، چې په پوره مينه ورتلونکی يم او له هغه ټولو دولتي پوهنتونونو يې غوره ګڼم چرته چې يواځې د استاد خبره، خبره ګڼل کېږي او د استاد خوښه، بايد د ټولو خوښه وي!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي