مدينة الفاضله
ژباړن- نجيب الله نايل
[pukhto]
د فارابي د آرماني ښار دولت
[/pukhto]
[pukhto]
د ابو نصر محمد فارابي په باور غوره ښار يا مدينة الفاضله هغه ښار دى، چې د اجتماع موخه يې په هغو چارو کې مرسته او لاسنيوى دى، چې بنسټ يې د نېکمرغۍ لامل وي. د خلکو اجتماع د دې “موخې” په لرلو سره فاضه اجتماع ده او هغه امت فاضل (غوره) امت دى، چې د هغوى ښارونه له يو او بل سره په چارو کې داسې مرسته وکړي، چې د نېکمرغۍ د حصول لامل وگرځي. که ټول ملتونه په همدې ډول واوسي، د زمکې د کُرې استوگنيزې سيمې به فاضله سيمې وي. [*]
فارابي مدينه د انسان له بدن سره- چې يو اصلي غړى لري او نور ټول غړي يې اوامر پر ځاى کوي- پرتله کوي. د هغه په اند، مدينه هم يو رئيس لري، چې يوه ډله يې مني او د هغه د اوامرو د ترسراوي او پر ځاى کېدا لپاره نورو ته امر کوي او هغوى يې يوې بلې ټيټ پوړې ډلې ته. د پوړونو دغه تسلسل د وړواکۍ (شايسته سالارۍ) له فرض سره يو ځاى تر دې پورې رعايت کېږي، چې داسې وگړيو ته په کې رسېږو، چې يوازې او يوازې د نورو اوامر او احکام پر ځاى او ترسره کوي. له بدن سره د مدينې توپير دا دى، چې په خپله بدن، غړي او ځواک يې په ټوليز ډول طبيعي دي، مگر د مدينې اجزاء پر طبيعيوالي سربېره- د هيئت او ملکاتو په وسيله، چې خپل غړي لري او پر بنسټ يې ټولنيز پوړونه او رتبې مشخص کېږي- ارادي او ناطبيعي دي. [**]
د مدينة الفاضله رئيس
هر څوک د مدينة الفاضله رئيس کېداى نه شي، ځکه چې رياست د دوو څيزونو پر بنسټ ولاړ دى:
لومړى، هغه په فطري او طبيعي ډول د دې کار لپاره وړ وي.
دويم، د ارادي حالاتو او ملکاتو لرونکى وي. له همدې امله، هر څوک له صنعتونو څخه د يوه صنعت په لرلو سره د مدينې رياست پر عهده اخيستلاى نه شي؛ ځکه چې ډېرى صنعتونه د خدمت صنعتونه دي او تر ډېره انساني فطرتونه د خدمت فطرتونه دي. همدا لامل دى، چې دا ډول وگړي رياست عهده دار کېداى نه شي. [**]
فارابي د عقلونو پوړونو او ترتيب ته په کتلو سره له هيولايي (مادي يا جسماني) عقل، منفعل عقل، مستفاد عقل او فعال عقل څخه، چې انسان وررسېدلاى شي او په يو او بل پسې د هر يوه تړاو د يوې مادې په ډول دى، نتيجه اخلي او هغه څوک د مدينة الفاضله رئيس کېداى شي، چې د فعال عقل پړاو ته رسېدلى وي. هر کله چې د هغه دوې ناطقې قوې يانې نظري قوه او عملي قوه له فعال عقل سره يولاسې او متحدې وي او هم د هغه متخيله قوه مستعده شي، چې د واسطې په مټ له فعال عقل سره اړيکه مومي، نو هغه بيا هغه انسان دى، چې خداى (ج) پر هغه د فعال عقل په وسيله وحى کوي.
د فارابي د آرماني ښار د رئيس شرطونه
د مدينې رئيس نه يوازې بايد له فعال عقل سره اړيکه ولري، بلکې هغه څه چې دى يې ترسره کوي، بايد خلکو ته يې بيان کړي او په غوره ډول هغوى ته لارښوونې وکړي او هم يې بايد بدني روغتيا په برخه وي، چې خپلې جزيي کړنې او چارې ترسره کړي.
هغه څوک لومړى رئيس کېداى شي، چې لاندېنۍ دولس ځانگړتياوې ولري:
١. د هغه د بدن غړي بشپړ وي، چې په اسانۍ سره چارې پر مخ يوسي.
٢. ژر پوهېدونکى، دراک او بافهم وي؛ چې په اسانۍ ورته هر څه وويل شي او د نفس الامر مطابق يې درک کړي.
٣. ښه يادوونکى او د ښې حافظې څښتن وي، چې هر څه وويني يا واوري، حافظې ته يې وسپاري او هېر يې نه کړي.
٤. ځيرک وي؛ که چېرې يو څيز يا يوه پېښه په څرکنده نظر وگوري، نو پلټنه يې وکړي.
٥. ښه ارايه کوونکى او خوش بيان وي.
٦. پوهنپال او د پوهې په حاصلولو کې نه ستړى کېدونکى وي.
٧. په خوراک، څښاک او نکاح کې حريص نه وي او له مستۍ لېرې وگرځي.
٨. رښتيا پلوى او د رښتينو ملگرى وي او له درواغو او درواغجنو مخ اړوونکى.
٩. له کرامت سره ملگرتياپالى او نجيب وي او په خپله هم له ناوړه چارو څخه لېرې وي.
١٠. درهم، دينار او د دنيا نورې شتمنۍ يې پر وړاندې هيڅ ارزښت ونه لري.
١١. طبعاً د عدالت ملگرى او په خپله يې هم ملگرتيا وکړي؛ له ظلم، ځور او ظالمانو څخه متنفر او د عدالت د راوستلو په هڅه او لټه کې وي.
١٢. د اړتياؤ او اړينو چارو په برخه کې راسخ هوډ ولري او د ترسراوي په برخه کې يې هم بېباک او زړور وي. [**]
غير فاضله مدينه
له مدينة الفاضله سره څو مدينې متضادې دي: مدينة الجاهله، مدينة الفاسقه، مدينة المبدّله او مدينة الضّاله. د غير فاضله مدينې اوسېدونکي د مدينة الفاضله له اوسېدونکيو سره متضاد دي. [*]
مدينۀ جاهله: د جاهلې مدينې اوسېدونکي واقعي نېکمرغي نه پېژني او هغه څه چې نېکمرغي گڼي؛ روغتيا، ارامي، ښه وختتېرى او د غوښتنو آزادۍ دي. د دغې مدينې د اوسېدونکيو له انده، که چېرې دغه ټول مذکور څيزونه ورته په مدينه کې راغونډ شي، ته به وايې چې يوې سترې نېکمرغۍ ته رسېدلي دي. د هغوى له نظره، د دا ډول چارو اضداد د شقاوت لامل کېږي.
مدينۀ جاهله پر لاندېنيو مدينو وېشل کېږي:
١. مدينۀ ضروريه: د اوسېدونکيو اراده يې پر اړينو چارو اکتفا ده، چې د هغوى د بدنونو پايښت او ټينگښت پرې تړلي دي؛ لکه خوراک، پوښاک، کور، کورنۍ او واده او له دې څيزونو څخه گټنه او په دې برخه کې لاسنيوى او مرسته کول.
٢. مدينۀ بدّاله : د اوسېدونکيو آر موخه يې شتمنۍ او ارامۍ ته رسېدل دي.
٣. ټيټه او لوېدلې مدينه: د اوسېدونکيو موخه يې خپل وخت بېځايه او په مستۍ کې تېرول دي.
٤. مدينۀ کرامت: د اوسېدونکيو هدف يې په نورو ملتونو کې مشهورېدل دي.
٥. مدينۀ تغلّب: د اوسېدونکيو هدف يې دا دى، چې پر نورو قاهر او غالب وي او هيڅ مغلوب نه شي.
٦. مدينۀ جماعيه: د اوسېدونکيو هدف يې دا دى، چې آزاد وي، هر څه يې چې خوښه وي، ترسره يې کړي. [**]
مدينۀ فاسقه: مدينۀ فاسقه هغه مدينه ده، چې د اوسېدونکيو عقايد يې د مدينة الفاضله د عقايدو په څېر دي؛ يانې د مدينة الفاضله د اوسېدونکيو په څېر چې متعال خداى (ج)، د عقلونو پوړونه، فعال عقل او هر څه پېژني، دوى يې هم پېژني، خو کارونه يې لکه د مدينۀ جاهله د اوسېدونکيو په څېر دي. [**]
مدينۀ مبدّله : د مدينۀ فاضله د اوسېدونکيو اعتقادات او هم يې کارونه پرېښي دي او د پرديو خلکو پر اعتقاداتو او کارونو گروهمن شوي دي. [**]
مدينۀ ضاله: د دې مدينې اوسېدونکي په اټکلي ډول نېکمرغي پېژني، خو په تعبير يې کې بدلون راوستى دى او د متعال خداى (ج)، عقلونو او فعال عقل په اړه تر داسې اعتقاداتو رسېدلي دي، چې سم او سهي نه دي. لومړى رئيس داسې گومان کوي، چې پر هغه وحى راځي، حالاً چې داسې نه ده.
حيوان صفته وگړي
فارابي په “السياسه المدينه” کې د يوې ډلې نوم د “نوابت” تر سرليک لاندې راوړي، چې د هرزه وښو غوندې په مدينة الفاضله کې وده او نمو کوي. تر نوابت ټيټه او لوېدلې يوه بله ډله وگړي شته، چې بالطبع حيوان صفته دي، چې ځينې يې د اهلي ژويو، ځينې يې د وحشي ژويو او ځينې يې د څيروونکيو ژويو په څېر ژوند کوي. ځينې يې په بيابانونو کې په پاشلې توگه پناه اخلي او ځينې ډلې يې همداسې خپل ژوند پر مخ وړي او لکه د وحشي ژويو په څېر پر غذا د خوړلو پر مهال ټپ ټپې او بريد کوي. ځينې نور يې د ښارونو په شاوخوا نږدېيو سيمو کې د ژوندانه شپې سبا کوي. يو شمېر يې اومې غوښې خوري او ځينې يې دښتي واښه د خوراک په توگه کاروي. له هغو څخه يې دغه ډله، چې مضر نه دي او د مدينې لپاره گټور دي، د غلامانو په توگه نيوله کېږي او هغه چې د ټولنې لپاره مضر دي، بايد له هغوى سره د وحشي ژويو په څېر چلند وشي او هم مناسبه ده، د مدينة الفاضله د هغو وگړيو له اولاد سره چې حيوان صفته دي، همدا ډول چلند وشي. [*]
لنډيز
که چېرې د فارابي انسانپېژندنې ته له دې فرضيې سره په ټوله کې يوه ځغلنده کتنه وکړو، چې انسان د کمال پوړۍ ته يو رسېدونکى موجود دى، نو د هغه فلسفه د څو غړيو لرونکيو يوه ټولگه گڼلى شو، چې ټول اجزاء يې په ځانگړيو ځايونو کې خپل ځان ته ځاى پيدا کړى دى او ټوله هستي- له پورتنۍ برخې او پوړ څخه نيولې تر ښکته پورې- د دغې فلسفې چورليځ دى. د دغې هستۍ په سر کې متعال خداى (ج) دى. البته دغه کتنه ټولې هستۍ ته د انسانپېژندنې کتنه ده، له همدې امله انسان کېدل او کمال ته رسېدل يې له هستۍ سره تړلي دي؛ ځکه چې همدا انسان دى، چې بايد خپل کمال او نېکمرغۍ ته ورسېږي او دغه جز له ټولې هستۍ څخه- د انسان په گډون- په کُلي موندنې سره نه تر لاسه کېږي.
پر همدې بنسټ، انسان بايد خپل ځپل او خپل کمال و سعادت وپېژني. انسان د نظري او عملي علومو د زده کړې او د خُلقياتو او ملکاتو د خپلولو او ترسره کولو په گرو کې دى، چې يو سړى دغه دوه واړه حاصلولى نه شي، مگر د انسانانو په مرستې او همکارۍ سره. سعادت ته د رسېدنې لپاره مرسته او همکاري د فاضلۀ ټولنې په سيوري کې تر لاسه کېداى شي او فاضلۀ ټولنه بايد د رئيس لرونکې وي، چې د ټولو چارو پرمختگ او ټينگښت د هغه په واک و حکم سره ترسره شي. رئيس بايد له کامل علم څخه برخمن وي او دا د فعال عقل په يووالي سره حاصلېږي، چې له همدې ليارې هم د فيلسوف کلمه او مفهوم په واقعي مانا سره راڅرگندېږي او هم هغه د وحى د حاصلولو مستعد. فارابي په دې کُلي طرحې سره غواړي، چې د دين او فلسفې تر مينځ اړيکه رامينځته کړي. د هغه په اند، واقعي فيسلوف هماغه پيغمبر دى.
اخځونه
[*] فارابي، تحصيل السعاده، الاعمال الفلسفيه، تحقيق جعفر آل ياسين، بيروت، دار المناهل، ١٤١٣، ص ١١٩.
[**] کتاب السياسه المدنيه، ص ٩٩- ١٠٠ و احصاء العلوم، ص ١٢٤ او ١٢٧/ تحصيل السعاده، ص ١٢٠/ التنبيه على سبيل السعاده “الفلسفه المدنيه صنفان: احدهما يحصل به علم الافعال الجميله و الاخلق التي تصدر عنها الافعال الجميله و القدره على اسبابها و به تصير الاشياء الجميله قنيه لنا و هذه تسمى الصناعه الخلقيه و الثاني يشتمل على معرفه الامور التي بها تحصل الاشياء الجميله لاهل المدن و القدره على تحصيلها لهم و حفظها عليهم و هذه تسمى الفلسفه السياسه” ص ٢٥٧.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي