67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

مرسته

عطاءالله ځواب

ډله- ډله ماشومان به ښوونځي ته راتلل، د خټو دېوالونو يې خوږ وږم کولو، کله چې به باران شو خړې اوبه به پرې را روانې وې.
څو ماشومان په درۍ ناست ول، استاد يې مخې ته چوکۍ کې په کتابچو لاسليکونه کول، شين سترګي وويل: استاده دا جانباز راته کنځاوې کوي!
استاد له چوکۍ پورته شو، کوږ ودرېد، جانباز ته يې اشاره وکړه چې دلته راشه، هغه رپ نيولی راغی، شين سترګي ته يې په برګو کتل.
د غوږ د خوا ويښتو نه يې ونيو: ته اوس دومره شوې چې د خان عبدالله خان په مخ کې شيطاني کوې؟
جانباز چغې وهلې: ولاکه زه يم، استاد له پلاستيکه پيپ را واخست، اول شړک يې د جانباز په پښو وربرابر شو، هغه ځان په ځمکه وغورځولو، ماشومانو چغې کړې: استاده نابلده ګاډي راغلل؟
– څوک دي؟
ټولو په بې هيندارو کړکۍ کې هغو ته کتل، يو وويل: نه يې پېژنو!
له ټولګيو خلک ور ووتل، دوی هم ورغلل، هر چا ويل: غونډه ده غونډه!
زده کوونکي پر ځمکه کېناستل، نابلده مېلمانه او استادان يو سر ته ودرېدل.
نکټائي والا خبرې شروع کړې: مونږ راغليو يوو، تاسې ته څه ويل غواړو، مرسته مو هم راوړې.
ټولو زده کوونکو موټرو کې سترګې ننيستې، چې څه شی به يې راوړی وي.
سړي بيا په خبرو شروع وکړه: مرسته درسره کېږي، بل دا چې کورونو کې به ووايئ چې ستاسې خوېندې، هم ښوونځي ته راشي!
زده کوونکو يو بل ته وکتل لکه هغو چې ورته کنځا کړي وي، د ملا صيب خبره يې راياده شوه؛ تاسې په ډېر زر کافران کړي.
د سپينې خولۍ واله راپاڅېد: مونږ کله هم دا کار نه کوو!
– خو دا ديني خبره ده چې تعليم په نر او ښځه فرض دی؟
يو د ګارګوتي ويښتو واله راپاڅېد: نه يې منو، هغو به کافرې شي کور به پرېږدي، خلک به ورته په لاره کې ګوري، د کور کارونه به څوک کوي؟
– خو بله ورځ به همدا ستاسې ښځې او مېندي ناروغه وي، بيا اړ کېږئ چې هغه بر کلي ته يې يوسئ او ښځه ډاکټره يې وګوري، بل دا چې هغو په به خپلو حقوقو پوه شي.
زده کوونکي چپ شول، درې څلورو يو بل ته وويل: رښتيا وايي، خو نورو پرې را بړچ وهل: هله دا يې اوسه نه کافر کړی!
استادانو هېڅ غږ نه کولو، ځکه هسې نه چې دا اسانه دنده ترې لاړه شي.
يو خېنټی هلک راپاڅېد: تاسې لاړ شئ مونږ نه کافران مه جوړوئ؟
نکټائي والا وويل: ستاسو همدغه غلتي ده، چې په هېڅ نه پوهېږئ، تاسې په دين اصل خبر نه ياست!
جانباز په تېزه وويل: دا اوس مونږ ته دين ښايي ولئ يه؟
له ځمکې تيږې اوچتې شوې، د هغو په لور ورغلې، هغو چغې کړې: مه کوئ، مرسته مو راوړې؟
د تيږو په ورولو کې اوازونه لوړ شو: مونږ له کافرو مرسته نه غواړو….

3 خوښونې

اړوند مطالب

ادبي (شاعرانه) منطق
د قتيل شاعرانه فکر
منډه
فکشن او قاضي منظور موسی خيل
هديره
کیم جونګ اون
ادبي راپورتاژ
د مازيګر بنډار نولسمه ناسته وکړه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اکتوبر 2020
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
31  
« Sep   Nov »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /