مرګ

لیکوال: صادق هدایت - ژباړن: خالد مالکي
[pukhto]
څه یوه ډاروونکې او له هیبته ډکه کلیمه ده! چې په اوریدلو سره یې عجیب احساسات سړي ته لاس ورکوي له شونډو خندا اخلي او له زړه خوشالتیا.وحشت، وېره او زر ډوله نور ویجاړوونکي فکرونه د سترګو له مخې تیروي.
ژوند له مرګ څخه نه جلا کیږي که ژوند نه وي مرګ به هم نه وي، که مرګ نه وي ژوند به هم بهرنی وجود ونه لري، د آسمان د ستوري څخه نیولې د ځمکې تر کوچنۍ زرې پورې ژر یا ځنډ سره ټول مړه کیږي، تیږې، نباتات، ځانداران یو بل پسې دنیا ته راځي او بیا د نابودۍ پر لور سفر پیلوي چې په یو کنج کې ترې یوه موټې خاوره او غبار جوړیږي او هیریږي.
ځمکه خپل سرګردان څرخیدل په یو نه تمامیدونکي او ناڅرګند لوري کې تعقیبوي او طبعیت د هغوی پر پاتې شونو باندې ژوند د سره پیلوي.لمر خپلې وړانګې غزوي، نسیم را الوزي،ګلونه هوا خوشبویه کوي، مرغان سندرې وایې ټول ځانداران مستیږي او نڅا کوي.اسمان خاندي،ځمکه کرل کوي او زرغونیږي، خو مرګ پخپل زوړ لور سره د ژوندانه درمند ریبي.
مرګ ټولې هستۍ ته په یوه سترګه کتلي او د ټولو سرنوشت یو ډول کوي نه بډای پیژني او نه فقیر نه لوړ او نه ژور ، په یو تیاره کنده کې انسان، نبات او ځناور یو د بل ترڅنګ ویده کوي، یواځې په هدیره کې ده چې وینه څکوونکي او جلادان خپل له ظلمه لاس اخلي بی ګناه خلک نه ځورول کیږي نه ظالم شته او نه مظلوم غټ او واړه په خواږه او خوندور خوب ویده دي.
څه یو آرامه او ښایسته خوب چې د سهار مخ نه ویني د ژوند شورماشور او چېغې نه اوري د دردونو، کړاونو، غمونو او د ژوندانه د ظلمونو لپاره څه غوره، ښایسته او خوندي ځای دی،د هوا او هوس زورور اور پکې مړ کیږي. دا هر څه جنګونه، قتلونه،سیالي او د انسان لاپې شاپې د خاوري په تیاره،سړه سینه او د قبر په ستوني کې ننوځې او آرام کوي.
که مرګ نه وای ټولو به یې هیله کوله او د ناهیلۍ کوکارې به آسمان ته ختلې او له هغه ځایه به یې پر طبعیت لعنت ویلی،که ژوند نه تیریدلی څومره به تریخ او ډاروونکی وای.
کله چې د ژوندانه سخت امتحان د دوکه ورکوونکي ځوانۍ څراغونه مړه کوي نو د مهربانۍ سرچينه وچېږي هر څه ساړه شي تیاره او وحشت سره لاس او ګریوان شي همدا ده چې چاره کوي،همداده چې ګونځي،ځوړند او مریض اندامونو ته د خوب په بستره کی ارام ورکوي.
ای مرګه! ته د ژوندانه غمونه کموې او دغه دروند بار له اوږو ښکته کوې،سرګردان او لالهانده بخت ته لار ورښایی،ته د ناهیلو او غمځپلو دوا یې، ته د باران په شان اوښکي وچوې، ته د هغه مهربانه مور په شان یې چې خپل ماشوم زوی له یوې سختې توپاني ورځې څخه وروسته په غیږ کې نیسي مینه ورسره کوي په سر یې لاس راکاږي او ارام یې ویده کوي.
ته هغه تریخ او ډاروونکی ژوند نه یې چې له انسان څخه لار ورکوي او د مریضانو په ګرداو کې یې غورځوي.دا ته یې چې د انسان په ټولو رذالتیو،غرور،ځان غوښتنې، حقارت او بدو کارونو پرده غوړوې او پټوې یې.
هغه به څوک وي چې ستا مست او خوندور شراب ونه څکي؟انسان ستا څهره هیبتناکه ګرځولې او له تا تښتي.پر ځلیدونکې پرښته يې له وحشته ډک شیطان ګمان کړی.دوی ولې له تا وېرېږي؟ولې تاته ناروا او بد وایې؟ته ځلیدونکې وړانګه یې خو دوی دې توره تیاره ګڼي، ته د خندا ډکه د خوشالۍ ملایکه یې، خو دوی ستا خواته تګ عذاب ګڼي، ته د غم د لمانځلو لپاره نه یې رالیږل شوی، ته د مړغونو زړونو دوا یې، ته د ناهیلو پر مخ د هیلو دروازې خلاصوې، ته د ژوندانه د ستړي ستومانه کاروان میلمه پالنه کوې او هغوی د ځوریدو او ستړتیا څخه ژغورې ته په رښتیا هم د ستایلو یې ته همیشنی ژوند لرې.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي