67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

مسته

لنډه کيسه/ نصرت ارمان

[pukhto]
چې ورپام مې شو، نو لکه وږی سپی چې غوښه ووينې، خوله يې اوبه راپرېږدي او بيا په داسې وخت کې چې له هغې سره څوک وي هم نه.
شنه چادري يې پر سر وه، په پنجابي کاليو کې چټکه د خلکو له ګڼې ګوڼې نه مارکېټ ته راننوته، له هر قدم سره به يې غټې سينې په چادرۍ کې وشړکېدې او لنډې لمنې به يې ښکته پورته شوې چې ورسره به يې په تنګ پرتوګ کې غوښن ورنونه راڅرګند شول.
د هغې له ليدلو سره زه د شهوت ړندې څپې په سر واخېستم، په کوم لاس يې چې چادري نيولې وه، هغه تور و او پوستکی يې غونج شوی و، چې په اسانه ترې د هغې د عمر اندازه کېدای شوه، خو له مستۍ ډک وجود يې د پوخوالي عيب پيکه کړی و.
په خيال کې مې د هغې د پاتې وجود لوڅ انځور جوړ شو، اوس نو هغه په قدم اخېستو نه وه، ما سره په غېږ کې ناسته وه، ويښتانو يې راته په مخ ټالونه خوړل او د هغې د چوارو په شان شونډې مې ښکلولې، په لاسونو مې يې وريښمينې سينې مښلې او پښو مې هغه ځان ته راجوختوله، د خوند عجيبه احساس زما په وجود خور و. چې همدا وخت مسته دوکان ته راورسېده، پښه نيولې شوه، په شيشه کې د بندو غاړکيو، بنګړيو او ګوتميو په سيل شوه او زه له خيال نه حقيقت ته شوم.
هغې داسې کشش لاره چې سترګې ترې نه اوښتې، هلته روانو خلکو هم لنډ، لنډ ورکتل، خو د نورو د سترګو له وجې يې تر ډېره مستې ته نشو کتی.
هغې له راننوتو سره سلام وکړ او شېشه ايي شوکيز کې اېښو سينګار توکيو ته په کتو شوه.
ومې ټوخل.
– ما ته وواياست چې څه مو غوښتل؟
دواړه لاسونه يې په شوکيز تکيه کړل.
– دا ګوتمۍ ته را واخله.
هغې خپله ګوته چې اوږد نوک يې سور رنګ شوی و، يوې ګوتمۍ ته ونيوله. ورته مې را واخېسته. په لاس کې يې واړوله، را واړوله. په څو ګوتو کې يې وکتله.
– خوښه مې شوه، خو د اخېستو وس به يې ونه لرم.
له خبرې سره يې زه ورسېدم چې دروازه وروټکوه، شايد خلاصه يې کړي.
– په ښه بيه به يې درکړم.
– مفته به يې رانکړې. هغې وخندل
او خبرې يې زه هم په خندا کړم. غوښتل مې چې ژر د هغې د لومړۍ پردې د ايسته کولو لار پيدا کړم. زه په تمه وم چې اوس به مخ لوڅوي.
– نن هوا ګرمه ده.
له ترموز نه مې اوبه را واخېستې، مخکې له دې چې خپله يې وڅښم، هغې ته مې ست وکړ. خو ويل يې؛ مننه، زړه مې ورته نشي.
ټينګار مې ونه کړ.
– تاسو ته ډالۍ ده!
زما دې خبرې کار وکړ، هغې داسې ګڼله چې ټوکې ورسره کوم، چادري يې جګه کړه، ډېر ماهرانه ميکف يې کړی و، د جامو غاړه يې په ګوتو جوړه شوې وه او د هغې سترګو داسې جادويي اثر لاره چې زه يې شېبه په شېبه له ځان نه ورکولم.
ګوتمۍ يې له ګوتې راوويسته، په وروستي ځل يې بيا په ځير، ځير وکتله.
– اصلي خو ده کنه؟
– هو. شک نشته چې اصلي او قيمتي ګوتمۍ ده.
مخ ته يې راته کېښوده.
– مهرباني له ډالۍ نه مو، زه غواړم خور ته مې د کوژدې لپاره يوه ډالۍ يوسم، تاسو دا لاکېت راواخلئ او دغه ګوتمۍ هم را واخله.
ورته مې راواخېستل.
– دا به درنه واخلم.
زه موسک شوم.
– نه دا هم مفت يوسه.
ويې خندل، سر يې د نه په دود وخوځاوه. زما نه نور صبر نه کېده، غوښتل مې د هغې سينو پسې لاس ورتېر کړم، خو يو ډار مې زړه نيولی و. جرئت مې نشو کولای. هغه ګوتمۍ مې چې ورته ډالۍ کړې وه، راجګه کړه، لاس مې د هغې لاس پسې ورتېر کړ.
ما ګوته ور په ګوته کړه، د هغې نرم لاس مې څو شېبې په لاس کې نېولی و، غږ يې نه خاته. داسې مې وګڼله چې راضي ده، خو چې ما يې لاس خپلو شونډو ته راوړاندې کړ، غبرګون يې وښود.
– تاسو دا څه کوئ؟ څوک به مو وګوري.
دې سره زما فکر په ځای شو، زه له هر څه بې پرواشوی وم، ما دهغې له وجود پرته هېڅ نه ليدل.
– وبښه، رښتيا هم دا ځای مناسب نه دی.
هغې سترګې ښکته کړې.
– ښه ته يوازې غواړې ما ښکل کړې؟…. واخله.
لاس يې زما شونډو ته ونيوه. هغې ته په کتلو مې ښکل کړ،حيران وم. زياته يې کړه.څه وشول؟ ته سوړ شوې؟ مستي دې والوته؟ نور هېڅ نه غواړې؟
ما يې خبره ونيوه.
– نه. البته چې داسې نه ده. دا خو يې پيل و، برکتي دې شي.
– ها نو ته خو ګورې چې دلته يواځې همدا کار کېدلی شو.
– هو، مګر موږ کوی شو پاتې کار هلته وکړو چې کېدای شي په کې.
– داسې ځای به چرته وي؟
او دې پوښتنې سره يې بې جوابه کړم، داسې باوري ځای نه و چې هغه ته مې نغد ور په ګوته کړی وی.
– پيدا به شي.
– دا څه مانا؟ ته يې نه غواړې نو. وایه دا دواړه ما ته په څو راکوې؟
د مستې تندی تروش شو، زه نور هم وارخطا شوم، راغلی ښکار مې له لاسه تلو.
– زه له تا پيسې نه غواړم.
– سمه ده. د تليفون شمېره دې راکړه، زه پاتې سودا پوره کوم، چې اوزګاره شوم، تا ته ځای درښايم، راشه.
ځان سره مې وويل، لکه چې غله ده، ځکه مخکې هم په لسګونه ځل داسې کارونه شوي وو، خو ما يې خبره ومنله.
د تليفون شمېره مې ورکړله، غوښتل مې چې ورته ووايم، دا ګوتمۍ او لاکېت به هغه وخت در وړم چې زه درتلم، خو ومې نشو کړی. هغې په وتو کې چې مخ يې پټوه بيا وويل: انتظار کوه، کار مې ژر خلاصېږي.
تر هغې چې پنا کېدله، ورپسې مې کتل. بيا مې خپل لېونتوب ته پام شو، چې ولې مې پرې باور کړی او فکر مې کاوه چې بيا به يې په عمر هم ونشم ليدی، خو بېرته به دې ته خوشاله شوم چې پيتل مې د سرو په نوم پرې تېر کړي او که تاواني هم شم نو دومره به نشم.
يو ساعت تېر شو، خو د هغې زنګ رانغی، نور نو شک نه و چې هغه غله وه او زما انتظار خوشې و، زړه کې هغې ته په کنځلو شوم چې فون مې وشرنګېده، سکرين ته مې وکتل،شمېره نوې وه، يقيناً چې مسته وه.
اوکی مې کړ، هغې ځای راوښود او زه په خوښۍ د دوکان په بندولو شوم. کومه کوڅه يې چې راښودلې وه پرې ورننوتم، هلته د ښځو او سړيو سخته ګڼه ګوڼه وه. او هره چادرۍ والا راته مسته، مسته ښکارېده.
هغې په کوڅه کې د پيپل ونه راښودلې وه او ويلي يې و چې ورلاندې به ولاړه يم. رښتيا هم له لرې مې وليده، مسته انتظار وه، د هغې چې په ما سترګې ولګېدې روانه شوه، زه ورپسې چټک شوم.
ځان سره مې کرل ريبل چې راځه لکه د ښځې يې له لاس نه ونيسه او ورسره روان شه، خو رانه نه کېدله، نه پوهېدم چې کوم ځای ته به مې وړي؟ ورڅنګ ته شوم، سر مې غوږ ته ورکوږ کړ.
– چرته ځو؟
څه يې ونه ويل رانه اړخ ته شوه.
زه ټکنی شوم، هسې نه چې هغه نه وي. خو خپله وه. بيا ورڅنګ ته شوم.
– ريکشې ته نه خېژو؟
ناڅاپه هغه ودرېدله او زه يې له ګرېوان نه ونيولم.
– خره، سپيه، خپله خور او مور نه لرې؟
ما خبرې ته خوله جوړوله، چې څټ کې مې يو دروند ګوزار وخوړ او نور نو هلته د ثواب تږيو دا نه پوښتل چې اصلي خبره څه ده؟ په ما يې شروع وکړه، د خلکو په ګوزارونو کې مې مسته وليده چې پلاستيک يې په مخ راوويشت او ځان يې وويست. داسې وهل ما په ژوند نه و خوړلي، له خوځېدو يې وويستم.
سترګې راباندې پټې شوې، بيا مې يو غږ واورېد چې؛ لرې شئ، پرېږدئ. بس. بس
چې سترګې مې خلاصې کړې، نو پوليسو ماموريت ته راوړی وم. يو يې راته په مخ اوبه راشيندلې.
– په هوش راغی قومندان صيب!
پوليس ما ته يو ګيلاس اوبه د څښلو لپاره راکړې.
قومندان زما په بد حالت خواشينی ښکارېده. په مېز هغه لاکېت او ګوتمۍ اېښې وې، چې مستې ته مې ورکړي وو.
– ولې ځوانيمرګه؟
ما له شرمه سترګې ښکته کړې او قومندان ته مې ټوله کيسه وکړه.
هغه حيران شو.
– داسې يې درسره څنګه وکړل؟
زه هم حيران وم، چې مستې ولې داسې کار راسره وکړ؟ کوم مې چې په خيال کې هم نه راتلل.
په فکر شوم، داسې مې وګڼله چې؛ مسته له دوکان نه د وتلو وروسته بل زرګر ته ورغلې، له ما اخيستې توکي يې ورښودلي او د هغوی د اصليت په راز پويه شوې.
قومندان سره مې خپل فکر شريک کړ.
هغه لاکېت او ګوتميو ته وکتل.
– بلکل دا خبره صدق کوي، که تا مسته نه وی تېرويستی، نو هغه کار به يې درسره کړی وی چې تا يې هيله لرله،مطلب مې دا دی چې مستي به يې درسره کړی وی…. خو ځه، اوس يې هم درسره داسې مستي کړې، چې په ژوند به دې هېره نشي.

[/pukhto]

3 خوښونې

اړوند مطالب

خبریالان ولې وژل کېږي؟
لوبه
ادبيات څه شی دی؟
کرکټ کې هر څه سخت دي
فيل څه ډول حيوان دی
تور مار
د ريکشو ښار
موږک

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اکتوبر 2017
S S M T W T F
 123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
28293031  
« Sep   Nov »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /