مشرقي ولس ته !

محمد بشیر
[pukhto]
یو مهال ننګرهار د علم او فرهنګ زانګو او همیشه بهار بلل کېده، له بده مرغه دا دواړه عالي صفتونه یې د تت کېدو په حال کې دي. د دې ولایت مطبوعات، تاریخي ځایونه، فرهنګي – سیمه ییز مناسبتونه او دې ته ورته معنوي او تاریخي ارزښتونه د لاسه وتو په حال کې دي . دا چې ولې او په څه ډول او د دې د مخنیوي لپاره څه پکار دي، دا یو لوی بحث دی. راتلونکې کې به په تفصیل ورباندې خبرې وشي.
د ملي ارزښتونو په وړاندې چلند هم بېخونده دی، موږ دلته بالعموم خپلې ملي پیسې له چلنده ایستلي او په یوه لوی حجم بهرنیو پیسو باندې سوداګریز او اقتصادي معاملات ترسره کوو، دلته د دې ځای هم نه دی چې د فرمول او اقتصادي سنجش پر میتود هغه زیان محاسبه شي چې یوه ورځ کې یې موږ خپل ملي اقتصاد ته اړوو. له بلې خوا که دغه زیان رسنیو کې خپور شي، ممکن د نورو ولایتونو خلک پرموږ کلک انتقاد وکړي او ممکن د دوی له محاکمې ځان ونشو ژغورلای.
که پورتنۍ نیمګړتیاوې نشو جبرانولای او د قوت لایموت سرګردانیو دغه ارزشونه را څخه هیر کړي دی، اقلاً د دغې ګیډې او ورځني ژوند لپاره خو باید یوڅه وکړو.
نن د ننګرهار او ټول افغانستان بده ورځ د ډېرو خلکو وزګارتیا او د فقر له کرښې ټیټه کچه کې ژوند دی. دا په داسې حال کې چې ننګرهار ډیر قوي اقتصادي پوتنسیل لري. اوبه، کرنیزې ځمکې، معادن، دلویو لارو انکشاف او سوداګري، د توریزم عواید، لاسي صنعت او کلیوالي تشبثات (چرګانو روزنه، کب روزنه، د شاتو تولید…) هغه څه دي چې په ډراماتیک او حیرانوونکي توګه د خلکو ژوند کې مثبت بدلون راولي، داقتصادي وضعیت په ښه کېدو سره خودبخود منکرات هم له منځه ځي او د دې ولایت اوسیدونکي د عزت د ژوند خاوندان کېږي، لکه هغسې چې حديث شريف دی چې ترټیټ لاس څخه اوچت لاس او تر ضعیف مومن څخه قوي غوره دی. داسلام مبارک دین د عزت دین دی، فقر او بیوزلي نه خوښوي. دلته دا موضوع هم اوږد بحث ته اړتیا لري. فعلاً له موقع په استفادې هغو بالقوه ګواښونو ته نغوته کوو چې همدا اوس راته ترمخې دي:
ننګرهار خپلې ډیرې ښې کرنیزي ځمکې له لاسه ورکوي، خو په بدل کې یې څه نه ترلاسه کوي، د شنې ساحې په له منځه تلو چاپیریال ویجاړ او راز راز ناروغۍ زیاتې شوي دي. داپه داسې حال کې چې یوه ونه ۲۵ تنو ته اکسیجن ورکوي او د هوا د ناپاکېو په وړاندې د طبیعې فلتر حیثیت لري، خو موږ هره ورځ په سلګونو ونې له منځه وړو !!
له دې پرته اوس نور هیوادونه خپله خاوره په عسکرو نه ساتي، بلکې په ونه یې ساتي! موږ افغانان ناري وهو چې په یوه لپه خاوره سر ورکوو ؟ خو خبر نه یاستئ چې د شنه فرش په لاسه وتو هرکال ټنونه خاوره درڅخه ځي، دا په داسې حال کې چې د یوسانتي مربع خاورې تشکېل په اوسط ډول ۳۰۰ کلونو ته ضرورت لري .
که دلته ساینسي مسایلو ته داخل شو، بیا نو بحث ډیر پیچلی او اوږدیږي. بیا د ایکو سیستم او چاپیريال ساتنې موضوع مخې ته راځي او ممکن د لوستونکو د ستومانۍ لامل شي. او په دې پوهیږو چې ننګرهار د چاپیریال ساتنې لپاره هیڅ او هیڅوک هم نلري. خو باید هیره نکړو چې د ژوند چاپیریال یو ایسار شوی فزیکي سیستم دی چې د انرژي او کتلې د تبادلې په واسطه د ژوندیو موجوداتو ټول حیاتي سیستم تراغیزې لاندې لري.
د ژوند چاپیریال د فزیکي او بیولوژیکي اجزاوو له مجموعي توازن څخه جوړ شوی دی. دغه اجزاء ژوندي او ناژوندي موجودات دي چې د ژونديو موجوداتو فزیکي برخه یا د اوسیدو ځای (Habitat) بلل کېږي. په مجموع کې زموږ محیط دوه برخې لري: یو یې ژوندي یا حیاتي محیط چې د انسان په ګډون ټول ژوی، ونې- بوټي او کوچني ژوندي اجسام (مایکروارګانیزمونه) را اخلي، بل یې نا ژوندی محیط دی لکه خاوره، غرونه، دښتې اوبه، خاوره او تیږي. موږ په ننګرهار کې دواړه برخې له ګواښ سره مخ کړي دي. دلته یې د اوبو، خاورې د منابعو او د شنې ساحې په نااګاهانه او پټو سترګو تخریب باندې خبرې کوو:
افغانستان یوه تباه کوونکي جنګ سره مخامخ دی، دا جګړه د انساني او مادي تخریب ترڅنګ اقتصادي اړخ هم لري، یعنې دښمن ستا هرې ذرې ګټې ته ځیر دی، خو ته یې داسې لالهانده کړی یې چې یوې مړۍ ډوډۍ پسې ستومانه او د خپلې سبا ورځې فکر ته هم نه یې وزګار. اوس خبره دې برید ته راورسېده چې د دې سیمې هر بوټي او هرې ونې او هرې لپې اوبو ته په ډیر مهارت پلانونه جوړیږي، خو ننګرهار خوار خبر هم ندی. زموږ طبیعي ځنګلونه تباه شول، کرنیزې ځمکې مو له منځه ولاړې او اوبه مو په مفته را څخه روانې دي او موږ د لوی سیند تر څنګ تږي ناست یو.
دغه د ننګرهار کانال څو ځایونو کې سوری شوی او اوبه یې څو ځایونو کې بیرته سیند ته ورتوییږي خو موږ ورڅخه استفاده نشو کولای، څو کاله مخکې د ګمرک ودانۍ جوړېده، د دې لپاره داسې زراعتي ځمکه غوره شوه چې کافي اوبه یې هم درلودې، خو له دې ساحې څخه یو څو لویشتې بر موږ پراخه دښته درلوده چې د موجوده ګمرک په پرتله مو درې دومره لوی ګمرک جوړولای شو چې اوس به یې کافي دفترونه، د پارکنک ځای او په کلکه- پخه ځمکه لوی لوی ګودامونه لرل، حال داچې په اوسني ګمرک مو ۳۰۰ جریبه ځمکه هم له لاسه ورکړه او مشکل مو هم حل ندی. که هغه وخت مو هوښیار چارواکي لرلای دا لویه ضایعه به نه پیښیده . دکانال فارمونه (چې هم ملي اقتصادي انکشافي پروژه ده او د چاپیريال له پلوه فوق العاده ارزښت لري) مو په لوی لاس په وچه بیدیا بدل کړل . د دې د له منځه وړلو لپاره په ډیر مهارت کار وشو.
همدا اوس هم دا مهارت دوام لري. څه موده وړاندې مې د جلال اباد د ښار په دیوالو عجیب اعلان کوت، لیکلي یې و( والتین وزیتون،… دزیتونو پاڼې پرې کړئ، ویې ایشوئ، ښاخونه یې پرې کړئ ….ډاکتر پلانی …) ما چې د طب پوهنځي کې څومره پلټنه وکړه په دې نوم مې کوم ډاکتر ونه موند، دا اصلاً داسې یو اعلان و چې موخه یې د زیتونو د ونو تباه کول و، لکه څوکاله مخکې چې د پستې د ریښو د وهلو د ثواب په هکله لیکنې د شمال ولایتونو کې خپرې شوې وې او خلکو د پستې د ونو ریښې راایستلې.
د دغو اعلانو لیکونکی عادي سړی نه دی ، دی په دې پوهیږي چې پسته د افغانستان مهم صادراتي قلم دی او په اقتصاد کې یې مهمه ونډه لري او د وچوبي په وړاندې کلک مقاومت لري، د دې ونې که ډډ وهل شي یا یې ښاخونه پرې شي، بیرته په اسانۍ وده کوي، خو که ریښه یې پرې شوه بیا نو د پستې ځنګل ډیر اسانه ختمیږی، نو راځه د ثواب په نوم یې په خپله د افغانانو په لاس تباه کړه. او همدا ډاکتر (…) په دې هم پوهیږي چې د کانال د زیتونو بوټي هغه وخت ختمیږي چې ښاخونه او پاڼې یې وتوږل شي!
له بلې خوا له ۱۲ کلونو راهیسې د سړک جوړونې د پروژې په نوم دکانال د فارمونو ونې وهل کېږي، حال دا چې دا سړک موږ ته هیڅ ندی پکار، ددې پر ځای باید موږ د هزار ناو او باسول له سیمې مخ په جنوب او جنوب غرب یو لوی (هایوی) جوړ کړو چې زموږ پنځه ولسوالۍ یو بل سره ونښلوي او د حصارک له سیمې مو د کابل خاک جبار ته ورسوي او هلته یو لوی تجارتي مارکېت جوړ کړو چې د ماهیپر او پلچرخي له تنګې لارې چپ شو، له دغو پینځوولسوالیو د سړک په تېرېدو په خپله دغو ولسوالیو ته امنیت، اقتصاد، پولیس، حکومت، معارف، صحت… لنډه داچې هر څه ورځي.
اوس یو چا فرمایش ورکړی چې د فارمونوپاتې ونې دې ووهل شې چې یو سړک ګنبيري ته وکاږو. دا ګنبیري کې څه دي چې سړک ورولي؟ ګنبيري ته ولې د کونړ له سینده د اوبو کانال نه ورولي ؟ کوم تجارت، کوم تولید، کوم اولویت ؟؟؟ ډیره مشکله ده چې د دې اصلي موخه او زموږ مجبوریت او لومړيتوبونه دغې لیکنه کې ځای کړم، خو هیله لرم چې نور نو ننګرهاریان ویښ شي. بس ده بډایومو ډیر خوب وکړ، چارواکو مو ډیر چور وکړ او بیوزلي مو د قوت لایموت په لالهاندیو کې نور هم بیوزله شول. لږ بیدار شئ.
اوس راځو د چاپیريال او چاپیریالي شتمنیو او پالیسۍ خبرې ته :
دچاپیریال ساتنې په برخه کې پالیسي هغه کُلي تګلاره ده، چې په راتلونکې کې د طبیعت د ډیرو قیمتي، کمیابه اومتنوعو شتمنیوپه وړاندې د فعالیت څرنګوالی او له هغو څخه د ګټې اخیتسنې لارې- چارې ټاکي. دا یو داسې عملي او علمي میتود دی، چې بیلابیلو او ځینې وخت د چاپیریال په اړه متناقضو غوښتنو ته ځواب وایي. دچاپیریال د پالیسیګانو په جوړولو او ښودلو کې متخصص کارپوهان (هغوی چې د طبیعې منابعو په هکله پوهیږي) ډیر رول لري. دلته له متناقضو غوښتنو څخه موخه داده چې له یوې خوا موږ د طبیعت اقتصادي ورکړو ته اړتیا لرو، له بلې خوا باید د هغو ساتنه وکړو، له یوې خوا تولیدي فعالیتونوته وده ورکوو، له بلې خوا یو شمیر تولیدي رشتې چاپیریال ته زیان اړوونکې دي. په دې ډول سره چاپیریال ساتنه باید په ستونزمن ماحول او متناقض حالت کې د حل د لارې موندونکې ( problem solving) وي، او دا هغه وخت امکان لري چې موږ ورته د علمي څیړنې په مرسته ارزښتمند معیارونه غوره کړو او علمي موندنې په واقعي نړۍ (طبیعت)کې تطبیق کړو.
دچاپیریال ساتنې پالیسیګانې د علمي توب ترڅنګ باید باثباته، واقعیت باندې ولاړې، هدف لرونکې، عمومي، کره او پخې وي. دچاپیریال ساتنې پالیسي له طبیعې او ټولنیزو (دواړو) څانګو له علوموسره اړیکې لري. لکه ایکالوژي، سیاست، اقتصاد، بوتاني، بیولوژي، د مدیریت علم، سازماني اړیکو، طب او عامه پالیسي جوړونې سره ټینګه رابطه لري.
پرمختللو هیوادونو د چاپیریال ساتنې د مدیریت لپاره ځانګړې ادارې او متخصص مدیریت توظیف او په کار ګومارلی دی، خو افغانستان، په تېره ننګرهار دې برخه کې ډیر خوار دی.
ننګرهار کولای شي دې برخه کې مطالعه وکړي او د نړې له تجربو استفاده وکړي. د بېلګې په توګه دامریکې متحده ایالاتو کې په ۱۹۷۰م. کال کې د چاپیریال ساتنې ځانګړې اداره رامنځته شوه، وروسته بیا په انګلستان او ایرلنډ کې همدا ډول ادارې د چاپیريال ساتنې د پالیسي د تطبیق لپاره جوړې شوې. د استرلیا د هیواد د چاپیریال ساتنې اداره د چاپیريال ساتنې د مدیریت او پالیسي برخه کې یوه ډیره فعاله اداره ده، همداسې هم د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنې پروګرام په ټولو هیوادونو او له هغې جملې، افریقا، هندوستان، چين ، اروپا او روسیې کې په علمي څیړنو بوخته ده.
د اروپایي اتحادیې د چاپیریال ساتنې وزیرانو د۲۰۰۱۶م.کال دسپتمبر په وروستیو کې خپل منځ کې د چاپیريال ساتنې قانون لاسلیک کړ. د ملګرو ملتونود چاپیریال ساتنې تړون د نړۍ ۱۴۴ هیوادونو لاسلیک کړی دی، خو د چاپیريال نه ساتنې په هکله هغو له ۴۰ زیاتو هیوادو ته د انتقاد ګوته نیول کېږي، چې د نړۍ له نیمایي زیات ککړوونکو توکو او کاربن دای اکساید د تولید مسئول دی.
زموږ هیواد کې هم د چاپیریال ساتنې اداره د اتیایمې لمریزې لسیزې په پیل کې د موقت حکومت په تاسیس سره جوړه شوه. زموږ هیواد د خپل چاپیریال، غوره اقلیم، د ژویو او بوټو د تنوع او ښکلیو منظرو او نایابه الوتونکو، ژویو او بوټو له پلوه یو بیساری هیواد دی، خو له بده مرغه تر اوسه پورې دغې موضوع ته پوره کار نه دی شوی او نه هم پوره علمي څیړنې دې برخه کې ترسره شوي دي. د همدې نیمګړتیا له مخې زموږ هیواد کې چاپیریال او طبیعي منابعو ته لوی ګواښونه متوجه دي. د دغو ګواښونو مخه هغه وخت نیول کېدای شي، چې یو غوره مدیریت ورته ولرو.
د چاپیریال ساتنې پالیسي د هغو پالیسیګانو له جملې څخه ده چې تطبیق یې د څوګونو ادارو او مختلفو بیروکراسیو له خوا ترسره کېږي، یعنې تطبیق او اجرا یې عامه پوهاوي او د ذیدخلو ادارو او ارګانونو د همکارۍ ګډې فضا ته اړتیا لري، چې د متحدانه هڅو په واسطه دغه پالیسي تطبیق شي. د دغه ډول پالیسیو د اجرا لپاره مشترکو قوانینو او لایحو ته ضرورت وي.
دچاپیریال پالیسي یعنې څّه؟
کله چې يوه ټولنه، اداره او سازمان د ژوند د محيط په اړه يوه تدوين شوې برنامه او د تدابيرو مجموعه ترتيبوي او د راتلونکو اجراتو اوخط مشي يوه مجموعه اعلانوي، د چاپيريال د پاليسي په نوم ياديږي. دچاپيريال پاليسي هم په کوچنۍ کچه ( دکلي، ښار، هيواد) او هم په لويه کچه ( د څو هيوادونو ) په کچه او ان د نړۍ په کچه جوړه او تطبيقيږي.
د چاپيريال پاليسي د ځانګړو چاپيريالي (محيطي) موخو د ترلاسه کولو د ډاډمنتيا لپاره جوړه او په پام کې نيول کېږي. پاليسي هغه د پام وړ تصاميم دي، چې دا څرګندوي چې څه بايد وشي او له کوم شي بايد ډډه وشي. دا يوه اګاهانه او شعوري پوهه او د تدابيرو مجموعه ده چې د طرح، تطبيق او ارزولو له مخې بيلابيل پړاوونه لري.
د چاپیریال پالیسي ټولې هغه هڅې او تدابیر دي چې د ککړوونکو د کمښت، بې اغیزې کولو، د محیط د تعادل او د ایکوسیستم د بقا لپاره کېږي. مه پریږدئ چې هر څوک مو په شتمنۍ لوبې وکړي او ستاسې حیاتي مسایل د اقتصادي جګړې لپاره قربان کړي. راځئ د ژوند د یوې مهمې اړتیا په توګه په دې برخه کې یو سیمه ییز ډیالوګ او یو څو کنفرانسونه جوړ او د مدنې ټولنې او با درکه او پوهو ځوانانو په همت د دغې ستونزې حل ولټوو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي