مشروعیت
میوند درځار
[pukhto]
های هی څه وختونه وو، نه رانه چا د زده کړو پوښتنه وکړه، نه د کاري سابقې خو يو چا مې سپارش وکړ او ايسته ديوې ادارې ريس مقرر شوم، نه بېسواده خو نه وم، مکتب څه چې فاکولته مې هم پاس کړې وه، خو چې ريس کېږي نو په خپل مسلک کې بيا دا واړه ماموريتونه خوند نکوي!
که دخپلو خپلوانو مړي ژوندی رانه پاتې و خو يو يې هم رانه خفه نه و، ځکه چې ټول مې له ځان سره ځای په ځای کړي ول، بې دندې مې پکې څوک نه وو پريښي.
درياست د وخت کور، موټر ، ساتونکي های ارمان دی نو….؟
نور ريسان به په اوونۍ کې يو ځل د ولايت اداري مجلس ته تلل او زه په هره ورځ دوالاحضرت والي صيب په دفتر کې ناست وم، والاشان والي صيب به زما له ټولو تجربو او مشوره برخمن وو نو په مابه يې پام هم ډېر وو، په يو وخت کې د څو کميسونونو غړی وم.
د هرې غلا د بررسۍ په هيت کې به شامل وم.
د والي صيب ځانګړی سلاکار وم، ورسره به مې دبيارغونې ټولې پروژې دخپلو ساختماني شرکتونو لپاره اخستې، ورک يې کړه چې رايادېږي زړه مې ورسره اوبه کېږي.
يره چې يو ريس جمهور خو حداقل شل پنځه ويشت کاله په خپله چوکۍ پاتې کيدای شوای نو؟؟
د ديموکراسۍ دا اصل خو مې بيخي خوښ نشو!
وايي علت ځي خو عادت نه ځي.
دا سپېرې ګوتې چې د پيسو په راټولولو او داسپېره ژبه چې دچا رواکو په مدحه عادت شوې نو زه هم کرار نه شوم او د نوي والي صيب هر کلی ته په اوله جوپه کې ورسېدم.
راشه که يې ګورې هلته دمداحانو دومره ډلې راټولې وې چې دې بنده ته پکې دکيناستو ځای پيدانشو.
حتی دخبرو نو بت هم چا رانکړ همداسې راووتم، څو ورځې لاړم او راغلم، خو داسې ښکاريده چې د والي صيب نو يومداحانو زمونږ د پخوانيو هغو په اړه والي ته ډېر غلط تبليغات کړي ځکه خو چا ليفټ هم نه راکولو.
دځينو دوستانو په خوله مې والي صيب ته دنوې دندې دمبارکۍ پيغامونه هم ولېږل، کومې غونډې ته چې به هغه تللو زه به هم بې بلنې ورسيدم او په ورپسې کتار کې به ناست وم، خو دې هڅو مې هيڅ ځای ونه نيوه، څو مدني ټولنوته ورغلم خو له هغوی سره مې چې له پخوانه اړيکې ښې نه وې، نو له سوړ بر خورد سره يې مخ شوم .
خدای شته زړه مې ډېر تاو وکړ، بس ای مړه ښه دی چې فيسبوک خو شته کنه، هر سړی پکې ځانته يوه رسنۍ ده.
اوس مې دادی ځانته پکې يوه پاڼه جوړه کړې او هره ورځ يې سپانسر کوم، ټوله ورځ زه يم او د نظام په وړاندې منفي تبليغات دي، چې زه او زما د ملګرو په څېر تجربه کاره خلک پکې نه وي هغه نظام هيڅ مشروعيت نلري؟
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي