مطالعه څه ګټې لري؟

احمد جمال جمال
[pukhto]
تېره دوشنبه چې د سلواغې څلورمه وه. دمينې مجلې مسؤل عزت الله ځواب سره وم، مازيګر کتابپلورځي ته دوه هلکان راغلل چې ځانونه يې د شمشاد راډيو کارکوونکي ښوول. اول يې د ځواب صيب نه پوښتنه وکړه.
ښاغلی ورته د مطالعې په ارزښت ښه په تفصيل وغږېده. بيا يې همدا پوښتنه له ما وکړه چې د مطالعې څه اهميت دی؟ او ستاسې په ژوند کې يې څه توپير راوستی؟ ما له هغوی معذرت وغوښت چې زه به داسې سملاسي ځواب ورنکړی شم،خو هغوی بې حده ټينګار کاوه، ما نه غوښتل چې بې بنده وباره خبرې ورسره وکړم او نه مې کولای شوې. نه پوهېږم چې ولې حاضر جواب نه يم، خو ورسته راته ډېرې خبرې او کيسې رايادې شې او په پوښتل شوې موضوع ډېر څه ویلی او ليکلی شم.
کيسه داسې ده چې ما په کوزه پښتونخوا کې زده کړې کړي، چرته چې پښتو ژبه په نصاب کې اختياري وه، لازمي نه وه. خو تر څلورمه د افغان مهاجرو په تنظيمي ښوونځي کې وم او بيا په شخصي مکتب کې شوم چې انګليش ماډل سکول و، چرته چې پښتو ژبې هېڅ وجود نه درلود او خلکو به پښتو د تيږي د زمانې ژبه ګڼله. زياتره استادانو ورته د جهنم ژبه ويله. خو د الله ج فضل و چې وحدت ورځپاڼه او پښتون مجله چاپيدله. ورځپاڼه لواړګي ته راتله خو مجله به مې کله پخپله او کله په ملګرو له پېښوره راغوښته او ښه په شوق مې لوسته.
د همدې چاپي رسنيو برکت و چې د پښتو شعر و شاعري مې ولوسته. د رحمن بابا شاعري وه، دسنګر جمال، علي حيدر جوشي او داسې نور کتابونه. په وحدت کې مې د نورالبشر نويد صيب او سعدالله جان برق صيب کالمونه ډېر په مينه لوستل. له دې سره مې د اردو ژبې اخبارونه هم کتل او لوستل چې ډېر خوند به يې کولو.
په اردو ورځپاڼو کې ډېر ښه او معلوماتي کالمونه راتلل، چې د خوشنود علي خان کالم، سليم صافي کالم، د امجد اسلام امجد او داسې نورو ليکوالانو له کالمونو مو زده کړه کوله.
مطالعه انسان له مختلفو نظرياتو سره اشنا کوي. او د هر چا فکر او ليدلوری ورته ښايي. مطالعه د مزبوتو دليلونو او ماخذونو سرچينه ده. مطالعه د باسواده انسان مغز له فلج کولو ساتي او د پوهې او ذکاوت په لوړوالي کې يې مرسته کوي. نن که زه غزل، سندره، کيسه او ناول پېژنم دا د مطالعې برکت دی.
ماته که د خپل هېواد خواخوږي او اتلان معلوم دي نو د مطالعې له مخې دي. زه که حمزه ته بابا وايم د هغه اشعار مې لوستي، که غني خان ته اخترام لرم د هغه کتاب مې لوستی.
ما که د هغوی کتابونه او شاعري نه وی لوستی په دومره احترام ورته کله قايلېدم؟ او د هغوی له علميته څه خبرېدم. خوشال خان که مې پېژندلی نو د هغې شاعرۍ او دستارنامې راپېژندلی.
زه يې چالره وهم قدر يې چا زده
په اور وسوزه دا توري قلمونه
ډاکتر عايض القرني وايي چې: مطالعه زمونږ تېروتنې اصلاح کوي او په بيان کې مو فصاحت او بلاغت پيدا کوي). مطالعه چې نه وي مونږ په کوم جوړ شوي قانون يا تګلارې نه نيوکه کولای شو او نه په پټو سترګو داد ورکولی شو. همدا مطالعه ده چې د ګاندي جي او باچا خان په څېر شخصيتونه مو وپېژندل. د تشدد او عدم تشدد په مانا او مفهوم پوی شو.
که مطالعې ارزښت او اهميت نه درلودی نو دا اليکټرانک ميډيا باوجود به دومره چاپي رسنۍ نه وی. مونږ د مطالعې مينه وال د عالي ذوق خاوندان ګڼو. کتاب د الفاظو هديره او مطالعه د لفظونو روح ګڼم. که مطالعه نه وي نو د اپلاتون، سقراط، ارسطو او شکسپير نظريې به هم د هغوی د هډوکو په شان خاورې شوې وای. مطالعه د زده کړې لپاره مهمه او اسانه لاره ده.
د مينې مجلې د پنځه، شپږو کلونو مسلسل مطالعې راته نور ليکوالان هم راوپېژندل. چې زما د مطالعې تنده يې خړوب کړه. مينې راته استاد غضنفر راوپېژنده. استاد منلی، استاد شپون او عبدالعفور لېوال يې راوپېژندل. همدا مطالعه ده چې د ليکلو توان يې راکړو او نن مينې ته په پوره وياړ ليکنې کوم. د ليکوالانو لپاره مطالعه داسې ګڼم لکه د شاتو مچۍ چې د ګلونو رس يا شيره خوري.
ويل کېږي چې په نړۍ کې تر ټولو زياته مطالعه انګريزان کوي. خو اوس په ډېرو هېوادونو کې په حکومتي سطحه د مطالعې د دودولو لپاره ښه عصري او مجهز کتابتونونه شتون لري چې خلک په کې د مختلفو کتابونو او مجلو مطالعه کوي.
مونږ د کتابونو ترڅنګ بېلابېل ویب سايټونه لرو چې په کور دننه يې راته دمطالعې زمينه مساعده کړې. دمطالعې د دودولو لپاره حکومت بايد په محبسونو کې هم کتابتونونه جوړ کړي چې بنديان په کې د سيرت النبي او د هغه کتابونو مطالعه وکړي چې د اجتماعي ژوند او عدم تشدد درس ورکوي.
زمونږ يو شمېر دوستان شکايت لري چې د مطالعې په وخت يې زړه تنګېږي، خوب ورځي او يو قسم ستړيا محسوسوي، يقيناً چې يو نيم کتاب داسې وي چې د راخيستو سره مو زړه بدوي او له مطالعې يې مخ ګرځوو. لامل يې دا دی چې مونږ د هغه کتاب له موضوع سره فطرتاً جوړ نه يو، مطالعه کولای شو او شوق ورسره لرو خو چې د کتاب موضوعات مو په زړه وي.
دا هم کېدای شي چې دکتاب د ليکوال يا ژباړن سره زمونږ عقيدوي يا نظرياتي اختلاف موجود وي. او يا يې ليکوال له مونږ نه کم عمره او د ټيټې کورنۍ وي نو دلته په مونږ کې يو نرګسيت راپيدا کېږي او مطالعه يې پرېږدو. حالانکه که هغه ډېر ګټور کتاب يا مضمون هم وي.
داسې هم کېږي چې ليکوال مو هم په زړه وي. موضوع سره يې هم جوړ يو، خو د يو څو پاڼو لوستو نه وروسته يې نه ګورو او کتاب پرېږدو، نو امکان دې ولري چې د کتاب خاوند په اړونده موضوع څه نوې خبرې نه وي کړې، يا څومره مالومات چې هغه لري له مونږ سره هم شته او يا به زمونږ له پوهې بره اوسخت وي. نو په داسې حالاتو کې مونږ بايد مطالعه پرېنږدو، بلکې کتاب او ليکوال دې بدل کړو. او يا دې د نورو هغه موضوعاتو کتابونه واخلو چې زموږ خوښېږي او دلچسپي په کې لرو.
وږی دې يم تږی دې يم ، خو بې علمه دې نه يم.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي