مطالعه څه ګټې لري

ژباړه: رضاءالله ځار
[pukhto]
څېړنو ثابته کړې، هغه کسان چې مطالعه کوي، دوی يو ډول ورزش کوي او د هغه کسانو په پرتله دوی ډېر خوشاله او ارام دي، چې خپل وخت هسې عبث تېروي.
مطالعه ستړيا ختموي:
په هغه وخت کې چې تاسې ستړي ياست، د خپلې ستړيا لپاره څه کوئ؟ پلي ګرځئ؟ موسيقي اورئ؟ او که نور…
د ساسکس پوهنتون څېړونکي وايي: چې د ستړيا په وخت کې بايد مطالعه وکړئ، هغه څېړنې چې دوی کړي دي دا يې ثابته کړې ده چې د موسيقۍ اوريدل، پلی تګ او حتی تر قهوې څښلو هم د ستړيا د ختمولو ښه طريقه مطالعه ده، هغه خلک چې د ازمایښت لاندې نيول شوي وو، تر ۶ دقيقو مطالعې وروسته د دوی ستړيا راکمه شوې وه.
مطالعه استراحت دی:
ثابته شوې ده، چې مطالعه د ارام او د خوب لپاره د چمتو کېدلو يوه ښه لار ده، د موبايل کارول او د تلويزون ليدلو وړانګې مو په ذهن باندې بده اغېزه کوي او مغزو ته مو دا پيغام رسوي چې تاسې تر اوسه د ويښتوب په حالت کې ياستئ، حالانکې د کتاب لوستل مو ذهن ته دا پيغام رسوي، چې ستاسې ذهن د استراحت په حالت کې قرار لري.
مطالعه له تاسې مهربانه او ښه انسان جوړوي:
کتاب لوستونکي د کتاب نه لوستونکو په پرتله زياتره په ښه کارونو کې ونډه اخلي، نور خلک هم ښو ته رابلي او همېشه د نورو په خدمت کې وي، مطالعه له مونږ څخه يو ښه او مهربانه انسان جوړوي.
مطالعه مو مغز پياوړی کوي:
څېړنو ښودلې ده، چې د انسانانو مغز تر مطالعې وروسته خلاصېږي، د کتاب له لوستلو څخه څو ورځې پس زمونږ په مغز کې مثبت تغيرات رامنځته کېږي، د مطالعې کول مو مغز او عصبي رشتې پياوړې کوي.
مطالعه نور خلک درجذبوي:
يو تحصيل يافته او زده کړيال انسان د بې علمه انسان په پرتله په ټولنه کې زيات جذب لري، که تاسې مطالعه ولرئ، نو په يوه موضوع کې کولای چې ښه په جرئت سره وغږېږئ. ښې او بدې پايلې يې خلکو ته روښانه کړئ.
مطالعه مو هدف ته رسوي:
که هر څومره زياته مطالعه وکړو، نو همغومره به ښه شخص جوړ شو، که د يو قهرمان په باره کې کتاب لولو، نو له کتاب څخه په ګټه اخستو سره کولای شو چې مونږ هم له ځانه يو قهرمان جوړ کړو. دا په دې مانا ده چې مطالعه کول مو هدف ته رسوي او د يو کار کولو لپاره ښه انګېزه درکوي.
مطالعه انسان ټولنيز کوي:
هغه کسان چې مطالعه لري، په ټولنه، شرکت، ښوونځي، دفتر او په نورو فرهنګي او اجتماعي کارونو کې دوی په پراخه تندي ونډه اخستلی شي او د خپلې ټولنې خدمت کوي.
مطالعه مو ذهن ته درس ورکوي:
هر وخت چې مطالعه کوو، نو مونږ په اصل کې خپل ذهن ته درس ورکوو، کله چې مونږ په مطالعه کې له نوو لغاتونو سره مخ کېږو، هغه يادوو او پوښتنه يې کوو، په ذهن کې يې ساتو، نو همدغه يادول، پلټل او په ذهن کې ساتل خپل ذهن ته درس ورکول دي.
مطالعه مو ليکوال کوي:
هر کله چې مونږ مطالعه کوو، نو مونږ په ناخوداګا ډول ليکوال کېږو او په مطالعه کولو سره مونږ د ليکوالۍ هنر سره اشنا کېږو او يو څه ليکل راته اسانه کېږي.
د مثال په ډول: يو کس چې مطالعه نه لري، هغې ته ليکل ډېر سخت وي؛ خو بر عکس که د مطالعې څښتن ته د ليکلو ووايې، ډېر زر به درته يو څه وليکي.
مطالعه کول درسره د ژبو په زده کولو کې مرسته کوي:
که غواړئ چې يوه ژبه زده کړئ، نو د هماغې ژبې اړوند مطالعه وکړئ، هغه کسان چې هر وخت مطالعه کوي، د هغو کسانو په پرتله چې مطالعه نه کوي، نوي لغاتونه او ګرامر زر زده کوي، مطالعه کول درسره د ژبو په زده کولو کې مرسته کوي.
مطالعه جرئت درکوي:
تاسې به باور ولرئ او که نه!؟ خو مطالعه کول تاسې ته خبرې کول اسانه کوي او په ګرامر او لغاتو کې شته مشکل مو له منځه وړي، هڅه وکړئ په يواځې ځای کې په لوړ اواز مطالعه وکړئ، نو دغه په لوړ اواز مطالعه کول تاسې ته د خبرو کولو نور جرئت هم درکوي.
مطالعه مو له ذهني ناروغيو ساتي
هغه کسان چې له مطالعې کولو سره علاقه لري، په ذهني ناروغيو نه اخته کېږي، ځکه مطالعه د مغز ورزش دی، څرنګه چې د وزن کمولو لپاره تمرين ته ضرورت دی، نو له ذهني ناروغيو نه د ځان ساتلو لپاره ښه نسخه مطالعه کول دي.
ماشومانو ته مو کتاب ولولئ:
ارواپوهان په دې عقيده دي، که چېرې ماشومانو ته په جګ اواز کتاب ولولئ، نو ماشوم له کتاب سره يوه خاصه مينه او علاقه پيدا کوي، هېڅکله خپل ماشومان له کتاب لوستلو مه منعه کوئ، ځکه کتاب لوستل ورته تر موبايل کارولو او تلويزون ليدلو زياته ګټه لري.
مطالعه کول مو فقر ته نه پرېږدي:
د يوې څېړنې له مخې هغه کسان چې غريب دي، ۴۳ سلنه يې بې تعليمه خلک دي او هغه کسان چې تعليم لري، هغوی ۴ سلنه غريب دي.
مطالعه کول، زده کړې کول او ځان نه يو ښه انسان جوړول مو له فقر او بې وزلۍ څخه ژغوري.
ماشوم ته مو کتاب ورکړئ:
ماشومان مو ښوونځي ته تر تګ وړاندې له کتاب او قلم سره اشنا کړئ او ويې هڅوئ چې له کتاب سره مينه پيدا کړي، له دې سره کولای شي په مکتب کې ښې نمرې واخلي، همدارنګه د رياضياتو او نورو علومو په زده کولو کې ورسره مرسته کوي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي