67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ملګرتيا

سهار ګل احساس

[pukhto]
موږ ولې په ټولنيز ژوند کې د نورو د خبرې ماتونکي یو؟
انسانان په فطرت کې داسې دي چې د یو چا سره دې ملګرتیا ولري، خپله ملګرتیا وپالي او په هره شېبه کې د ملګرو سره فکري او فزیکي یوځای پاتې شي، خو تر ډېره دا چاره امکان نه لري او انسانان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره او یا په ژوند کې د داسې سختو او تنګو په راتلو، ملګري په فزیکي شکل بېلېږي.
فکري ملګرتیا بیا د مرګ تر کومي پورې راسره سفر کوي، د خپل ژوند په کمو کلونو کې، میلینونه خلک مې له نظر تېر شوي، د ډېرو سره مې خبرې شوي، د ډېرو مې خبرې اورېدلي، ډېرو سره په یو ځای کې د خپل پلان په اندازه اوسېدلي یم، بیا مې له یاده ویستلي او ژوند ته مې دوام ورکړی.
ځکه دا د ژوند دستور دی، چې ټولو خلکو سره سړی د خپل ژوند راز او نیاز نه شي کولای، کنه په کٌل کې کیسه د انسانیت ده او موږ باید انسانیت وپالو، خو که هر څوک ملګری کړو، ژوند ته یې راننباسو، بیا نو امکان ډېر دا دی چې یو به هم ونه پالو.
نو مهمه خبره دا ده چې لږ خلک د زړه کور ته را ننباسو، راز او نیاز ورسره وکړو، هره شېبه ورسره نږدې پاتې شو، کله چې تاسې دې حالت ته رسېدلي وی، چې یو څوک هر وخت باید درسره وي، بیا پوهه شئ چې د ملګرتیا دایرې ته ننوتی یې.
په دغه وخت کې موږ شعوري باید بیدار ووسو، وګورو چې ملګرتیا د مادیاتو په محور را وڅرخوم، که د معنویاتو، په هر صورت کې چې ملګرتیا د مادیاتو په محور راڅرخي، ژوند یې کم وي او مراندې یې غزېدلې نه وي، را ټولېدل یې زر کېږي، ځکه د مادیاتو سرچینې کمې دي زر یې د وچېدو امکان شته.
خو بیا معنوي انډیوالي بل څه ده، په دې کې د یو چا په شخصیت پورې ځان تړل کېږي، او یو څوک په خپل شخصیت پورې راتړي.
مادیاتو سره ملګرتیا:
د یو چا مادیاتو سره ملګرتیا، تر مادیاتو پورې وي، لکه موټر، کور، ځمکه، پېسې، او نور…… کله چې شته شیان تر لاسه شي بیا له منځه ځي، ځکه انسان چې اوږی وي غواړي چې په بې صبرۍ ډوډۍ وخوري، اوبه غواړي، او چې کله یې دا اړتیا پوره شي، بیا نو هغه هر څه ورته مخکې ایږده، مخ ترې اړوي او نه یې غواړي، همدا د مادیاتو د انډیوالۍ ژوند دی، چې څنګه له منځه ځي.
معنوي ملګرتیا:
په دې صورت کې موږ د یو چا پورې ځان تړو او یا څوک په ځان پورې تړل وي، دا ملګرتیا په فکر راڅرخي نه په فزیکي شتون، دلته موږ یو داسې څوک لټوو، چې زموږ سره فکري یو والی ولري، ناسته پاسته او ټولنیز ژوند یې زموږ په فکر جوړ راځي.
بیا ملکرتیا ورسره شروع کوو او هره شېبه غواړو چې فزیکي ورسره یو ځای ووسو، فکر که اوس هر څومره لرې وي سړی ورته نه فکر مند کېږي، په دې وخت کې انسانان د ډېرو خلکو سره کېني پاڅي.
دا هر څه باید ټولنیز ژوند غوښتنه وي، خو دا به په دې مانا نه وي، چې فکري ملګری یې له یاده او فکره وتلی دی، البته دا ویلای شو چې هغه ملګری دې د فکري ناروغۍ سره مخ نه وي، او ستا په کړنو او فکر یې باور جوړ وي.
ځینې خلک چې تاسې سره یې ملګرتیا د اړتیا په وخت کې جوړه شوې وي او دا باور لري چې بیا به د اړتیا په وخت کې لاس درته در اوږد کړي، هغوی ستاسې په هغه کړنو او اړیکو بې باوره وي، کوم چې د دوی د اړتیا په محور نه راڅر خي، په وړاندې یې عکس العمل ښایي، ستاسې د پاتې را وستلو ناکامه هڅه کوي او ځان مهم ښایي.
تاسې یې په وړاندې چپ پاتې شئ، بلاخره په ټولنه کې خپله اصلي څهره ګوري او ماته مني.
هڅه وکړﺉ د ملګرو په شتون مو ځان ډاډه کړﺉ، چې څوک د څه پر اساس تاسې سره ملګرتیا کوي. تاسې ورسره په کوم ځای کې قرار لرﺉ، او هغه ستاسې د ملګرتیا د دایرې په کومه ضلعه کې شتون لري، همدا څېړنه چې تاسې یې د ملګرو په اړه وکړﺉ، ملګري مو معلوم کړﺉ او په هر حالت کې یې د شتون هدف درک کړﺉ.
بیا نو له هم ننه بریالي یاست، ځکه ته امده ګي لرې دا پر ځای او په تجربو منل شوې خبره ده چې تصمیم دې نیولی او هغه څه ښه وایي: ”چې تصمیم د بري لومړی شرط دی“.
[/pukhto]

9 خوښونې

اړوند مطالب

تڼاکه
د هوا سترګو کې شګې
افغان پوځ وسلې نه شي ساتلای
هسې یوه خبره مې کوله….
خبریالان ولې وژل کېږي؟
نور ولولئ
کتاب لوستل شهکار دی !
موږ بايد څه وکړو
سم مزل نه شو کولای

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

فبروري 2020
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
29  
« Jan   Mar »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /