مناظره

ژباړن: اسدالله غضنفر
[pukhto]
دينونه دوه ډوله دي: يو هغه چې په نړۍ کې د خپلې عقيدې په خپرولو او د نورو اديانو د پيروانو په ماتولو باور لري او دې مقصد ته د رسېدو لپاره خبرې اترې او تبليغ کوي. بل هغه اديان دي چې له نورو سره د خبرو ضرورت نه ويني، له خپلو پيروانو بس دا غواړي چې په خپله عقيده کې کلک و اوسي. اول ډول اديان چې تبليغي ډلې لري، له يو بل سره يې رقابت وي. دوی د پيروانو د شمېر د ډېرولو لپاره، د تبليغ مختلفې لارې او ستراتيژۍ خپلوي چې هم د کشمکشونو او ټکرونو او هم د فکري ودې او تحرک سبب ګرځي.
اسلام چې هند براعظمګي ته راورسېد، له هندوايزم سره يې ټکر رانغی، ځکه په هندوايزم کې د خبرو اترو او بحث مفکوره نه وه. خو کله چې د شرقي هند کمپنۍ د ملاتړ په سيوري کې د عيسوي دين تبليغي ډلې هند ته راورسېدلې نو فعاليتونو يې اسلام ته خطره پېښه کړه چې په نتيجه کې يې د بېلو بېلو دينونو د علماوو تر منځ بحثونه دود شول. دې دود ته مناظره وايي. په مناظره کې چې یا به د خاصو کسانو او يا د عامو خلکو په حضور کې وه، د دين پوهانو په بېلو بېلو ديني مسايلو باندې د خپلې عقيدې په رڼا کې بحث کاوه. چې چا به خپل مقابل لوری بې ځوابه کړ، هغه د مناظرې ګټونکی و. د دې لپاره چې مقابل لوری په خپله عقيده کې راګير شي نو مناظره کوونکي ته پکار و چې د حريف له دينه خبر و اوسي.
په هندوستان کې د داسې مذهبي مناظرو پيل د اکبر پاچا له درباره هغه وخت وشو چې ده په ۱۵۸۰- ۱۵۷۹ کې عيسوي مبلغانو ته د ورتلو بلنه ورکړه. په دربار کې په هېڅ ژبه د بايبل (د عيسوي مقدس کتاب) نسخه نه وه خو دغو مبلغانو د بايبل عبري، لاتيني او يوناني نسخې له ځان سره لرلې. مسلمانو علماوو چې بابيل نه وو لوستی نو سم ورنه خبر نه وو، حال دا چې قران کريم په ۱۱۴۳ ميلادي کال کې لادکيتون رابرت( رابرت اف کېتون) په لاتيني ژباړلی وو. عيسايي مبلغانو چې د قران ژباړه ښه لوستې وه، له مسمانو علماوو سره په بحث کې يې ورنه استفاده کوله. د مسلمانو علماوو د معلوماتو کمی د دې سبب شو چې هغوی د عيسايي مبلغانو سوالونو ته په ځواب ورکولو کې پاتې راشي. يو ځل په يوه مباحثه کې ديني عالم شيخ قطب الدين عيسوي مبلغانو ته وويل چې راځئ اور ته ودانګو، که څوک ورنه روغ راووتل، معنا يې دا ده چې په حقه لار روان دی. خو اکبر پاچا دوی له دې چارې په دې دليل راوګرځول چې د اور کار سوځول وي، نه د حق و باطل معلومول.
عيسايي ډلو د اکبر د زوی، جهانګير په زمانه کې دربار ته تګ راتګ جاري وساته. دوی جهانګير پاچا ته په ۱۶۰۹ کې د بايبل فارسي ژباړه ورکړه.
دغه مذهبي بحثونه ښيي چې که څه هم د مغولو امپراطوري په سياسي لحاظ د خپل عظمت په اوج کې وه مګر د معلوماتو په لحاظ د هغه وخت د مسلمانو علماوو مزه نه وه او له تاريخ، فلسفې، منطق او نورو دينونو ډېر خبر نه وو. دوی د استدلال په نسبت په پټو سترګو منلې عقيده باندې ډېره تکيه کوله.
کله چې شرقي هند کمپنۍ په سياسي قدرت بدله شوه، نو د هندوستانيانو د احساساتو د پارېدو له وېرې يې د عيسوي مبلغانو په راتلو بنديز ولګاوه. خو وروسته په ۱۸۱۳ کې د عيسايانو تبليغي ډلو بيا اجازه ومونده چې هندوستان ته راشي او عيسايت خپور کړي. سر سيد احمدخان د ۱۸۵۷ کال د بغاوت د علتونو په باب په خپله مشهوره رساله کې ليکي چې د دې بغاوت يوه و جه په هند کې د عيسايي مبلغانو تبليغ و ځکه د هند خلک يې د خپلې عقيدې د ساتلو په برخه کې انديښمن کړي وو.
هندوستان ته تلونکو تبليغيانو به عربي، فارسي، اردو او د هند نورې ژبې زده وې او د اسلام او هندوايزم په اړه به يې مطالعه لرله. دوی د عيسايت د خپرولو لپاره د نورو دينونو له علماوو سره د عامو خلکو مخې ته مناظرې پيل کړې. په ۱۸۳۹ کال کې يو جرمنی مبلغ چې د کارل پفاندر نومېده، د مسلمانانو او هندوانو د عيسايي کولو په شوق هندوستان ته راغی. ده د مسلمانانو په اړه فکر کاوه چې اوس يې د زوال وخت دی او نور نو شيمه پکې نه ده پاتې. مېرمن اورل پاول په خپل کتاب (تر بغاوت د مخه هندوستان کې مسلمانان او د عيسايانو تبليغي ډلې) کې ليکي: کارل پفاندر چې د اسلامي نړۍ بدې ورځې او د اروپايانو سياسي – اقتصادي قدرت ته وکتل نو دا نتيجه يې واخيسته چې مذهبي ارزښتونه به هم د اروپايانو زورور وي.)
پفاندر ګومان کاوه چې د مسلمانانو اشراف، ملايان او عادي خلک چې د زوال په حالت کې دي، په خپل دين به يې باور کم شوی او په اسانه به عيسايت ته واوړي.
دغه وخت چې په هندوستان کې سياسي قدرت د عيسوي مبلغانو پر خوا وو، د دوی ګواښ تر پخوا پياوړی وو. خو له بلې خوا مسلمان علما په دې پوه شوي وو چې بايد د خپل دين دفاع د دليل په مټ وکړي نه د احساساتو په زور. نو دوی د بايبل له هغو ژباړو چې عيسوي مبلغانو د خپل د ين د خپرولو په نيت کړې وې، پوره ګټه واخيسته. هغه څوک چې په دې زمانه کې د مناظرو د ميدان اتل شو، هغه يو ملا نه بلکې يو ډاکتر وو چې وزيرخان نومېده. وزير خان له عيسوي مبلغانو سره د مقابلې لپاره په اروپا کې چاپ شوي کتابونه چې د عيسايت په اصولو يې نيوکې کړې وې، لوستي وو. دی چې په نوې پوهه پوره سمبال و، کار پفاندر ته يې په څو بحثونو کې ماته ورکړه. په اخر کې مات شوی پفاندر له هندوستانه ووت.
د نولسمې پېړۍ د مذهبي مناظرو يو اهميت په دې کې دی چې د دغو بحثونو په نتيجه کې ځينو مسلمانو علماوو په تېره سر سيد احمدخان او مولوي چراغ علي، له نويو ارزښتونو سره د اسلام د تعليمانو د تطابق لپاره د اسلام نوی تفسير او تعبير وړاندې کړ. سر سيد احمدخان او مولوي چراغ علي د عيسوي مبلغانو په وړاندې د خپل دين د دفاع په څنګ کې، اسلام ته له مترقي ليد لوري وکتل. خو د دوی نظرياتو د مسلمانانو د اکثريت توجه جلب نه کړه او د ديوبند علماوو له خپلو دوديزو او رواجي مفکورو سره ډېر ژر د هند په مسلمانه ټولنه کې نفوذ وکاوه، چې په نتيجه کې زموږ ديني علما يو ځل بيا داکبر پاچا په زمانه کې خپل دريځ ته ستانه شول. د نړۍ په باره کې د دوی ليد محدود شو او د ليد محدوديت دوی د نوې زمانې د غوښتنو له درکه عاجز کړل.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي