مهاتما ګاندي

یاسر حکیم شینواری
[pukhto]
مهنداس کرم چند ګاندي، چې د هند د ازادۍ اتل هم ګڼل کیږي په ۱۸۶۹م کال د اکتوبر په ۲ نیټه د هندوستان په ګوجرات ایالت کې وزیږید، پلار یې (کرم چند ګاندي)نومیده او د ګوجرات ایالت یو متوسط سوداګر او سیاستوال و.
ګاندي خپلې لومړنۍ زده کړې په همدې سیمه کې بشپړې کړې او لوړې زده کړې يې د حقوقو په برخه کې له ۱۸۸۸ تر ۱۸۹۱ م کلونو پورې په لندن کې تر سره کړي، دی بیرته د هندوستان ممبیي ښار ته ستون شو او هلته یې د وکیل په توګه دنده پیل کړه.
له ۱۸۹۲ تر ۱۹۱۵ کال پورې سویلي افریقا ته د ماموریت لپاره ولاړ او هلته یې د میشتو هندي او تور پوستو لپاره هم مبارزه وکړه، چې په غبرګون کې یې د ځایي حکومت له لوري څو ځله زنداني شو.
په ۱۹۱۵م کال بیرته هند ته ولاړ؛ چرته چې هغه ته د هغه د خدمتونو او مبارزې له وجې هندیانو مهاتما نوم ورکړ؛ خو ګاندي دغه نوم وړ نه ګاڼه، ځکه خو یې د ژوند تر پایه دغه خوښ نه کړ.
په ۱۹۲۰ کال کې د هند د ګانګریس ګوند مشر شو او په ۱۹۴۲ کال د جون د میاشتې په ۳ نیټه یې له برتانیې د هند د خپلواکۍ غوښتنه وکړه خو انګزېزانو ګاندي زنداني کړ او بلاخره د ناروغۍ له قبله تر دوو کالو بند وروسته بیرته خوشې شو.
په سويلي افریقا او هند کې ګاندي د انګرېزانو له خوا څو ځله زنداني شو.
ګاندي د خپل ژوند ټولټال ۸ کاله په زندان کې تیر کړي.
د ۱۹۴۷ م کال د جون پر دریمه نیټه د برتانیې لومړي وزیر کلېمنټ اټلي د هند پر دوو برخو هندوستان او پاکستان د وېشلو اعلان وکړ.
ګاندي د ستر هند د ویشلو مخالف و، خو کله چې د هند د ویش په مهال کورنۍ جګړې ته ورته حالت رامنځته شو، یوازې د ګاندي هلې ځلې وې چې دغه اخ و ډب یې ډېر ژر قرار کړ.
ګاندي خپله هندو و، خو ټولو مذهبونو ته یې په یو سترګه کتل.
نوموړی خپله د عدم تشدد غړی و همدا وجه وه چې ډېر صادق او زړه سواندی هم و.
ګاندي به خپل کالي په خپل پریمنځل او ګنډل.
د عامو خلکو غوندې به ساده ګرځیده.
خوراک به یې د غریبو په شان و.
د زور او زیاتي ډېر مخالف و، نو ځکه به يې هیوادوال هم له تاوتریخوالي منع کول او ډاډ یې ورکاوه چې دوی به حتمي یوه ورځ ازادي ترلاسه کوي.
د نوموړي د عدم تشدد فکر او مبارزې نورې نړۍ ته لاره وکړه او د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو یو شمیر مشرانو د ګاندي لاره خپله کړه.
دغه زړه سواندی سوله غوښتونکی رهبر په ۱۹۴۸ م کال د جنورۍ پر ۳۰ له نړۍ سترګې پټې کړې.
—————————–
ماخذونه: عدم تشدد څلور رهبران یوه لار- ایمل همدرد
د ګاندي ژوند؛ فکر او مبارزه – پروفیسور عبدالخالق رشید
انټرنیټ
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي