67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

موږ او پښتونخوا

ايمل جلال

[pukhto]
د افغان پښتنو لپاره د بېلتون ددې کرغېړنې کرښې یواځې یاد ساتل او راتلونکو نسلونو ته یې انتقالول د دیني فرایضو په څېر فرض عین دی. ددې آرمان یاد ساتل ( پوره کول نه) د افغانستان به معاصر سیاسي تاریخ کې د پښتنو د وجودي فلسفې نه بېلېدونکې برخه ده. په داخلي سیاسي ډګر کې د غیر پښتنو پر وړاندې د قیمومیت ښه وسیله ده او په بهرني سیاست کې د پاکستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې مشروعیت را بښي.
افغانستان او سیمې د اوسنيو سیاسي حالاتو ته په کتلو سره د دواړو غاړو د پښتنو یو ځای کېدل امکان نه لري. امکان نه درلودل یې دوه اړخه لري چې یو یې د نړیوالو حقوقو او بل یې د نړیوال سیاست پورې اړه لري. زه یې یواځې د نړیوال سیاست پر برخې ډېر لنډ غږېږم.
ځکه امکان نه لري چې:
۱ – د ډیورند کرښه که څه هم د ۱۹مې پېړۍ د پای په کلونو کې کښل شوې ده خو د شلمې پېړۍ د نړیوال استعماري سیاست لومړنۍ نمونه ده. په آسیا او په تېره بیا منځني ختیځ کې یې بېلګې ډېرې دي. مثلاً د انګلستان او فرانسې ترمېنځ د منځني ختیځ د ویشلو تړون ( سکایس – پیکو) ددې ښه بېلګه ده. د اوسني منځني ختیځ هېوادونه (له مبالغې پرته) د خطکش په واسطه سره جلا شوي دي. ارمنستان د ترکیې په ختیځ کې په ۴ ولایتونو نه یواځې دعوا لري بلکې په خپل اساسي قانون کې د ترکیې خاورې ته لوېدیځ ارمنستان وايي، حتی د دولتي نښان په یوه برخه کې یې هغه غرونه ځای لري چې اوس په ترکیه کې دي. یونان هم د (Megali Idea) په نامه ملي پالیسي لري چې یوه موخه یې د شاوخوا خاورو بېرته نیول دی. د شمالي او جنوبي کوریا ستونزه، د چين – جاپان ترمېنځ د ټاپوزمو ستونزه، د چین – هند ترمېنځ په سرحد کې د خاورې ستونزه او بلاخره د کشمیر ستونزه په خپل ذات کې د ډیورند سره ورته دي. ټول هېوادونه ظاهراً کوښښ کوي چې خپل آرمان پوره کړي خو ټول پوهیږي چې په اوسنیو شرایطو کې امکان نه لري. ددې پر ځای یې د خپل ځان په ګټه ترې استفاده کوي.
۲- د نړۍ په سیاسي تاریخ کې د څو کوچنیو استثناګانو پرته د قلمرو د پراخولو او خاوروې د تر لاسه کولو اساسي شر‌ط جنګ او به جنګ کې بریالیتوب دی. په اوسنیو شرایطو کې افغانستان د خپل اوسني قلمرو په ساتنه کې پاتې راغلی دی. پاتې شوه د پاکستان سره مخامخ جګړه.
۳- په پاکستان او افغانستان دواړو کې یواځې پښتانه نه اوسیږي. ددې آرمان د پوره کېدلو لپاره د دواړو غاړو غیر پښتانه هېوادوال باید ترې غوڅ ملاتړ وکړي چې پوهېږئ هېڅ امکان نه لري.
زما په اند په اوسنیو شرایطو کې پښتونخوا په اړه پراګماتیست یا دوه مخي سیاست ته اړتیا ده. د یو لر او بر د یو ځای کولو پر ځای باید له کوزې پښتونخوا پر پاکستان باندې د فشار د راوړولو لپاره ګټه پورته شي. زموږ ملتپاله یا د دوی په اصطلاح قامپرست ملګري همدا هلې ځلې کوي چې د قدر وړ دي.
زموږ اصلي انرژي باید په هېواد کې د اوسنیو بېړنیو بې شمېره کلتوري، ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي ستونزو په حل لاره کې مصرف شي. که چېرې په راتلونکې کې دا ستونزې آوارې کړای شو خپل هېواد هم زموږ دی او پښتونخوا هم.

[/pukhto]

1 خوښ یی کړئ

اړوند مطالب

زه فلم ولې نه گورم!؟
ټرمپ او ټاليب قومندان
د مازيګر بنډار پنځمه ناسته وکړه
اوږد کال
دعوه ګير
د افغان حکومت یوه مهمه کمزوري
بايوميتريک
چې سينما نه وي؛ څيرې نه پيژندل کېږي

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

نوومبر 2016
S S M T W T F
 1234
567891011
12131415161718
19202122232425
2627282930  
« Oct   Dec »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /