موږ بايد څه وکړو

انجينر فضل ربي وردک
[pukhto]
نن سبا د کرونا وایرس له هر بل څه نه ډېر مشهور او په ټوله نړۍ کې یې انسانانو ته ځان ښه ورپېژندلی.
د دې وایرس په مورد مختلف اندونه، نظرونه او شننې وشوې او لا هم د دې شننو لړۍ روانه ده، د رسنیو بازار یې دومره تود ساتلی چې هر سرخط یې د کرونا په وایرس پیل کېږي، ټولنیزې رسنۍ هم ټولې په همدې وایرس ککړې دي. څوک یې د دین او عقیدې په چوکاټ کې څېړي او بعضې نور یې بیا د ساینس له پلوه څېړنه کوي. څوک یې الهي آفت او عذاب بولي او نور ورته بیولوژیکي اسلحه او جګړه وایي. ځینې ورته د نړۍ د اقتصاد د رکود په سترګه ګوري او نور ورته د واکسین او ادویاتو په بڼه د اقتصاد د ودې او پرمختګ په نظر ګوري. په ځینو د یو معمولي والګي په څېر تېر شي، خو بیا ځینې د مرګ تر پولې ورسوي.
داسې هم پتیل کېږي چې دا وایرس باعث شو چې د ځمکې کره یو تازه نفس واخلي، ځکه هر هغه څه چې زهرجنو غازاتو یې هوا د ککړتیا تر حده تېروله ټول په ټپه ودرېدل، خو بعضې وایي چې نه، دې وایرس د ځمکې کره نوره هم پلیته کړه.
ډېری د ښه فکر خاوندان شته چې هڅه کوي دا وایرس تر خپلو پولو محدود وساتي ولې داسې شیطاني فکرونه هم شته چې په لوی لاس غواړي نور پدې وبا ککړ کړي. ځینې انسانان کوشش کوي تر څو په داسې ترینګلي وخت کې یو بل ته لاس ورکړي خو داسې انسانان هم شته چې د لاس په ځای تش لستوڼی ورکوي. ځینې لګیا دي ابتکار کوي خو ډیری بیا په یو او بله بڼه احتکار کوي.
بلاخره که دا وایرس دی، که آفت دی، که عذاب دی، که د انسان په لاس جوړه شوې بیولوژیکي سلاح ده او که د کایناتو د خالق یو وړوکی مخلوق؛ ولې نن یې ټول بشر د پر وخت کنټرول نه عاجز پاتې دی. د هر چا اند او نظر پر خپل ځای او له ډېرو پورتنیو اندونو سره زما اند هم شریک دی، خو که د بشریت دې اوسني حالت ته ځیر شو او وګورو چې د ډېرو لویو اقتصادي او اټومي قدرتونو وار يې خطا کړی، ځکه دا آفت امیر او فقیر، وزیر او اجیر، قدرتمند او عاجز نه ګوري بس له هر چا سره خپل انصاف کوي نو ځکه په نړۍ کې تر نادارو بډای او قدرتمند ډېر وېرې اخیستي. دغې واړه مخلوق چې د انسان په سترګو څه چې په ډېرو پرمختللو مایکروسکوپونو هم نه ښکاري، داسې وېره ګډه کړې چې ټوله نړۍ یې په کور کېنولې او له ډاره له یو بله لېرې تښتي او کنه دوه متره واټن خو اړین دی چې زوی یې له مور سره هم مرعات کړي.
دې واړه مخلوق د عقل خاوندانو ته دا ډېر ښه واضح کړل چې لوی او کبریا ذات یواځې یو دی، چې هغه په انسانانو کې نه بلکه د ټولو کایناتو خالق دی. لوی هېوادونه او د هغې فرعون صفته رهبران څه کوې چې زمونږ په دې خوار او فقیر هېواد کې دومره د کبر او غرور نه ډک انسانان موجود وو چې لنډمهاله قدرت او پیسو ترې هر څه هېر کړي وو، د بل انسان توهین او تحقیر یې خپل شان باله، بېوزلي او فقیري ورته کسر شان وه، حقیقت ورته تریخ او حقیقت ویونکی يې خپل دښمن باله، چاپلوسي ورته کمال او دوه مخي ورته امتیاز ښکارېده، د خپل علم او پوهې تفسیر یې پخپلو شخصي ګټو راڅرخاوه، په ښکاره جرم او ګناه یې سترګې پټولې، د نورو په حقه حقوقو پښې اېښودل ورته د خپل قدرت ننداره ښکارېده او بیا په ټوله کې دوراغ او چل خپلو موخو ته د رسېدو تر ټولو ښه وسیله بلل کېده، نو پداسې یو هېواد او نړۍ کې به آفت، وبا او عذاب ولې نه راځي.
اوس په نړۍ کې ټول بشریت ته پکار دي چې په خپلو تېرو کړنو بیا ځلي فکر وکړي. خو تر ټولو مهمه دا ده چې افغانان لږ سر خپل ګرېوان ته ټیټ کړي او د خپل ځان سره محاسبه وکړي تر څو خپل رب او وجدان ته ځان سپین کړي او نور کبر، دروغ، توهین، تحقیر، چاپلوسي، دوه مخیتوب، د نورو حقونه تر پښو لاندې کول، فرېب لوټ او تالان او د بې ګناه خلکو وینه تویول بند کړي او خپل اصلي خالق ته ځان تسلیم کړي، ځکه هر وخت د خپل نفس د تذکیې موقع سړي ته په لاس نه ورځي…
راځی په خپلو هڅو اول ځان جوړ کړو او بیا د نورو د جوړولو تکل وکړو او دې نورې دنیا له دره خپله طمع پرې کړو!!!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي