مينه يو سوال…. ګڼ جوابونه
نورالبشر نوید
[pukhto]
مینه لټون…. مینه درک….. مینه تلاش!!! لکه څوک چې رېګونو کې ورک لعل ګوري، یا په جبين تت خال ګوري، یا څوک چې د لاس د ورانو کرښو پال ګوري…!!
ما د یو ميېن نه تپوس وکړو چې: مینه څه ته وايې؟
هغه لکه د لاله د ګل د زړه داغ راپټ کړو، بیا یې خپل شکيدلي جېب ته وکتل، په سوړ اسويلي یې وویل: مینه د قارون خزانې ته وايی…. مینه یو بت دی، لکه د بامیان د بودا چې انسان په خپلو لاسو وتراشلو او بیا یې دغه بت مات کړو.
مینه اوس په پیسو خرڅېږي…. لکه د ادم علیه سلام د زوی هوس، لکه د حوا د لور چورلک!!؟
ما د مینې سوال راوړو په فت پاک نجومي ته کېناستم، تپوس مې ترېنه وکړو: ستا په بندو لفافو کې د مینې جواب څه دی؟
هغه د پنجرې بنده دروازه پرانېسته، د نجومي طوطي په بندو لفافو وګرځېدو او په سره مښوکه کې يې یوه لفافه راواخيسته، زما د سوال جواب یې داسې لیکلی و؛ مینه ګردش ته وایی، نن یو شان سبا بل شان، زما د نجوم کتابونه وایي: مینې خپل قدر و قیمت بدل کړی دی، پخوا د مجنون په جنون کې مينه وه، مجنون مړ شو، د جنون په څلي چا نامعلوم مينه وال دا کتبه وليکله!
دا هغه ميئن دی چې په غريب زړه کې يې د محل د پهره دارو په ولقه کې يو حسن ته سجده کړې وه، زر دار بيلتون ده ته د حسن پرستۍسزا ورکړه، نن هم په طبقاتي جنګ کې مينه بې وسه شهيده ده، لکه د پښتنو جونو نصيب دی
لوګی بهانه کړي اوښکې ښکته تويوينه
ما له ځان سره وویل: زه له طالب نه مينه سوال کوم، ځکه چې ما دده په اړه اورېدلې دي چې:
طالبه خاورې به ملا شې
په کتاب پروت یې یادوې شینکي خالونه
ما ویل طالب جانه! ما پوی کړه چې مينه څه ته وايی؟
هغه د تندي محراب په نوک وګرولو، لکه چې زما د ګران سوال جواب په ډکشنرۍ کې ګوري، بیا یې وویل:
زما په وطن کې مينه دار ته وایی، د منصور دويم نوم مینه دی، مينه مرګ ته وايی، یو داسې مرګ چې ټولنیز قبر لري، رنګ ونسل، ژبه او قام چې په یو قبر کې څملي.
ما یو افغاني زوړ جهادي نه تپوس وکړو.
مينه څه ته وايی؟
هغه د مخ ګونجې لکه د پنځوویشتو کالو د زوړ کتاب پرانیستېو ویې ویل: بشره! ستا د مینې د سوال جواب به تاته هم ستا په څلوريزه درکړم.
مانه د کابل ګلونه مه غواړه
وینې وینې خاورې به راټولې کړم
خدای به مې سپرلی په وطن راولي
سپینې سپینې واورې به راټولې کړم
زه د روحونو په دنیا وګرځېدم، هر ميېن لکه چې د خپلې محبوبې سره په راز و نیاز مشغول ؤ.
د زلیخې روح مخې له راغی، ما ترې تپوس وکړو: زلیخې! مينه څه ته وآيی؟
هغې خپلې غوڅې ګوتې را وړاندې کړې، راته یې وويل: مینه دې ته وايی.
ما ورته ووی: دا هوس دی که مينه؟؟
هغه و قهريده، راته یې وويل: چې دا هوس دی نو ستا په ژبه کې چا ميېن ولې داسې ویل:
زما په باب کې خدای یوسف کړې
د زليخې په شان کوڅې درته ساتمه
ما ورته په جواب کې وويل: چې زه تاته د اردو یوه مصرعه وایم.
اور بهی دکه هی زمانی مین محبت کې سوا.
زلیخې په حیرانتيا وویل:
دا ته کومه ژبه وایی؟
ما ورته وویل: زه په داسې وطن کې اوسم چرته چې ددې ژبې قام نشته، خو دې ته زما قامي ژبه ویلی شې، زما لوي پښتانه سکالران، دانشوران او سیاستداران په دې بې قامه ژبه اعزازات او مراعات خوري، په خټه پښتانه دي خو په ژبه اردو خوانان .
ما ځان سره وويل: يه خدایه! يو ټکی سوال، یو حرف مينه! دومره ډېر جوابونه!
د هر انسان د مینې تله داسې بيله ولې ده؟
ما ویل: زه د مینې یو سوال د هغه چا نه کوم چا چې دا ټکی په شاعرۍ کې ایجاد کړی وي، دا حرف فقط د شاعر دی، زما مخې ته د پښتو کتاب د حاجي عبدالمالک افريدي مينه راغله.
زه وويريدم، چې داسې زردار او زما د مینې سوال!!
دی به زما د مینې سوال د مانا څنګه وکړي؟
زړه سواند شينواري راته د پښتون زړه د درد په خوږو کې وويل: دا هغه زردار نه دی، چې مينه په زور اخلي، یا مينه په زر کوي، نه د مينې خريدار د ی او نه سوداګر، قامي مينه یې ګوره!
احمدشاه به هندوستان کې چې پرې ویاړ کړو
په ما ګرانه لره اوبره پښتونخوا ده
چې پښتو او مينه مور په کې رازده کړه
د مالک د سترګو تور ځکه تيرا ده
زړه سواند شينواري راته وویل: مالک افريدی زردار سهي، خو وګوره زما غوندې د زړه سواند په سوې ځمکه کې يې هم د خپلې مینې کرونده کړې ده.
چې ماښام راته جانان خواږه راګوري
شنه خالونه یې ښکارېږي لکه ستوري
د تيرا د څيړيو سيوری مې رایاد شي
چې رامات شي ستا په مخ د زلفو سيوری
شوګيرې ورباندې ویشي خوب ترې اخلي
ستا پلو نه د مالک په زړه را اوري
ما وویل: هو! ما مینه وموندله…. ما داسې هم وليدل چې د زردارو په محل کې هم پښتو او مينه لکه بادشاه ته چې په غاړه کې کچکول پروت.
لکه زدرار ته چې د خاورو مات کنډول پروت وي او دا سوالګر د مینې دا ګداګر د مینې په ډډ اواز خلکو ته داسې وایي:
د تيرا پښتون شاعر یم، د هر چانه مينه غواړم
له رقيب نه مينه غواړم، له اشنا نه مينه غواړم
د خپل زړه په مات کچکول کې په جومات او ميخانه کې
له ساقي نه مينه غواړم له ملا نه مينه غواړم
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي