مړه څه شی و یار

عزیز کاروان
مامدین په پوله ناست ؤ، غاښونو کې یې ډکی وهلو او په خپله ځونډي داره ښیښه کې یې ځان ته کته پورته کتل، شالونګ په ویاله ولاړ ؤ اودس یې کولو.
د سترګو په کونجونو کې یې مامدین څارلو، چې اودس یې خلاص کړ، یوه ډکه لپه اوبه یې وروشیندلې، مامدین منډه کړه ویل ځوانیمرګه لا یخني ده دا څه کوې.
دوی سره خپلو کې نوي ملګري شوي ول. شالونګ ورته وویل کاکول دې میرات مه شه سبا ته د عاشقانو ورځ ده باید له کلي ښار ته وځو او د جینکو سیل وکړو.
-سبا سهار د مامدین پلار بیلچه په اوږه پټو ته روان ؤ او دی د شالونګ څنګ ته راغی.
شالونګ درنګ سات له کوره راووت خو خفه ښکارېدو.
مامدین ورته وویل صېبه چرګه دې مړه ده خوښ نښکارې!
شالونګ غصه شو ویل مامدینیه عصاب مې مه خرابوه، پرون مې نوی ساعت واخیست چې نن یې په لاس کړم خو د خوبه چې پاڅېدلی یم تر اوسه ورپسې ګرځېدم پېدا مې نکړ.
مامدین وویل: پرېږده مړه زما د لاس دومره شوقي بند رانه ورک دی قصه کې یې مه اوسه نن به ښار کې نور په لاس راشي کنه! دې خبرې سره یې یو بل ته سترګک وواهه او د ښار لور ته روان شول.
-په ښار کې د ګڼې ګوڼې له امله دوی دواړه له یو بل بېل شول. مامدین مازیګر د ویالې په غاړه ناست ؤ او بې اختیاره یې ټپې کولې.
په لاس باندې خپل نوی ساعت یې له هرې ټپې وروسته ښکلولو ځکه چې نن یوې جینۍ ورکړی ؤ.
دی همداسې مست ؤ چې شالونګ له شا په سټ څپېړه ورکړه او په ګډا شو. مامدین خپل ساعت پټ کړ او ورپاڅېد ورسره په ګډا شو.
په ګډا کې یې ترې وپوښتل خبره څه ده چې دومره خوښ یې!
شالونګ ورته وویل: مړه څه شی ؤ یاره! او بیا په ټوپونو شو.
مامدین ورته ویل ته کېنه مړه چټوووو! شی خو زما ؤ الله نو ښاپېرۍ وه ښاپېرۍ! دې خبرې سره دواړو ګډا بس کړه او په پوله کېناستل.
شالونګ ورته وویل څه ډالۍ مالۍ یې درکړه کنه! یوازې په کتو دې د ځان نه وي حساب کړي، مامدین په خندا شو ویل صېبه چې څنګه جینۍ ښکلې هماغسې یې ډالۍ! خو ته وایه که تاته یې هم څه درکړي وي نو چې څنګه یو دوه درې ووایم دواړه یې راباسو!
مامدین چې یو دوه درې کړل او دواړو ډالۍ راوویستې هک پک پاتې شول. د مامدین په لاس کې د شالونګ ساعت او د شالونګ سره د مامدین لاس بند ؤ…
تبصرې
تبصرې بندې دي