مړی

لنډه کیسه/ عبدالخالق صیاد
[pukhto]
څارنوال په نرمه ورته وویل: ((ګوره! مه ډارېږه، رښتیا رښتیا ووایه چې خوشی دې کړم)) پنځلس کلن ښایسته هلک ځمکې ته کتل، د چپې سترګې شاوخوا یې توره شوې وه، په کالیو باندې د وینو ټاپي ښکارېدې، غلی ناست و، په فکرونو او سوچونو کې ډوب و.
څارنوال د ټېپ ریکارډ تڼۍ ووهله، سور غمی بل شو، بیا یې په جدي لهجه چې د خولې نه یې لاړې بادېدلې ورته وویل: نعیمه! زما سره نورې لارې هم شته چې تا رښتیا ویلو ته مجبور کړم، نو پخپله خوښه ځواب راکړه! شېر احمد دوکاندار تا وژلی کنه؟
څارنوال او خواته ولاړ عسکر یې د ځواب په تمه وو، هرې خواته خاموشي خپره وه، د نعیم شونډې وخوځېدې: هو، ما مړ کړی. څارنوال حیران شو، چې څنګه دغه پنځلس کلن هلک یو پنځه دېرش کلن دوکاندار وواژه.
د نورو معلوماتو د اخیستلو لپاره یې ډاډ ورکړ، په خوږه لهجه یې ورته وویل: افرین، ښه دې کړي. د هلک په مخ کې د ډاډ نښې څرګندې شوې.
څارنوال بیا ورته وویل: څنګه دې وواژه، که پوره کیسه یې راته وکړې، نو ژر به دې پرېږدم.
هلک په پزه باندې لستوڼی کش کړ، خوله یې وخوځېده، خبرې یې شروع کړې: ما به سهار بازار کې ګاډۍ چلوله، ماسپښین به ښوونځي ته تلمه. ټوله ورځ به د بار پسې ګرځېدم، خو دومره مزدوري مې نشوای پیدا کولی. زما یو کلیوال ملګری و، رفیق نومیده، هغه به له ما ناوخته بازار ته راته خو روپۍ به یې ډېرې ګټلې، یوه ورځ رفیق راته وویل چې راځه! بار مې درته پیدا کړی. زه هم ورسره روان شوم.
د بازارر د لوی ګودام نه مو یوه یوه بوجۍ بوره ګاډیو ته واچوله، دوکاندار ته مو وروړله، هغه زیات بوخت و، ګڼ کسان ورته ولاړ وو، سودا یې اخیسته، رفیق ته یې د ګودام کیلي ورکړه. حیران شوم، چې دوکاندار دومره زیات اعتبار ورباندې لري، چې کیلي هم ورکوي.
ګودام د دوکان شاته و، د بورې بوجۍ مو ورته کېښودې، د بار د روپیو لپاره دوکاندار ته ورغلو، پر مخ یې توره ږیره بونډۍ کړې وه، د ښۍ سترګې د پاسه یې کوچنۍ توره زخه ښکارېده، رفیق ته یې وویل: دا ملګری خو دې راوپېژنه. هغه ورته وویل: نعیم نومیږي، ډېر غریب دی، تر غرمې په بازار کې ګاډۍ چلوي او ماسپښین ښوونځي ته ځي. دوکاندار جېب ته لاس کړ، بنډل روپۍ یې راوباسلې، په خړ ربړ یې تړلې وې، د پنځوسو افغانیو نوی لوټ یې ماته او د پنځوسو یې رفیق ته ونیو.
زما مزدوري لس افغانۍ کېدله، خو هغه پنځوس راکړې، روپیو ته خوشاله شوم. بیا یې ماته وویل: نعیمه! ته هم هر وخت ما ته بار راوړه، روپۍ به هم ډېرې درکووم. د خدای پامانۍ لپاره مې لاس ور اوږد کړ، کلک یې ونیولم، ګوتې یې راباندې ټینګې کړې، ژر یې پرېښودلم. په هغه ورځ د خوشالۍ نه په کالیو کې نه ځایـیدم، د ټولو ورځو نه مې زیاتې روپۍ ګټلې وې.
د رفیق نه مې د دوکاندار دنوم پوښتنه وکړه. هغه راته وویل: شېر احمد نومیږي. شېر احمد ته به مې هره ورځ ګودام ته یوه بوجۍ بوره او وریځې وروړلې، د خپلې مزدورۍ نه به یې زیاتې روپۍ راکولې، زه هم ورته خوښ وم، ځکه روپیو ته مې ډېره اړتیا وه.
نعیم څارنوال ته مخ ور واړوه، ورته ویې ویل: لږې اوبه غواړم، په ستوني کې مې لاړې وچې دي. څارنوال خواته ولاړ عسکر ته امر وکړ: په منډه اوبه راوړه! عسکر یو سپین ګیلاس له اوبو نه ډک کړ، نعیم خیرنې ګوتې ترې تاو کړې، د ګیلاس په زۍ باندې خړ څاڅکې روان شول، په یوه ساه یې ټولې اوبه په سر واړولې.
نعیم ټوخي واخیست، خولې ته یې لاس ونیو، بیا یې زیاته کړه: یوه ورځ مې د شیر احمد دوکان ته بار ورووړ، دوکان خلاص و، خو څوک پکې نه ښکارېدل، ګودام ته ورغلم، شیراحمد لګیا و، د اوړو بوجۍ یې سمولې، غږ یې را وکړ: راځه نعیمه! دغلته پاس یې کېږده. توره تیاره وه، هر ځای کاغذونه پراته وو، په یوه کونج کې بوره توی شوې وه، مېږیان ترې راتاو شوي وو، د مږکانو د بوی له لاسه مې خوله او پزه پټه کړه.
پاس په بوجیو یوه نرۍ اوسپنه اېښې وه، هغه مې په مځکه کېښوده او د بورې بوجۍ مې پاس ورپورته کړه، مږک منډه کړه، په یوه غار ننوت. د ستړي مشي او مزدورۍ لپاره شېر احمد ته خواته ورغلم، مخکې به یې لاس راکاوه، خو به هغه ورځ یې غېږ را نه تاوکړه. وشرمېدم، بیا مې د ځان سره وویل: د پلار پر ځای دې دی، یوه غېږه خو پروا نه کوي یوه شېبه یې کلک نیولی وم.
نعیم په ژړا شو، په سپینو غومبرو یې د اوښکو کتارونه جوړ شول، څارنوال جېب ته لاس کړ، سپین پوست رومال یې ورته ونیو: مه ژاړه، اوښکې پاکې کړه، تا ته هیڅوک څه نه وایي. یوه ګړۍ دواړه خاموشه ناست وو، د څارنوال غږ خاموشي ماته کړه، په خواته ولاړ عسکر یې امر وکړ: منډه کړه! یو ګیلاس نورې اوبه راوړه. عسکر سپین ګیلاس د میز له سره جګ کړ. درب شو، پښه یې د ځمکې سره ووهله، تېز له کوټې ووت. نعیم یو دوه غوړپه اوبه وڅښلې، څارنوال ورته وویل: نعیمه زویه! بیا شېر احمد څه درته وویل.
زړه یې ژړا سپک کړی و، شونډې یې وخوځولې بیا یې وویل: شېر احمد غېږ رانه تاو کړې وه، تورې شونډې یې زما په غومبري کېښودې، په لاړو یې لوند شوم، مچو یې رانه واخیسته، ما زور وکړ، ځان مې ترې خلاص کړ، شېر احمد توره بونډۍ ږیره وښوروله، راته ویې ویل: رفیق زما هره خبره مني، هر څه چې ترې وغواړم، د روپیو په بدل کې یې راکوي.
هغه بیا زیاته کړه: زه به تا ته هم پنځه سوه افغانۍ در کړم، که یو ځلې دې زما غوښتنه پوره کړه……… بدن مې ځیګ شو، وېښتان مې نېغ نېغ ودرېدل، شېرا حمد ته سوچ یووړم، ما د فرښتې ګومان ورباندې کاوه. په غو سه مې د نه ځواب ورکړ، ښکنځلې مې ورته وکړې، ترې روان شوم، خو هغه لاس را واچاوه، غېږ یې رانه تاو کړه، په مځکه یې څملولم، ما زور ترې کاوه، چیغې مې وهلې، چپه سترګه مې ګرمه شوه، په سوک یې ووهلم. څنګ ته مې نرۍ اوسپنه پرته وه، بله لار راسره نه وه، په ټول زور سره مې سر ته وواهه، سرې وینې ورباندې راماتې شوې، څنګ ته مې وغورځېده.
څارنوال د ریکارډر تڼۍ ووهله. سور غمی ګل شو. د نعیم په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې وې، خفه ناست و. څارنوال عسکر ته امر وکړ: هلک ته ډوډۍ راوړه. هغه پښه په مځکې ووهله، او په بیړه د باندې ووت.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي