مکتبۍ

صميم روحاني
ډېر مې خوښېده چې زه دې د کلي له نورو انجونو سره ښوونځي ته لاړه شم او د هغوې سره سیاله شم.
کوم ماذیګر به چې زموږ د کلي انجونې د ګودر تر غاړې را ټولېدې، ټولو به د مکتب کېسې یو له بل سره بدرګه کولې او ما به ورته غوږ ایښوده.
زه د پلار مشره لور وم، یو مې ورور هم درلوده چې له ما کوچنی و.عمر مې شپږ کاله وه، هره شپه به مور او پلار ته لګیا وم، تر څو ما هم په ښوونځي کې شامله کړي، تر دې چې خوب به راباندې غلبه کړې وه.
هغه وخت هم را ورسېد، چې زه پلار ښوونځي ته یوړم او د شامېلېدو فورمه یې راته واخېسته، هر سهار به راته مور د مکتب ځانګړې جامې او د کتابونو بکس را غوسته، په جار او قربان به يې د ښوونځي پر لور رهي کولم.
لومړیو کې د ښوونځي له چاپیریال سره یو څه نابلده وم او طبعې ده چې نابلده انسان د ړوند او ګوڼ په څېر وي، خو توپير یې له حقیقي ړوند سره په دې کې وي، چې ړوند څه ګوري نه او ګوڼ څه اوري نه.، اما ما هر څه لیدل او هم اورېدل خو پوهېدم نه.
ورځې تېرېدې او زما شوق لا د ښوونځي سره ډېرېده، هر سهار به د کلي له نورو انجونو سره تر ښوونځي تلم او غرمه به را ستېندم.
خپل درسونه به مې ښه تعقیبول، همدا وه چې ښوونځي کې به د هر چا په خوله زما نوم و.
اته کاله وروسته. ما په اتم صنف کې ښې نمرې واخېستې او لومړۍ نمره مې ډېر په زیار خپله کړه، مکتب هغه وخت لا خوندر شي، کله چې څوک اوله نمره شي او حاضرۍ کې لومړی ددې نوم اوسي.
زموږ له ډلې یوه یوه انجلۍ کمېده، علت یې دا و، چې په دې سیمه کې چا د پيغلو انجونو تعلیم ډېر نه خوښوه، یوازې تعلیم یافته خلکو خپلې لوڼې تر ښوونځیو لېږلې.
زما پلار بزګر خو د کلي له نورو بزګرانو سره یې ډېر توپير درلوده او دا ورته د شرم نه بلکې د ویاړ خبره وه، چې په ما تعلیم کوي.
څو ځلې مې تره پلار ته ویلي و، چې ما له مکتب منعه کړي، ځکه چې زه اوس ستره شوې یم، تره مې د کلیوالو بې مانا خبرو زغم نه لره، خو پلار مې تره څو ځلې جواب کړی و او زما په ننګه و.
زموږ د کلي مکتب متوسطه وه او تر لسم لوړ صنفونه یې د ښار ښوونځيو ته لیږل.
زموږ له ټولې ډلې پنځه انجونې د کورنۍ لخوا د مکتب منعه، دوه یې ښار ته سې پرچه او یوازې زه پاتې شوم، چې پلار مې د ښار مکتبونو ته وس نه لره.
د اقتصادي ستونزو لهامله له ما مکتب په لسم صنف کې پاتې شو او زدکړې مې یوازې تر لسم صنف پورې محدودې شوې، پلار به راته ډېر ځورېده خو ما به د هغې خوشحالولو لپاره ډاډ ورکاوه او ویل به مې ورته؛ نه غواړم نور مکتب ووایم، په همدې بسنه کوم.
پلار مې هم ورځ تر بلې کمزوری کېده او ورور مې را زلمی کېده، خو پلار مې ویل، ځمکه درته پلورم، خو په تا پوهنتون وایم، همدې کلک هوډ یې وکولای شول چې ماته د پلار نيکه هډوکي وپلوري او ښار ته مې د پاتې درس لپاره ولیږي.
کلیوالو به کله یو رنګ او کله بل رنګ خبرې کولې او تل به یې ویل؛ بزګر سړي ته ګوره، خوار شې غریب سړی یې، خپله دهقاني کوه ستا یې د جینکو له تعلیم سره څه؟
چا به ویل؛ دا د مکتبۍ پلار هيڅ شرم پيژني نه، زموږ د کلي نوم یې را بد کړ.
چا یو څه او چا بل څه، خو پلار مې ټولې خبرې زغملې او د دوی خبرو لا د ده زړه د تعلیم پر لور مایل کاوه.
ښار کې له خپلوانو کره میشته شوم او دولسم مې دلته په اعلی درجه خلاص کړ، په همدې کال مې د کانکور امتخان لپاره اماده ګي ونیوله او بلاخره امتخان مې ورکړ، نتیجه یې درې میاشتې وروسته راووته، چې زه پکې طب پوهنځي ته په ښو نمرو بریالۍ شوې وم.
پوهنتون ته لاړم، ځان مې لیلیه کړ او درسونه مې تعقیبول، وروسته د لومړي سمستر مې دلته هم د ښوونځي په څېر اوله نمره ګي په کوښښونو خپله کړه او د ټولو استاذانو پام مې ځانته راواړوه، ټول همصنفیان هم راته ګوته په غاښ پاتې وو.
پلار مې خبر کړ، دومره خوشحاله شو، چې اندازه یې نشم کولای، خو د کلیوالو خبرو به راتنګ کړی و، ورور مې هم د کلیوالو په خبرو پسې غوږ نه ګراوه او ما ته به یې حوصله راکوله.
ما د مور، پلار او ورور په ډاډ پوهنتون هم بشپړ کړ، پلار مې نږدې و، چې زما په فراغت کې له خوشحالۍ ومري، څو ځلې پرې د خوشحالۍ پيریان راغلل، ټول کلیوال مې پلار ته حېران ول او هر چا به د بېغرته په نوم یادوه.
له څو میاشتو وروسته مې د کلي په روغتون کې وظیفه واخیسته او د کلیوالو ښځو د خدمت لپاره مې مټې را بډ وهلې، په دې روغتون کې به مخکې ټولې ښځې نارینه ډاکټرانو معاینه کولې، ځکه ښځينه ډاکټره یې نه لرله.
کله چې دوی ته د انجونو د تعلیم اهمیت مالوم شو او حیاناکې ښځې د یوې ښځینه ډاکټرې لخوا معاینه کېدلې، خوښ شول.
همدا وجه شوه چې دوی ته د انجونو تعلیم بد نه بلکې ښه ښکاره شو.
کلیوال سړي او ښځې په هغه خبرو ډېر پښيمانه شول، چې ټوله ورځ به یې زما پلار او مور ته پيغورونه ورکول، حتا ځينو زموږ له کورنۍ بخښنې هم وغوښتې.
زیاتو لا افسوس کاوه چې کاش هغه وخت یې خپلې لوڼې له ښوونځيو نه وای منعه کړې.
ټول کلیوال په کلي کې سره راغونډ شول او د لوڼو مکتبونو ته لېږلو ژمنې یې وکړې، خدای زما له برکته د ډېرو خوېندو ارمانونه پوره کړل.
کلیوالو ته اوس د انجونو تعلیم شرم نه بلکې ویاړ ښکاري اوهغه کس په بې غېرته نه نوموي، څوک چې په لوڼو تعلیم کوي.
وه
روښاني په عمر کم خو فکر یې پوخ دی.
دا فرهنګ د قلم په ژبه عامول د لیکوالو دنده ده.
مننه چې زموږ په فکرونو کا کوې