میوند درځار او د ژیړ ګلاب پاڼې

مراد لایق
[pukhto]
د ژیړ ګلاب پاڼې د ښاغلي میوند درځار شعري ټولګه ده چې د میهن خپرندویه ټولنې له خوا په کال ۱۳۹۶ کې خپره شوې ده.
ښاغلی درځار د ځوان فکر او سپېڅلو احساساتو یو هاغه لیکوال او قلمکار دی چې په شعر کې يې د وخت او حالاتو ډېرې مهمې نکتې په ګوته کړي او له بحث لاندې يې راوستې دي نو په همدې اساس مونږ دا ویلی شو چې ښاغلی درځار د خپل دور یو نماینده، ښه قلمکار او نوښت ګر شاعردی.
د ښاغلي درځار په شعرکې ځواني هم شته او باریکي هم..سوز هم لري او ساز هم..او دا د يوه ماهر قلمکار کار هم وي چې هغه په شعرکې یو داسې انځور جوړکړي چې د ډیرو تږیو زړونو پرې تنده خړوب شي.او په شعرکې یو داسې خیال ځای کړي چې د لوستونکي یا اوریدونکي په احساس او عاطفه اغیز وکړي.
نو ازادي به زه په کومه جذبه وګټم
چې دښمني تاسره ستاسوپه ټوپک وکړم
د دې تور سړي دا تور ټوپک مې بد شي د خبرې حوصله ورسره نشته ماویل چې دا ولس د سولې په مذهب دی تا ویل چې ټول عمر دې تېر په دې ګمان شو د یوه ښه قلمکار یا شاعر صفت دا وي چې شاعري يې ساده هم وي، قریب الماخذ هم. تشبیهات يې هم اصلیت ته نږدې وي او ورسره د لفظونو د لوړتیا او سپیڅلتیا په راز هم خبر وي.
زمونږ ځوان شاعر درځار هم که دې ټولو خوبیو څخه په پوره توګه برخمن شوی نه دی خو بیا هم تر ډېره بریده هنري لاسته راوړنې لري او که شعر ته يې وکتل شي نو خیال او هنر يې یو تربله ورغاړه ویستي دي او د حال په ایینه کې يې د خپل مستقبل تلاش کړی دی نوځکه يې روایتي اندازونه په شعرکې ډیر کم لیدل کیږي.
د پوهانو دا رایه ده چې شعر د تاریخ په پرتله زیات حقیقي دی چې تاریخ یوازې دا راښايي چې څه شوي خو شاعر ورسره داهم راښايي چې څه ته اړتیا ده.
ښاغلي درځار په خپله شاعرۍ کې د ځینې نورو غوښتنو ترڅنګ یوه لویه او اړینه غوښتنه د سولې ده او مونږ يې دده په ډېرو شعرونو کې لیدلی شو:
آمن چې درځاره د ولس لپاره غواړو نو
خپله شاعري به سوله ساتې کړو چې څه کیږي
آمن غواړو، آمن غواړو، چانه آمن وغواړو؟
سوال د جنتونو د دوزخ په دروازه کوو
روان حالت ته په کتو سره زمونږ ولس د جنګ له نومه دومره زړه توری او زړه ستړی شوی دی چې اوس پرې دغه ښکلې او خوږه لنډۍ هم بده لګي:
د سترګو جنګ راسره وکړه
که جنګ مې بایلود غلامي به دې کومه
ځکه چې له څو لسیزو راهیسې داخاوره او دا ولس له جنګونو او مصیبتونو سره لاس او ګرېوان دی. که پخوا له دغې لنډۍ څخه خوند اخستل کبده نو اوس زمونږ شاعر همدغه د ولس غمونه، دردونه، ربړونې او هیلې په نظر کې نیولې او وايي:
ما سره به جنګ په خوله او سترګو باندې نه کوې
سوله مې د ټول عمر ارمان دی نوره ستا خوښه
او په همدغو جنګونو کې چې زمونږ د سر سړي، تکړه ځوانان خاورې شول، میندې بورې او خویندې ورارې شوې، د جنت په بې ترتیبه هیلو مو يو بل له تېغه وویست نو همدغه منظر او صحنه زمونږ د شاعر د سترګو پر وړاندې تېره شوې او تېرېږي ځکه چې ښاغلی درځار هم مونږ سره په “حال “کې ژوند کوي او وايي:
زما ارمان دی چې بې جنګه زمانه وګورم
جنت ته نه ځمه د شاتو او شیدو لپاره!
خو داسې هم نه ده چې زمونږ شاعر فقط د امن، هیلې او ارمان کوي بلکې د امن راوستو لپاره په خلکو کې د بیدارۍ غږ پورته کوي او دا پیغام ورکوي چې تاسو که امن او ازادي غواړئ نو ځانونو څخه مړي مه جوړوئ چې پر سر مو خلک پښې ږدي بلکې یوه خوله، یوغږ او په سمه توګه د امن راوستو لپاره خپله مبارزه پرمخ بوزئ
آزادي خو به ژوندي ولس ته غواړې
څه دا خلک، څه يې خوله، څه يې کوکاره
او په هم دغه تناظر کې په خپلو رهبرانو هم نیوکه کوي چې دا بې چاره ولس تباه او برباد شو او تاسو جامې په ګوته څنډئ. دغسې بحراني حالت ته ښاغلي درځار هم د دې ولس او د دې خاورې د رهبرانو په اړه انځورکړی، وايي:
خاورې د ولس په اننګو باندې پرتې دي
ګرځي ډله ډله رهبران سپینه لمنه
په اخر کې به دا ووایم چې په ټوله کې د ژیړګلاب پاڼې شاعري معیاري او خوندوره ده او خدای دې وکړي چې ښاغلی درځار په راتلونکي کې لا غښتلې او ښکلې شاعري خپلې پښتنې ټولنې ته وړاندې کړې.
په همدې هیله
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي