67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

نصواري

عطاء الله ځواب

ورور مې ۱۵۰۰۰ افغانۍ راحواله کړې وې؟
د صرافۍ مارکېټ ته لاړم ، يو ۱۱۰ نمبر دوکان مې لټولو، چې په اوږه مې څه شی راوغورځېد، لستوڼي مې شين رنګ واخېست، پاس مې وليدل يو سړی خوله چينګه- چينګه کوي، ورمنډه مې کړه، په زينه وروختم خبره مبره مې ونکړه، سم د واره مې له ګرېوانه راونيوه.
– نصواري ولې دا ځای د دې د تو کولو دی؟
– دغسې کوم؛ څه د پلار مارکېټ خو دې نه دی؟
– اوهو دې ته ګوره ملامتی نه مني او نېغېږي هم؟
– ځه چې بيا دې مرداروم؟
– چا ته وايې؟
– تا ته وايم، ولې غوږونه نه لرې؟
دده ګرېوان مې نور هم کلک کړ.
په مخ مې سخت ګوزار وخوړ اخوا ديخوا شوم ځان مې کلک کړ ، ما هم لاس ورلاندې کړ، سر يې له کټارې سره وجنګېد، دوکانونو نه خلک راووتل، زه يې يو طرف او هغه بل لور ته کش کړو، خوله يې وينې وه، کنځلې يې کولې، له غوسې خوټکېدم.
دوه هلکانو په زورونو لاندې منزل ته ښکته کړم.
– خير دي حوصله کوه؟
– ملامت و کنه دا ځای د نصوارو دی؟
له مارکېټه ووتم، د ليمو شربت مې وڅښه، لږ ارام شوم، خپلو پيسو پسې ورغلم يو سړي له لاسه ونيوم
– پرېږده يې خبره خلاصه شوه کنه؟
– هغې پسې نه ورځم، خپلې پيسي مې راخلم
– راځه زه درسره کومک کوم
کور یې ودان پيسې مې راواخستې تر سرکه پورې راسره راغلو، خدای پاماني مې ورسره وکړه او ترې روان شوم .
لږ مخکې به نه وم تللی چې څلور کسه مې مخې ته ودرېدل، ما ځان ته لاره بېلوله خو هغوی راباندې ګوزارونه شورو کړ ل، ښه د حلوا د خوراک يې کړم، پيسې يې رانه واخيستې ټولو خلکو مو ننداره کوله يو هم زما د خلاصولو هڅه ونکړه.
زه اوچت شوم شاته مې وکتل هماغه سړي د نصوارو کپه خولې ته وويشته، پيسې يې راوغورځولې او په ريشخند يې وويل: د نصواري زور دې وليده؟

15 خوښونې

اړوند مطالب

په مور ډېر ګران يم
ارستو
په خپل ټول توان به ننګرهار ته کار کوم
نور ولولئ
د استاد ښکلي غزل
حسن (ښاېست)
فکري پياوړتيا
د مور مینه او د وطن مینه
عمر عسکر – د رڼا مبلغ

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اگست 2020
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031  
« Jul   Sep »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /