67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ننګرهاریان له نوي والي څه غواړي؟

شکرالله پاڅون

[pukhto]
دا څو ورځې کېږي چې د ننګرهار د ولایت پر لوړې څوکۍ رسنیز بازار تود دی، په تېره نو خواله رسنوالو یا په ساده لهجه فیسبوکیانو ته خدای ورکړې، فیسبوکي کارپوهان هره ورځ تازه لیستونه پورته کوي، ځیني بیا داسې پوسټونه کوي چې ته به وایې دامنیت شورا په مجلس کې ناست دی، ځینې بیا د کرايی لیکوالو دندې مختې ته وړي، سړي نه نه سړی جوړوي او له نه سړي سړی جوړوي او د کمپاین تنور یې ورته ګرم کړی وي.
خیر رابه شو خپلې موضوع ته په دې څو ورځو کې د ننګرهار لپاره د والي په توګه د احتمالي ټاکل کېدونکو ډېر لیستونه فیسبوکونو تاو راتاو کړل، خو اخیري نوم چې همداسې په فیسبوکونو پاتې شو، د تائید تر مهره یاد شو، هغه نو د ګلاب منګل دی.
د ګلاب منګل د هلمند او تر هغې وړاندې د لغمان د والي په توګه له دندو پوره خبر یو، د والي په توګه د دندې تجربه لري، د ننګرهار لپاره به یې ټاکل هم په نېک پال ونیسو، دا چې ننګرهاریان له نوي والي څه غواړي، په دې به لږ تم شو.
نن نو چې له کوره دفتر ته راتلم، له خلکو مې همدا پوښتل چې: له نوي والي څه غواړئ؟
پوهېږئ خلکو څه ویل؟
خلکو ویل:
۱ــ نوی والي باید ترهرڅه وړاندې ددغه ولایت د امنیت ښه والي او بېرته د سولې او امن په کور د بدلولو لپاره د دندې له پیله قوي امنیتي پلان جوړ کړي، که دا کار یې وکړ، هم به والي په سړه سینه او ډاډه زړه خپله دنده مخته یوسي او هم به ولسونه د ارام ژوند خاوندان شي.
۲ــ ننګرهار یو عایداتي ولایت، ددغه ولایت عایداتي ادارو په ننګرهار کې پر مافیايی او ټوپکوالو کړیو سربېره، په مرکزي سطحه ټوپکوالې او مافیايي کړۍ هم وږې ناستې دي، له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې له دغو عایداتي ادارو یوڅه څکه وکړي، ناولي نسونه ماړه کړي، نو نوی والي باید نه یوازې دا چې خپل ځان له دغو ادارو له شوکې وساتي، نور خلک دې هم له دغو ادارو پنځوس ګزه لرې وساتي.
۳ ــ لکه څنګه چې په نورو سیمو کې ځايي زورواکو او ټوپکوالو دولتي او د خلکو زمکې غصب کړي، ننګرهار هم له دغې ناولې پدیدې خالي نه دی، نوی والي باید په دغه ولایت کې د غصب شوو زمکو د راګرځولو لپاره پر داسې میکانیزم کار وکړي چې ولس یې ترشا ودرېږي، د امنیتي او ولسي قوت په مټ آن ښکرور د قانون ترمېزه راکش کړي.
۴ ــ د هېواد د نورو سیمو په څېر په ننګرهار کې هم ګڼ شمېر غیرې مسوول وسله وال او ټوپکوال شتون لري او د ټوپک په زور په ولس او حکومت دواړو یو ډول فشار دی، د اکثرو غلاوو، اختطاف او د حکومت پر وړاندې د جنګېدونکو وسله والو مخالفینو د ملاتړ او سپوټ تور هم پرې دی. نوی والي باید ددغو زورواکو د مهارولو لپاره هم له ځانه سره پلان ولري اوهم دې له ولس سره په مشوره یې د مهارولو پلان ترتیب کړي.
۵: د ننګرهار پر عایداتي ادارو سربېره ددغه ولایت کانونه، په خاصه توګه شوکاڼی او ځنګلونه څه د دولت د وسله والو مخالفینو او څه هم د ځايي ټوپکوالو او زورواکو ترتسلط لاندې دي، والي باید ددغو ملي شتمنیو دولتي کول او ساتنه نه یوازې وظیفوي مسوولیت، بلکې ملي مسوولیت هم وګڼي.
۶: نوی والي باید د مرکزي حکومت بشپړ ملاتړ له ځان سره ولري او په چارو کې له خپلو ورکړل شوو قانوني صلاحیتونو پوره او سمه ګټه پورته کړي، د بې قانونۍ پر وړاندې غلي پاتې کېدل له ننګرهاریانو سره جفا او ملي خیانت دی.
۷: نوی والی باید ددغه ولایت له ادارو د حاکمې اقتصادي مافیا لاس لنډ کړي، په یوه خېټه ډوډۍ او یا هم د ولایت د دسترخوان او غونډو غوړولو په سر د ټول ولایت سرنوشت ددغې اقتصادي مافیا په لاس کې ورنه کړي.
۸: نوی والي باید کار اهل د کار ته وسپاري، د ولایت په داخل او چار اطراف حاکمه لویه او وړه مفسده ډله لغوه کړي، چې د ولایت او ولسونو ترمنځ سره کرښه ماته او خلک پر حکومت باور وکړي.
خلکو نورې غوښتنې هم لرلې، د اوس لپاره مې پر همدې بسنه وکړه، چې نوی والي پرې عمل وکړي نو ښه، او که نه نو لکه څنګه چې تر ده وړاندې هغه په جوش او غوړو ولولو راغلل او بېرته یې چا پاڼه هم وا نه ړوله، دغسې به هر یو نېک نامی راځي او د یوپنډ نومونو سره به بېرته ځي، بیا به نو لکه د یوشمېر تېرو هغو غوندې د یو او بل مشر په درګاګانو ګرځي، څوک به دوه توته اهمیت هم نه ورکوي.

[/pukhto]

خوښ یې کړئ

اړوند مطالب

د شاعر مړینه
مطالعه څه ګټې لري؟
ښکار
خوشاله شوم
ګوندونه؛ که دوکانونه؟
که پرمختګ غواړې؟
د مازيګر بنډار اته ويشتمه ناسته وکړه
آیا مثبت فکر کول مطلق دي

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اکتوبر 2016
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031  
« Sep   Nov »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /