نوروز، لرغونی جشن

میوند شینواری
[pukhto]
نوروز له زرګونو کلونو راهیسې د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې نمانځل کیږي.
په ۲۰۱۰ کال کې د ملګرو ملتونو عمومې اسامبلۍ نوروز د یو نړیوال جشن په توګه تصویب کړ او همدارنګه یونسکو هغه د نړیوالو معنوي ارزښتونو په نوملړ کې ورګډ کړ.
د نړۍ شاوخوا درې سوه ملیونه خلک نوروز د یو ملي جشن په توګه نمانځي.
د اوسني افغانستان لرغونی بلخ، چې یو مهال د ښارونو مور بلل کیده، د نوروز د پیدایښت اصلي ټاټوبی دی. له نن څخه درې زره کاله مخکې پخوانیو آریایانو نوروز په بلخ کې نمانځه او د نوروز جشن او میلو به اونۍ ـ اونۍ دوام موند. هغه مهال اوسنیو جغرافیوی پولو شتون نه لاره او بلخ د یوې لویې تمدني حوزې مرکز و.
د نوروز د نمانځنې رواج ورو ـ ورو نورو سیمو ته هم وغځید او اوس نه یوازې په افغانستان، بلکې په ایران، د منځنۍ آسیا په هیوادونو، آذربایجان ، پاکستان، هند او نورو ګڼو هیوادنو کې نمانځل کیږي.
نوی کال یا نو روز په ادبیاتو کې هم په پراخه پیمانه ستایل شوی او نمانځل شوی دی. خوشحال بابا فرمايي:
په راتلو درسره ډېرې خوښۍ راوړې
په خوشحال باندې دې قدر دی نوروزه
نوروز یا نوې ورځ ـ دا د کال لومړۍ ورځ ده. په افغانستان او ایران کې چې تقویم یې هجري لمریز دی، نوروز د نوي کال لومړۍ ورځ ده. یانې د نوروز په رارسیدو سره موږ دا دی ۱۳۹۷ لمریز کال پیلوو. خو د نوروز ارزښت یوازې د نوي کال په پیلیدا کې نه دی نغښتی. نوروز نه یوازې دا چې د نوي کال پیل دی، بلکې دا د پسرلي ښکلي موسم پیل هم دی. دا د پسرلي جشن هم دی.
د ژمي خورا سختې یخنۍ وهلی او مړاوی کړی طبیعت بیرته راژوندی کیږي او راغوړیږي. غرونه او رغونه، دښتې او بیابانونه د پسرلي په رارسیدو سره شین زړه راښکونکی بخمل اغوندي، باغونه شنه کیږي، ګلان غوړیږي او ونې غوټۍ نیسي. واورې ویلې کیږي او اوبه د پسرلي له مستو ترانو سره په ویالو او خوړونو کې رابهیږي.
نوروز د اعتدال او برابرۍ جشن هم دی. په نوروز کې شپه او ورځ سره برابریږي. نوروز د کار او زیار جشن هم دی. کروند ګر ځانونه کرکیلې ته چمتو کوي. د یادونې وړده چې کرکیله له نن څخه زرګونه کلونه وړاندې په پخواني بلخ کې ډېره پرمختللې وه.
همدارنګه نوروز پر خپلو کړنو د نوې کتنې جشن هم دی. هر انسان د نوروز یانې نوي کال په رارسیدو سره په تېر کال کې خپلو کړنو ته کتنه کوي، هغه په هر اړخیز ډول څیړي ، نیمګړتیاوې او بریاوې یې په ګوته کوي، په نوي کال کې د نیمګړتیاوو د لرې کولو لپاره لارې چارې لټوي او د بریاوو د پراخولو او پیاوړي کولو لپاره لا ډېر کوښښ کوي.
په افغانستان کې ټول خلک د نوروز رارسیدو ته تیاری نیسي. دا جشن هم په دولتي کچه نمانځل کیږي او هم هره کورنۍ یې له خپل وس او توان سره سم نمانځي. د نوروز په درشل کې ټولې کورنۍ خپل کورونه پاکوي او باور لري چې بیا به یې ټول کال کور پاک وي. ماشومانو ته نوې او ښکلې جامې برابروي. هفت میوه جوړوي . یانې اووه بیلابیلې وچې میوې سره یوځای کوي او په اوبو کې یې اخته کوي. له دې امله د نوروز په درشل کې د وچو میوو بازار ډېر تود وي.
همدارنګه د نوروز په شپه سمنک پخوي او ښځې د سمنک دیګ شاوخوا ته چمبی وهي او نڅیږي. د ورځې له خوا خلک لوړو غونډیو ته خیږي او ګوډي پرانونه پورته کوي. په نوروز کې د ځینو کورنیو زلمي چې کوژده یې کړې وي خو ودونه یې لا نه وي کړي، د خپلې ناوې کور ته سره کړي کبان او ځلوبۍ وړي او همدارنګه نوې جوړې او نور سوغاتونه هم وروړي. بیا د ناوې کورنۍ خپل خپلوان او ګاونډیان راټولوي او جوړې ورښکاره کوي او کبان او ځلوبۍ ورته ږدي.
یانې نوروز د مینې او محبت جشن هم دی. په افغانستان کې موږ په یووخت کې څو جشنونه لرو: د نوي کال او پسرلي د پیل جشن، د دهقان جشن او د نوي تعلیمي کال د پیل جشن. د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال همدا اوس پیل کیږي.
خدای دې وکړي چې د کال په نوي کېدو سره فکرونه هم نوي شي.
نوی کال دې د سولې، امن او سوکالۍ کال شي!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي