67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

نوی پیل

میوند درځار

[pukhto]
د ښوونځي لمړۍ ورځ او لمړی ساعت و. د پښتو ښوونکي، تر ما څو ورځې مخکې راغلي زده کوونکي په نوبت پاڅول. ا ب ت ث ج ….. چا به پوره وویل او څوک به نیمایي کې بند شول. ما ټول سم تکرار کړل، ښوونکي شاباسی راکړ، چکچکې یې راته وکړې.
دا خو ما په جومات کې د لښتو له وېرې یاد کړي وو.
بله ورځ ښوونکی بدل شو، نوي هغه به وهل نکول خو ملازم ته به یې غږ کړ: د څاه سر خلاص کړه چې دا ټول ورواچوم.
له ټولګي به د مړي کور جوړ شو.
دا یو شخصي مکتب و، هر کال به یې نوی تعمیر کرایه کولو.
اول کال مو رنګریزانو کوڅې ته مخامخ، دوهم مو شپاړس فامیلۍ کې او درېم کال ته مو سر آن کمپونو ته وخوت.
زه به له خپلو نورو ملګرو سره هر سهار له څلورمې ناحیې ورتلم.
زمونږ په ټولګي کې له ما او درې څلورو نورو پرته ټول د سرمایه داره کورنیو ماشومان وو. استادان هم غریبان وو خو خپله پرده یې ساتلې وه.
یواځې د فرانسوي ژبې، دري ژبی ښوونکی ډېر وږی سړی و، هر څه به یې غوښتل.
فکر کوم هغه نور معلمان به هم ده لمسولي وو چې د زده کوونکو کورنۍ دې سږنی خیرات زکات دوی ته ورکړي نو ځکه خو یې په خپل لاس لست جوړوو.
پلار دې څه کار کوي؟
صراف دی.
څه کار کوي؟
صراف دی…. ما او څو نورو چې د هغه په طبعه برابر ځواب نه و ورکړی نو همدا زمونږ د فرانسوي ژبې نمرې هم کمې وې.
د درس پر وخت به یې تحقیرولو هم ډېر.
بیا خدای یو ځوان هلک راوست، هغه ډېر ښه سړی و.
نصاب په دري و. ما به د (میخوانم) لولم، کلمه (مې خوانم) څملوم باندې تلفظ کوله.
ټولو به ډېر خندل خو زه نه پوهېدم.
مکتب فرانسویانو حمایه کولو او د طالبانو نه و خوښ، بله ورځ راغلل او حاضري ګانې او ترقي تعلیمونه یې ټول کړل. (نور مه راځئ)
زه لاړم نصرت مکتب ته، د شپږم صنف د سویې ازموینه مې ورکړه، اووم کې یې کېنولم.
له خپل اصلي عمر نه درې کاله رامخکې شوی وم نو په ټولګي کې تر ټولو کوچنی وم.
شوخ هلکان هم ډېر وو خو اکثرو به یې راسره ښه چلند کاوه.
په وړو نومونو یې یادولم. (مونږ چې کور کې ماشومانو ته پرې غږ کوو)
په همدې کال د کرزي حکومت راغی، د دري استاد محتاج صیب ډېر خوښ و. ویل به یې اوس به چوکۍ ولرﺉ، کتابونه به درته راوړي، دا به وي هغه به وي.
دېوال کې به یې د بخارۍ سوري ته ګوته ونیوه (دا د ګلبدین…..به بیا دومره خیرنه نه وي) د نصرت مکتب هغه امر چې په شاګردانو کې یې د لونګۍ نه وهلو پر سر زړه چولی و، اوس په ننګرهار لېسه کې د پښتو معلم و.
د جغرافیه استاد ته مې نوم ورتلو خو د هغه د لاسه په شینواري مشهور وم.
ډېر وهل یې کول، زه خدای ساتلی وم.
د لېسې دورې زده کړو ته په ډله ایز ډول میاعمر ته لاړو.
نوي ځای ته په تګ کې خوښي وه خو ما’ مونږ عقده او کینه ددې ځای له ځینو معلمانو ! زده کړله.
نګران سره به له ازموینې مخکې جعلي د ضوابط حاضرۍ شقه وه، فلانیه ته محروم یې. فلاني به زر دوه زره ورکړې او کار به یې وشو.
هلته داسې ښوونکي هم وو چې مونږ یې د ژوند په اصلي هدف پوه کړو.ټولو ته به تل په دعاکې یاد وي.
۱۳۸۶ زما د فراغت کال و او تر ننه مې بیا د زده کړو تکل نه و کړی.
نهه کاله وروسته مې دادی بیا یوه اراده کړې، دعا کوﺉ!
[/pukhto]

1 خوښ یی کړئ

اړوند مطالب

د ماشوم ماته له دغه ځايه پيلېږي
له رازه ډکه، هیجانه او سرتمبه
د مازیګر انځورونه
‌‌ډ‌یپلوماسي او بهرنۍ پالیسي
سملاسي مشاعره
شعري ذوق
ړنده وړاند ویوونکې
رابه شي!

تبصرې

  1. فضل نبي سيار سورجوال – اپریل 10, 2017 - 3:50 pm:

    خوشال شوم چې پښتو لپاره ددخدمت داسې څوک شته ستاسې د لا برياوو په هيله

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اپریل 2017
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930  
« Mar   May »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /