67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

نړیوال متلونه

ژباړه: نجیب الله خان

[pukhto]
لومړۍ برخه
خندا هغه ژبه ده چې د ټولو ملتونو خلک پرې پوهېږي.
د چاد متل
– د خوښيو شریکول خوښي دوه چنده کوي.
د غمونو شریکول غمونه نيم کموي.
سوډاني متل
– څوک چې د سندرو ویلو هیله او امید لري هميشه ځانله د ویلو لپاره يو څه پیدا کوي.
سوډاني متل
– هوښیاران خپلې پریکړې په خپله کوي او جاهلان دا خلکو په خبرو پسې ګرځي.
چینايي متل
– هرې مور ته خپل ماشوم د نړۍ تر ټولو خوږ او ښایسته ماشوم وي.
چينايي متل
– د مینه لرونکي زړه څښتن همیشه ځوان وي.
يوناني متل
– د کتابونو لوستل د زړه غمونه کموي.
دا مراکش یا المغرب متل
• دردونه درنه هوښيار شخص جوړوي.
سويډني متل
– د ښه دوست د کور لاره هیڅ وخت هم اوږده نه وي.
ډنمارکي متل
– نايي خپل ويښته په خپله نه جوړوي.
افریقایي متل
– هغه طرف غشی له کمانه مه خوشې کوئ چې بیرته ستاسو په طرف راګرځي.
کوردستانی متل
– غمونه له وخته وړاندې د انسان ويښته سپينوي.
ايټالوي متل
– د حال وخت په څېر وخت بیا نه پیدا کېږي.
انګليسي متل
– وخت وزرونه لري.
انګليسي متل
– هغه خبرې چې له زړه راوځي؛ زړه ته ننوځي
هیبرا متل (د اسرايلو ژبه)
– مخکې له دې چې تږي شئ، ځان ته کوهي وکیندئ.
چينايي متل
– ړوند هم کله ناکله کارغه ولي.
فلېمیش متل (د بیلجیم یوه ژبه)
– نارینه که د کور سر او تنه بلل کېږي خو ميرمنې یې زړه بلل کېږي.
دکینیا هیواد متل
– لمر د ټولو لپاره یو شان راخیږي.
د کیوبا متل
– د ښه دوست په څېر بله غوره هنداره نشته.
د کېپ وریډ متل (افریقایي هيواد)

[/pukhto]

4 خوښونې

اړوند مطالب

تور مار
په مور ډېر ګران يم
وخت پوره دی!
د سيستم اصلاح د هر افغان غوښتنه ده!
آنلاین زده کړې څه دي
دنده
غني چېرې روان دی؟
ژمنه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

جون 2017
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
« May   Jul »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /