نړۍ تر واک لاندې راوستل غواړم
ژباړن:امتياز نجيبي
[pukhto]
د ۲۰۰۰ میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې د ممبي جاهو سمندرغاړه کې ۱۷ کلنه پریانکا چوپړا د ملګرو سره بوخته وه. هغې همدا کال د مس انډیا(ښکلا ملکه) لقب خپل کړی و او بالیووډ(هندي سینما) کې يې کار پیلاوه. څو کاله وروسته ریښتیا هم د بالیووډ مخکښه ستورې شوه.
پریانکا چوپړا ښایسته، ځیرکه، حساسه او زر ځواب ویونکې جینۍ ده خو وروسته یوه بله خبره هم راښکاره شوه چې هغه ډيره جرئت ناکه هم ده
– زه په ځان ډاډه یم، داسې هم نه چې وایم مغروره یم. هغې دا خبره راته د یکشنبې په ورځ مونټیریل کې وکړه. هغې ته خپل وخت دومره ارزښتناکه و چې په روانه به يې ورته ویښته سمول او میک اپ به يې ورته کوو. ما ځان سره فکر وکړ کیدای شي زمونږ خبرو ته ډيره پاملرنه ونه لري خو هغه داسې یوه ښځه وه چې په یو وار يې د څو کارونو کولو وړتیا درلوده: هغه په یو وخت کې تمثيل کوي، سندرې وایي او نڅا کوي.
– زه درې ګونی خطر یم. هغې وخندل. پریانکا زیاتره له هغه خبرو وروسته خندا کوي چې اوریدونکي ورته د شک په سترګه وګوري.
په هندي سینما کې پریانکا ډيره مشهوره ده، هغې په ۵۰ فلمونو کې کار کړی او ۲۴ فلمي جایزې چې د هالیووډ اوسکار سره برابرې دي، ترلاسه کړي. هغې په انګلیسي ډرامو لکه کوانټیکو کې کار کړی دی او هم په کاناډایي فلم کې د ایف بي آی رول لري . پریانکا یواځينۍ ۳۳ کلنه هندۍ ده چې امریکایي ډرامو کې يې مخکښ رول لوبولی دی.
– زه هندي امریکایي نه یم بلکې زه هندي هندۍ یم. خلک فکر کوي چې ما د امریکا سینما ته په دې شکل لاره پیدا کړه خو اصل خبره دا ده چې امریکا ماته وړاندیز کړی دی.
هغه وایي چې د هغې نړیوال بریالیتوب یو قسمت و خو داسې نه ده. پریانکا څو انګلیسي سندرې وویلې او د کوانټیکو ډرامې ته يې لار پیدا کړه. په هاغه وخت کې پریانکا هند کې په فلم جوړولو بوخته وه چې د ABC تلویزیون لومړی معاون (لي) چې د کوانټیکو ډرامه چلوي، هندوستان ته راغی چې پریانکا سره وګوري.
ما ترې وپوښتل چې هغوی تا کې څه ولیدل؟ نورې هندۍ لوبغاړې هم شته دی.
-زما په څېر نشته. د هغې موسکا ددې خبرې تایید و چې هغه د خپلې وړتیا په اړه خبرې کوي. پریانکا، لي ته ویلي ول چې په یو شرط به ورسره کار کوي.
– زه غواړم په دې ډرامه کې مخکښ رول ولرم لکه څنګه چې هندي فلمونو کې وي یانې خپلواکه، سیکسي، په خپل کار کې غوره او سمارټ رول ولرم.
کله چې د امریکا په تلویزیون کې د فوټبال د شپې پر مهال د هغې سندره پیل شوه، نو د نژادي توپیر سره مخ شوه.
– زما سندره د فیت هیل پر ځای اچول شوې وه، هغه سندرغاړې امریکایۍ وه. په هماغه شپه تلویزیون ته ډير ایمیلیونه راولیږل شول چې دا عربه تروریسته څوک ده؟ ماته هم ډير همداسې ایمیلونه راغلل. هغې بیا وخندل.
– ماته ډيره جالبه وه چې خلک اوس هم پخوانی فکر لري. پریانکا غوښتل چې دې باره کې په روښانه توګه وغږیږي.
– ما هغوی ته وویل، ولې هر عرب تروریست دی او زه ولې یوه عربه تروریسته یم ځکه چې زه د هغوی په څير رنګ لرم؟
په دې ورځو کې به د اوسکار لپاره یوه جایزه هم وړاندې کوي.
– زه دې انډسټرۍ ته نوې راغلې یم. دلته زما یواځې شپږ میاشتې پوره کیدې. خو ما غوښتل چې وګورم اوسکار څنګه وي؟ زما په فکر ډير ښایسته ماښام به وي.
که څه هم پریانکا هالیووډ کې نوې وه خو امریکا کې نوې نه وه. هغه په هندوستان کې زیږیدلې وه او مور پلار يې نظامي ډاکټران ول.
– هر څو کاله وروسته به مونږ نورو ځایونو ته کډه کیدو. په ۱۲ کلنۍ کې په خپل سر لوا ته تللې وه چې وګوري د هغې همزولي او خپلوان امریکا کې څنګه ښوونځي ته ځي؟
مور او پلار يې پریکړه وکړه چې هملته درس ووایي. خو هغه نژادي توپیري چلند سره مخ شوه.
– په لوا کې زه یواځینۍ هندۍ زده کونکې وم. بیا وروسته، کوینز، نیویارک، نیوټن، مسیچوسټ ته لاړم او دولسم مې هم ښه تېر نه شو. ماشومانو به په بیلا بیلو نومونو تنګولم او ویل به یې چې بیرته خپل هیواد ته لاړه شه. هغه وخت ډیر ډارونکی و. زه به خوړنځیو کې د خوړلو پر ځای تشناب ته خوراک لپاره تلم.
د همدې ځورونو له کبله بیرته هندوستان ته راغله. هغه ۱۶ کلنه وه، ښایسته هم وه او په ښه وخت کې مناسب ځای ته تللې وه. هلکان به تر ښوونځي راپسې ول. پلار او مور مې له ویرې زمونږ کور نه بندیخانه جوړه کړې وه. زما په کړکۍ يې له باندې خوانه سیم خاردار چاپير کړي ول، ځکه یوه ورځ یو هلک د بل کور نه زما کړکۍ ته راټوپ کړي ول. ما د تنګو پتلونونو اجازه نه درلوده. کله چې يې مور د هغې د ښایست باره کې پوه شوه نو د مس انډیا مسابقې لپاره يې په پټه ورننباسله. هغې دا مسابقه وګټله او په ۲۰۰۰ کال کې د مس ورلډ مسابقه کې هم ګډون وکړ.
– زما یادیږي کله چې په هسپانیه کې د غرمې ډوډۍ ته ناسته وم او د یوګانډا(افریقایي هیواد) د اقتصاد باره کې مې یو نظر درلود. زه یواځې ۱۸ کلنه وم! او دا یو څه زما له فکره لرې خبره وه. وړاندې تر دې چې مور يې دا د ښکلا مسابقې ته ورننباسي، هغې بل فکر کاوه.
– – ما فکر کاوه چې انجینري به وایم، خو زما منزل بل لوری و.
زمونږ په خبرو کې منزل او تقدیر ډیر ذکر شول. دوه شیانو ته اشاره وه، یو دا چې بریالیتوب یو تصادفي خوښي ده او بل دا چې له پخوا ټاکل شوي دي. هغې ویل.
– کله چې مې د مس انډیا(د ښکلا ملکه) مسابقه وګټله نو ما فکر وکړ چې ناکامي مې نه ده خوښه. زه غواړم تر ټولو غوره و اوسم. له بایللو څخه کرکه لرم. نو همداسې په بریالیتوب روانه یم. هغه موسکۍ شوه.
د ښکلا ملکې له لقب ګټلو وروسته د ډیرو کمپنیو د اعلاناتو لپاره توجه ورواوښته. خو په یو اعلان باندې ډیره پښیمانه وه او هغه د پوستکي روښانولو کریم ول.
– زه پرې پښیمانه وم خو وروسته پوه شوم چې ماشومتوب و. د ښکلا ملکې لقب تر لاسه کولو وړاندې مې ددې ټولو تولیداتو څخه ګټه اخيسته. نو ایا پریانکا غوښتل چې سپین رنګ ولري؟ هغې په هو سر وخوځوه.
– دا ستا په ذهن باندې کار کوي. مونږ نه پوهیږو خو دا اغیز لري. زه تر ټولو تور رنګه وم. زما ملګرو به ماته کالي(توره) ویلې او په هاغه وخت کې دې خبرې ډيره ځورولم.
پریانکا د ښځو او نارینه وو د برابرۍ پلوۍ ده.
– زه د ښځو له حقونو نه دفاع کوم. سړي په ښځو نیوکه لري. خو د ښځو حقوقو غوښتنه یواځې دا ده چې مونږ غواړو خپلواکه و اوسو او خپلې پرېکړې خپله وکړو، بس.
په دې ورځو کې پریانکا په مونټیریال د اونۍ په ورځ کې ۱۶ ساعته د فلم شوټنګ لپاره کار کوي او بیا د اونۍ په اخره کې د بل فلم شوټنګ لپاره ممبی ته ځي.
– زه ډيره ستومانه یم.
ما ترې پوښتنه وکړه چې د یواځیتوب احساس نه کوې؟ هغې ویل.
– زه تل د خلکو په منځ کې یم! خواو شا خلکو ته يې اشاره وکړه. – زه غواړم یواځې واوسم. زه غواړم د دوه ساعتو لپاره یواځې اووسم.
خو اوس داسې ښکاري چې د امریکایانو په زړه کې يې هم ځای پیدا کړی ځکه د خلکو په خوښه جایزه يې هم تر لاسه کړه.
– داسې ښکاري چې امریکایانو خپله خبره وکړه او دا معلومیږي چې زه یو سم کار کوم.
د هغې راتلونکې موخه هالیووډ دی. د پریانکا راتلونکی فلم (بی واچ) په نوم دی، چې د امریکایي لوبغاړو زیک ایفرون او نامتو ریسلر ډواین جانسن راک سره به پکې کار کوي. پریانکا دا هم وایی چې بالیووډ ته به هم شا نه اړوي.
– زه یو هیواد نه غواړم، زه ټول هیوادونه غواړم. نړۍ تر واک لاندې راوستل غواړم.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي