هدايت الله سره مرکه

هدايت الله سره مرکه
[pukhto]نن مازيګر شوکت زمان کرکټ اکاډمي کې له يو ځوان لوبغاړي سره ناست يم.
-ملګريه که مازيګر ويبسايټ ته ځان راوپيژنې ؟
-بسم الله الرحمن الرحيم، زه هدايت الله د انځر ګل زوی، د خوګياڼو ولسوالۍ د خدرخېلو اوسېدونکی .
-څومره وخت کېږي چې کرکټ کوې؟
-شپږکاله کيږي، مخکې خو د مهاجرت ژوند و پېښور کې به مو ګيم کولو، چې کډه مو راوړله دلته شوکت زمان اکاډمي جوړه کړله، دا مې ملګری دی، يو کال کېږي د ده اکاډمۍ کې لوبه کوم .
-پيښور کې دې چاسره لوبه کوله؟
-پيشاورلاين ټيم، پيشاور فنتر سره هم پاتې شوی يم.
-دا لوبډلې وې؟
-هو دا ټيمونه ول، پيشاور لاين کلب و.
– ټينس بال دې کړی ؟
-ما دوه مياشتې ټينس بال کړی هغې نه بعد زما ملګری و هغه تشويق کړم، چې ته ښه کرکټر يې هاټ بال شروع کړه، د هغه د ماما کلب و پيشاورلاين هغه ورته بوتلم هلته يې داخل کړم .
-دلته کومو لوبو کې لوبيدلی يې؟
-ولې نه دا تېر کال مې فورډی و کړه ، همداسې خو مې ډير ميچونه کړي، اوس بيا د ۱۷ کلنو ولايتونو په سطحه لوبې دي د زونونو لوبډلې جوړيږي بيا هغې نه ۱۹ ته کسان ور معرفي کوي.
-مخکې له دې لارې لوبغاړي تللي ؟
-هو، ناصر عمر، اکرام فيضي تېر کال له همدې لارې لاړل.
-دا د ولايتونو ترمنځ سيالۍ دي ؟
-نه هغه خو ګريټ ټو دی، دا ۱۷ کلن دي چې عمر يې ۱۷ نه تر ۱۹ کالو وي ؟
-څه فکر کوې ۱۹ کلنو ته به لارپيداکړې؟
-انشاءالله پوره تياری نيسم او خپله خواري کوم.
– د کرکټ تر څنګ تعليم یانور کار هم کوې ؟
-سبق مې ۱۲ صنف پورې ويلی او ټيکسي به مې چلوله، شوکت زمان راته وويل کرکټ سره بل کار نه کيږي، اکاډمۍ کې يې راته دوکان جوړ کړ.
-د کرکټ د سامان ؟
– د کرکټ پوره سامان ، لکه بيټ، پيډونه، ګلبزونه او نور شيان .
-دا تاسې لاهور نه راوړي؟
– ما او شوکت ورپسې سيالکوټ ته لاړو هغې ځای نه مو راوړل.
– داسامان خو ډير ګران هم وي، ستا عمر لوبغاړي لپاره قيمتي بيټ په څو وي او ارزانه په څو وي؟
-ښه بيټونه ۱۵ ـ ۲۰ زره پورې دي، اوس شوکت د ۱۸ زرو بيټ استعمالوي، زه د ۸ زرو بيټ استعمالوم.
-دی کې خو سپک او درانه هم وي ؟
دغسې نومونه يې دی، د چا لاس ته چې کوم جوړ شو هغه کاروي . 2.7 2.5 2.9-
-او د بالونو نرخونه څنګه دي ؟
-د انټرنيشنل ليول بال په ۱۵۰ ډالر او دلته ۲۰۰ـ ۶۰۰ افغانيو پورې دي ، ميچونو کې چې استعمالوو ۲۰۰ افغانيو بالونه ۵۰ ـ ۶۰ اوره پرې مونږ کوو دومره دوام کوي، اکاډمۍ کې ۲۰۰ افغانيو والا استعماليږي خپل پرکټس پرې کوو .
– بيټ سمين يې که بالر ؟
-رايټ هينډ بيټ سمين يم او پارټيم اف بريګ بال هم کوم.
-ښه لوبه دې کومه وه؟
-د فور ډی کيمپ وه، ښه نه ښه لوبغاړي ول زما اول ځل و چې کندوز ته لاړم، هغې کې جاويد احمدي، عثمان غني …دا ټول يوله بل نه ښه وو زه پکې لږ جونير وم، هلته چې ماسنچري وکړه ما لپاره ډيره د خوشالۍ لوبه وه، هغې کې ما سل ناټ اوټ وکړل، جاويد احمدي ماپسې راغی ډير شاباسی يې راکړو.
-د کرکټ بورډ د پام وړ به هم ګرځيدلی يې؟
– هو ډير زيات، هلته جاويد سلکټرانو ته زما په باره کې ډيرې خبرې وکړې چې په دې باندې بايد ۱۹ کلنو ته کار وشي .
– کله مايوسه شوی يې ؟
-ولې نه! د ۱۷ کلنو د زونونو ميچونه وو ټولونه زيات رنزونه ما وکړل دوه پنځوسيزې ناټ اوټ او يو کې په ۳ منډو اوټ شومه، مطلب دا چې ټولونه زياتې منډې زما وې ۱۳۰- ۱۳۵ اورج مې راتلو، بيا چې ټيم جوړ شو زما نوم پکې نه و، هغه ما لپاره ډيره د خواشينۍ خبره وه، دغه يوه ګيله لرم .
-کور دې چيرته دی ؟
-کور مې اخندزاده صيب کې دی.
-څومره وخت کې کور ته ځې ؟
-کله دلته پاتې شم او کله کور ته ځمه .
– د کور مشر يې ؟
-هود پلار مشر زوی يم .
-کورنۍ خو دې د کرکټ مخالفه نه ده ؟
-مخکې وه، ډيره غريبي وه اوس مې چې پلار کار پيداکړ، ښه شوي يوو، د کور لخوا راسره دعاګانې دي.
-په نړېوالو لوبغاړو کې دې څوک خوښيږي ؟
-ډيويلرز، د سوت افريقې ونډی کفټن دی.
– او په افغان ټيم کې ؟
-نورعلي ځدران او جاويد احمدي.
-ډېره مننه
-مهرباني
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي