هر سپورت د ذوق پورې تړلی دی

مرکه: مازيګر
– که مينې مجلې او مازيګر ويبسايټ ته ځان راوپېژنئ؟
– بسم الله الرحمن الرحيم، نوم مې بلال عزيزي دی، د ننګرهار ولايت، روداتو ولسوالۍ د حصارک کلي اوسيدونکی يم، اوس د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې اوسېږم، سږ کال له دولسم ټولګي فارغېږم او په راتلونکي کې پلان لرم چې پوهنتون هم ووايم.
– څنګه مو دې لوبې ته مخه کړه او د چا ملاتړ درسره و ؟
– له ماشومتوبه مې دغې لوبې سره مينه وه او غوښتل مې چې زه دې يو ښه پارکور باز اوسم، د مور او پلار، د کور د غړو او ملګرو تشويق و چې تر دی ځای مې ځان راورسولو او اوس شکر په جلال اباد ښار کې کلب لرم.
– د پارکور لوبې په باره کې مالومات راکړئ؟
– پارکور د لومړي ځل لپاره د ویتنام په جګړه کې د فرانسوي عسکر ریمونډ بیل لخوا تاسیس شوې. هغه او ملګري یې د “تعقیب او تښتي” لپاره د یوې مناسبې او مناسب میتود رامینځته کولو په لټه کې وو، هماغه وو چې د ځان دفاع لپاره يې دغه فعاليتونه ترسره کړل. دا فعالیتونه په نهایت کې د هغه زوی ډیویډ بیل لخوا منل شوي. ډیوډ د خپل ژوند ډیره برخه د سپورت تنظیمولو او په”پارکور” تېره کړه. هغه او د هغه ملګرو، ترټولو مشهور ملګری يې سیبستین فوکن په شمول، د ریمونډ بیل په روزنې سره خپل سپورت بشپړ کړ او پارکور يې په نړيواله سطحه په خلکو وپېژنده.
– کوم کسان دغه لوبه کولائ شي؟
– هر څوک کولای شي، چې دغه لوبه وکړي که غټ وي، که وړوکی، که وزن يې زيات وي يا کم، د دې لوبې ښه والی په دې کې دی چې د کسانو لپاره ځانګړي شرايط نه لري.
– افغانستان کې دغه لوبه کله رواج شوې ده؟
– افغانستان کې خو خلکو ورسره د مخکې نه علاقه لرله، چې دغه لوبه دې وکړي، خو له بده مرغه چې ځانګړی کار ورته نه و شوی، تقريباً دا څلور کاله، چې افغانستان ورته يو فدراسيون جوړ کړ، چې د پارکور نړيوال فدراسيون سره ثبت دی.
– د پارکور او جمناستيک ترمنځ توپير څه دی؟
– پارکور يوه ازاده لوبه ده، چې هر کس يې په هر ځای کې کولای شي او خپل حرکتونه د چاپيريال په زياتره څيزونو اخستلی شي، لکه په يو موټر، لښتي، ونه، دېوال او داسې نورو… او جمناستيک چې دی دا يوه بنده لوبه ده، چې خپل شپږ وسايل لري (حرکات زمینی، خرک حلقه، دار حلقه، پرش از خرک، پارالل، بارفیکس) چې د دې نه بغير لوبه نه کېږي.
– له کله راهيسي تمرين ورکوئ او څومره شاګردان مو روزلي؟
– تقريباً څلور کاله کېږي چې تمرين ورکوم، خو رسمي تمرين مې دا شپږ مياشتې کېږي چې شروع کړی، تر اوسه مې ډير شاګردان روزلي دي، چې ځينو په کې کلبونه هم خلاص کړي دي او اوس فی الحال تقريباً سل کسانو ته تمرين ورکوم.
– پارکور لوبه څه ګټې لري؟
– د مثال په توګه يو ضرور کار درته پيدا شو او لاره سخته بنده ده، نو ته کولای شی چې د پارکور حرکتونه په واسطه په ډېر کم وخت کې ځان خپل هدف ته ورسوي.
– د نړۍ کوم هېواد د دې لوبې مخکښ دی؟
– فرانسه.
– د افغانستان په کومو ولايتونو کې دغه لوبه کېږي؟
– د افغانستان په زياتره ولايتونو کې دغه لوبه رواج شوې ده، لکه کابل، ننګرهار، هرات، لغمان او داسې نورو کې…
– په دې لوبه کې کومو وسايلو ته اړتيا ده؟
– په دې لوبه کې توشک، اسفنج، ميز، ديوالي تحته، سيم دور
– پارکور لوبه د انجونو لپاره هم ده او که يوازې هلکان يې کوي؟
– دا لوبه هم انجونی کوی شي او هم هلکان، خوشبختانه په کابل کې د پارکور فدراسيون د نجونو لپاره دوه دانې کلپونه جوړ کړي دي چې يواځې نجوني په کې تمرين کوي.
– رسنيو ته په کومه سترګه ګورې او له لوبو سره څنګه تړاو ورکوئ؟
– رسنۍ خو د يوې ټولنې په په پرمختګ کې مهم نقش لري، خو په افغانستان او په تېره بيا ننګرهار کې ځيني په شمار رسنۍ دي چې کله کله د ورزشکارانو په حق، د هغوی په مشکلاتو او نورو اړوند غږونه اوچتوي، نور زياتره رسنۍ ورزشکارانو ته هيڅ پام نه کوي.
– د لوبې پر مهال موزيک اورېدل او نه اورېدل څه توپير لري؟
– زياتره ځوانان تمرين کوي، خو ځوانانو ته چې موزيک ونه لګوی داسې وي لکه په زوره چې پرې تمرين کوې، داسې کم تمرينونه به وي چې بغير له موزيکه دی وشي.
– يو ځوان په څومره وخت کې دغه لوبه زده کولی شي؟
– هر سپورت د ذوق پورې تړلی دی، داسې شاګردان شته چې په ډير لږ وخت کې زيات حرکتونه زده کولای شي او ځيني شاګردان بيا د يو عادي حرکت په يادولو کې ډېر وخت لګوي.
– ځوانانو ته څه پيغام لرئ؟
– ځوانانو ته مې پيغام دا دی، ځوان د يوې ټولنې د ملا د تير حيثيت لري، راځئ چې دغه خپل وطن په خپله اباد کړو، پردي مونږ ته وطن نه جوړوي، په خپلو درسونو کې ډېر کوښښ وکړئ او تر څنګ يې ورزش ته هم وخت ورکړئ ځکه چې تمرين مو صحت ته ګټه رسوي، له نشه يي توکو ځان وساتئ او د افغانستان نوم په ورزش او زده کړه کې وځلوئ.
– مننه د وخت راکولو؟
– له تاسې هم مننه چې زمونږ غږ مو واوريد!
تبصرې
تبصرې بندې دي