67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

هسې يوه خبره مې کوله!

خوشال خليل

[pukhto]
په دې عکس کې د ننګرهار د کلتور رئیس چې تر نامه مخکې حتما د الحاج مختاړی ورسره لیکي، ښار ته وتلی او د طالبانو د مذهبي پولیسو په څېر له اخلاقي فساد سره د مبارزې په نوم له سیمسارۍ او جامو له دوکانونو نانځکې او هغه ښځینه توکي چې فکر کوي د نرانو شهوت پاروي د شرم په نوم راټولوي او بندوي.
دا جناب چې زه پيژنم هیڅ مذهبي مخینه نه لري، خو د ننګرهار مذهبي او افراطي ماحول مجبور کړی دی چې داسې ریاکارانه کارونه وکړي او تر دې ډېر مهم کارونه چې د کلتور رئیس ته په کار دي هغه نظرانداز او په همدې څو کارونو د خلکو توجه راواړوي.
دا یوه ډېره بده ریاکاري ده، او په ټول افغانستان په ځانګړي ډول ننګرهار کې دا سیاسي مذهبي ریاکاري له بده مرغه د وبا ناروغۍ غوندې د خورېدو په حال کې ده، هسې خو ریاکاري که مذهبي وي که سیاسي بد ټولنیز تاثیرات لري، خو چې کله سیاست او مذهب دواړه سره مکس او د ریاکارۍ په بڼه راڅرګند شي بیا نو د هر پرمختګ په مقابل کې لکه د سیاسي وبا په څېر ټول نوي او زاړه اقدار له مخې لري کوي او ټولنه ناروغه او فاسدوي، بده یې لا دا چې ټولنه دا ناروغي نشي احساسولی خو ناروغه به وي.
سیاسي مذهبي ریاکاري اصل کې هغه غیر اخلاقي کړني دي چې د مذهبي ادبیاتو په چوکاټ کې په ریاکارانه توګه خلکو ته وړاندې کېږي. یعنې ریاکاري هغه نقاب دی چې په بېلابېلو موقعیتونو کې یې چارواکي او سیاسیون په مخ راکاږي او یو منفي حقیقت ته د تظاهر په چوکاټ کې مثبت لوری ورکوي.
خو د داسې ریاکارۍ جرړه موږ په سیاسي ایډیالوژیکه او ټولنیزه اډانه او روزنځای کې موندلی شو، که ایډیالوژي او روزنځای یې له یو بله جلا وي، نو تاثیر به یې هم جلا وي؛ خو که دواړه سره یو ځای او مدغم شي لکه ننګرهار بیا نو دوه چنده خطرناک کېږي. د طالبانو وخت کې تندلاره ایډیالوژي له بهره راغلې وه، ټولنې جذب کړې نه وه او تاثیر یې کم و، خو اوس یې روزنځایونه هم ننګرهار کې دي او تاثیریې هم زیات دی.
ننګرهار چې د ادب او علم ټاټوبی دی، خلک یې حق لري له خپلو ځايي چارواکو وپوښتي چې تېرو دوو کلونو کې یې د کلتور رئیس او فرهنګیانو څو علمي سمينارونه نیولي؟ څو دودیزې مېلې یې بیا احیا کړي او جوړې کړي دي؟ څو مشاعرې او د محلي موسیقۍ د ودې لپاره یې دېرې مجلسونه کړي دي؟ د کلتور د ودې لپاره یې څومره پروګرامونه د تلویزیون او راډيوګانو له لارې خپاره کړي دي، د محلي لاسي صنایعو او تاریخي سیمو د ساتنې لپاره یې څومره هڅې کړي دي، کوم جوماتونه او ودانۍ چې جوړیږي د کلتور رئیس په کې نظر ورکړی دی چې زموږ له افغاني او دودیزې اسلامي معمارۍ سره برابرې دي او کنه؟ د پاکستاني ورځپاڼو او متشدده کتابونو او سي ډي ګانو مخه یې نیولې ده او کنه؟ د پارکونو د پاک ساتلو لپاره یې څومره تبلیغات کړي او په دغو پارکونو کې يې د چرسیانو مخه نیولې او کنه؟
د کلتور رئیس پوهېږي چې دا پوښتنې اوس ورنه ننګرهار کې څوک نه کوي، ځکه ننګرهار اوس د ادب او علم نه زیات د تبلیغانو، داعشیانو، طالبانو او افراطیت فکري مرکز دی او داسې ځای کې دا پاس خبرې بازار نه لري، خو که بازار ته ووځي او له دوکانونو نانځکې راټولې کړي او ځینې فیشني شیان بند او عکسونه فیس بوک کې خپاره کړي لایکونه اخلي او خلک خوشالېږي، نو څه ضرور چې ځان ته تکلیف ورکوي، بس همدا سیاسي مذهبي ریاکاري ده چې دد ه چوکۍ او منصب تضمینوي.

[/pukhto]

1 خوښ یی کړئ

اړوند مطالب

د بل ښار مدني فعال
شبیر نوري سره مرکه
ناکامه مدیریت
د جنگ اقتصاد او د اقتصاد جنگ
ژوند وکړئ کتاب چاپ شو
نور ولولئ
ایلن ماسک غواړي ایفون او سامسونګ د نوکیا په برخلیک اخته کړي
په لرغوني ګندهارا کې تر پنځه څلویښت کلن ځنډ وروسته د ویاړونو په لټه
مينه سره زر دي!

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اگست 2017
S S M T W T F
 1234
567891011
12131415161718
19202122232425
262728293031  
« Jul   Sep »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /