هسې یوه خبره مې کوله

خوشال خليل
[pukhto]
تنقید یا کره کتنه د پرانیستو ټولنو یوه ځانګړنه ده چې هر څوک په کې د خپلو باورونو او برداشتونو له مخې په یوې موضوع یا هنري اثر تنقید کوي او مقابل لوری یې دغه تنقید اوري او بیا هغې موضوع یا اثر څخه د خپل برداشت مطابق دفاع کوي که د دفاع وړ نه وه د منتقید خبره مني او که یې نه مني هم نو اوري یې.
په ادبیاتو او نورو ټولنیزو نظریاتو کې یو اصل دا هم دی چې په کوم اثر یا نظریې ډېر تنقید شوی وي او له هره اړخه پرې کره کتنه شوې وي د دې معنا داده چې دغه اثر مهم دی، ځکه خو پرې دومره خلکو خبرې کړي دي. په نظریاتي کتابونو کې د مارکس کاپیټال او په انځورونو کې د مونالیزا انځور دوه بېلګې دي چې ډېر نقدونه پرې شوي دي.
مثلا که موږ په یو داسې انځور چې ښځه په اوښ سوره وي او د اوښ پړی یو نارینه لاس کې نیولی روان وي تر نقد لاندې نیسو، دلته نقادان د انځور د رنګونو د انتخاب او د هغه په ښه شکل د کارولو څخه علاوه کومو نورو موضوعاتو ته پام ور اوړي؟
هر نقاد لکه هر انسان دغه انځور ته لومړی د خپلو باورونو په هنداره کې ګوري. مثلا که دغه انځور یو ملا ته ښکاره کړي، هغه به وايي د زنده جان رسمول ګناه ده او له سره به ور ونه ګوري، خو که لږ مترقي ملا ته یې ښکاره کړې وايي به انځور ښکلی دی، خو په اوښ د ناستې ښځې مخ لوڅ دی او شرعي حجاب یې نه دی رعایت کړی. که دغه انځور یو فمینست وګوري هغه به وايي چې دې انځور کې ښځه بیچاره، بي وسه او مجبوره انځور شوې ده چې تر د نارینه په اوږو بار او نارینه پسې روانه ده او خپلواکي او آزادي ورنه اخيستل شوې ده. که همدغه انځور یو مارکسیست ته ورښکاره کړې، هغه به وايي دا انځور د نړیوال طبقاتي نظام ښه بېلګه ده چې یو تعداد انسانان لا هم دومره بیوسه او غریب ساتل شوي دي چې په یوویشتمه پیړۍ کې په اوښانو مزل کوي او که دغه انځور یو لیبرال سړی وګوري وايي به واه دې ته وايي د ښکلا ننداره چې یوه جوړه څومره بیغمه او امنیت کې په دښته کې خوشاله روانه ده. خو که انځورګر نه پوښتنه وکړي چې دغه انځورکشۍ څخه ستا مطلب څه و؟ هغه ښايي ووايي چې یاره ما هسې دا د شوق له مخې رسم کړی دی تاسو چې څه وویل دې یو ته هم زما پام نه و.
لنډه دا چې انساني ټولنې متنوع نظریات لري او هر سړی بیا د انسان د ذات، ماهیت، نړۍ او حتا کایناتو نه خپل خپل برداشتونه لري، د نظریاتو دغه کثرت که د یو بل په خوا کې په سوله ییز ډول وپالل شي او وخت تېر کړي د ټولنې د ښکلا او تحرک لامل کېږي خو که د ټکر باعث شول ټولنه ویجاړوي.
موږ چې د فیس بوک او سوشیال میډیا عصر کې ژوند کوو او له بلې خوا له دغو وسایلو څخه د خپلو باورونو د اظهار په خاطر استفاده هم کوو باید دغه تنوع او کثرت ته درناوی وکړو او دومره زغم ولرو چې په اسانه تنقید وزغموو او په سړه سینه ورسره چلند وکړو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي