هسې یوه خبره مې کوله …

خوشال خليل
[pukhto]
سبا له خیره د روژې لومړۍ ورځ او بیګاه ته یې د ځانګړو عباداتو د پیل شپه ده. ملایان او دیني واعظان هرکال دغه میاشت کې شتمن مخاطبوي چې د بېوزلو لاس نیوی وکړي. حتا اخرت کې یې په سخت عذاب ویروي او ټینګار کوي چې که خپل دسترخوان یې ډک وي او دی له بېوزلو سره مرسته ونه کړي نو خورا سخت عذاب او درد به وګالي.
خو که موږ عمل ته وګورو لږ تر لږه زموږ ټولنه کې روژې تر اوسه پورې د بېوزلو په ژوند کومه مثبته اغیزه نه ده کړې، ډک دسترخوان ته کیناستل او بیا ممبر او فیس بوک کې د وږو په حال ویناوې، نه یوازې د بېوزلو درد نه دوا کوي بلکې دا د دوی په فقر او محرومیت ملنډی وهل دي. که روژه د خدای میلمستیا ده نو بیا خو د خدای دسترخوان کې ډېر فرق دی، د خدای یو کم شمېر میلمانه رنګینو او ډکو دسترخوانونو نه تاو وي یخو او رنګارنګ شربتونو سره روژه ماتوي بله خوا یې اکثریت ناداره میلمانه وچې ډوډۍ ته ناست وي. که په دغې نابرابرۍ د خدای خوښه وي نو بیا دا ملایان هسې لګیا دي د خدای د خوښې خلاف په برابرۍ او صله رحمۍ ټینګار کوي.
خو داسې نه ده، اسلامي متنونه او اسلامي اخلاق حکم کوي چې که ستا دسترخوان ډک او د ګاونډي تش وي او ته په مړه خیټه ویده کېږی او هغه په نهره نو دا د خدای سره دښمني ده.
افغاني ټولنه کې پخوا دغه نزاکت ته ډېره توجه کېده او زما یاد شي کله به مو چې بازار کې غوښه او میوه اخیسته نو توره کڅوړه کې مو تر کوره وړله چې هسې نه لار کې یې کوم بېوزله ونه ګوري او رخه یې رانشي او چې کور کې به مو پخه کړه اول به مو جومات او ګاونډي ته لیږله بیا به مو خپله راحته نوش جان کوله. خو اوس برعکس د چارواکو او نورو شتمنو د ډکو دسترخوانونو عکسونه په ویاړ فیس بوک ته خیژول کېږي او د خوند خبره لا دا چې دا عکسونه هغه بېوزله پورته کوي چې د خان او چارواکي دسترخوان ته بلل شوی دی. کله چې زه بازار، کلی او کور څارم له بده مرغه دغه اخلاق نشته، جالبه دا ده چې د ملایانو مسئلې هم زیاتې شوي دي، راډیو، تلویزیون او حتا اس ایم مس کې اسلامي معلومات را روان وي خو بیا هم زموږ صله رحمی نه زیاتیږی او ورځ تربلې د شتمن او بېوزلې ترمنځ واټن زیاتیږي او دا واټن تر دسترخوان هم محدود نه دی حتا نورو معاملاتو او ناسته ولاړه کې هم د دغو دوو طبقو ترمنځ فاصله زیاته شوې ده.
زما له نظره اسلامي ټولنه په مجموع او افغاني ټولنه په خاص ډول له اخلاقي زوال سره مخ ده. اجتماعي خیریه کارونه کم شوي او هر سړی کوشش کوي تر بل زیاتې پیسې ټولې او خپله طبقه او ټولنیز منزلت لوړ کړي او بیا خپلې پخوانۍ طبقې سره رابطه قطع کړي.
له بده مرغه دلته روژه یوازې د خوراک او څښاک نه کولو او ماښامنۍ کې تر رنګین دسترخوان محدوده شوې ده. د دې مبارکي میاشتې نور اړخونه لکه د جنګ نه کول، دروغ، بهتان نه کول او د بل نه ازارول او د خپل همنوعه سره مرسته او بلا نور اخلاقي کوډونه یې له یاده وتلي دي.
زه له ټولو هغو مننه کوم چې د دغې میاشتې له برکته د اخلاقو او انساني همدردۍ او اخوت لپاره د هر ډول کرکې په ضد مبارزه کوي. ټولو ته بختوره روژه غواړم او دعا به کوو چې موږ سمې لارې ته سیخ شو.
وسلام
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي