هينداره

لنډه کيسه/ نصرت ارمان
[pukhto]
يو هلک له يوې ښکلې جينۍ وپوښتل:
ـ تا کله په هېنداره کې ځان کتلی؟
جينۍ وموسل ، بیا يې وويل؛ نه!
هلک حيران شو. فکر يې وکړ ورسره ټوکه کوي.
ـ ته رښتيا وايي؟!
له دې خبرې سره د جينۍ تندی تريو شو.
ـ زه هېنداره کې د ځان په کتلو خواشينې کېږم.
د هلک سترګې وازې پاتې شوې: دا څنګه خبرې کوي؟ د ځان په کتلو خو زه خواشينی کېږم، ځکه چې بدرنګ يم او هينداره مې بدې راځي…
جينۍ يې د فکر لړۍ ور پرې کړه: هېنداره کې چې زه له کومو سترګو او کوم مخ سره مخ کېږم. خاورې کېدل به يې راته له زغمه وتلي وي….
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي