وخت پوره دی!

احمد جمال جمال
[pukhto]
دا هغه جمله ده چې مونږ ورسره روزانه په یو نه یو شکل مخ کېږو او د اوریدو او ویلو احتمال يې ډېر دی. وخت پوره دی، چې له خپګان او مایوسۍ نه بهر شو یو بل ته داحترام په نظر وګورو، خزان شوې څانګې ګلان ونیسي، خوبونه مو په حقیقت بدل شي او د خپلواکۍ نغمې زمزمه کړو.
وخت پوره دی، چې دکور په دروازه مو خوشالي راننوزي، شو نډې مو تبسم بېرته کړي، د مور او پلار په دعا ګانو رنګ شو، خپل منزل مقصود ته ورسو، ژوند ته د نعمت په نظر وګورو او خپل محبوب ته د محبت اظهار وکړو.
په دې هم پو هېږو چې کله کله دانسان د تمې او امید برعکس پېښې او پرېکړې هم کېږي چې مونږ د خپګان او مایوسۍ لورته بیايي، وخت ته خدای دیکتاتوري خوی ورکړی نه د چا د وصال لپاره تم کېږي او نه يې د هجر او غم د کمښت لپاره منډه وهي .
وخت بې نیازه دی او د خپل بې نیازه څښتن په امر درومي، موږ ویښ یو که ویده- وخت خپله لاره وهي او د تللو په وړاندې يې هېڅ څوک خنډ کېدی نه شي، د لمر سترګه هره ورځ راخېژي او د وخت په پوره کېدو ښکته کېږي، ستا د کار د ختمیدو او پاتې کېدو په غم کې نه دی.
له مذهبې اړخه هم دعبادت لپاره ځانګړی وخت مکرر دی، روژه د اختر، حج د زکات او تهجد داشراق په وخت کې کول بدعت او باطل عمل دی.
شپه او ورځ د همدې لپاره وي چې مونږ د وخت په ارزښت او اهمیت پوی شو، پرون تېر شو نن شته سبا نامالومه دی، هر ه شپه بیده کیږو او سهار کار ته د تلو وخت پوره وي، وخت زړه او زړه سوی نه لري اونه له چاسره ځان جوړوي، بلکې ځان به له وخت سره جوړوې، د تورو، غشو او لیندیو وخت تمام شو، ساینسې پرمختګ روان دی، نو لازمه ده چې د پرمختللو وسایلو په جوړولو او کارولو برلاسي شو.
وخت له انسان سره رقابت کوي په خپله پوره کېږي خو موږ نيمګړي پرېږدي، میاشت په هره دیرشمه او نه ويشتمه ورځ پو ره کیږې، د کور او دوکان کرائي ورکول وي، د ماشومانو د مکتب او پوهنتون د فیس خبر راځي.
د ښوونځیو او مدرسو استادان هم واړه په لومړۍ ورځ فیس پسې رالېږي، چې په شنه سحر دې خپه او ستومانه کړي، شخصې مکتبونه خو جوړ د تجارت لپاره دي، خو د مدرسو استادان هم د قران په اياتونو پنډ پنډ روپې اخلي، د هر مسجد امام د نکاح په سر ټاکلی ماش اخلي.
د شاګردانو لیلیه يې د کلې په وظیفو روانه وي، د ملا صاحب لپاره به هرکلیوال په خپل وار ښه خوراک څښاک تیاروي، دکور خاوند هرکال یا شپږ میاشتې پس دنوي قرارداد خبره کوي، یا به نوی قرارداد له نوو شرطونو سره منې او یا به کور خوشې کوې، چې دا عمل درباندې ځمکه او اسمان یو کوي ځکه چې نوی قراداد یې له زاړه دروند وي.
له لږ فکر وروسته سړی داسې ګڼې چې د پرمختللې نړۍ جدید ډوله غلام او مرئې یم، کارکسب کوم ، پيسه ګټم خو نه مو سمه وخوړه او نه مو واغوسته، خپل رنځور ته د وخت د پاسه وخت ورکوو، کله یې په لوړو او غوړو بهانو تېر باسو او کله پرې د قهر او غذب رمباړې وهو چې د هغوی د حق غوښتنې ماده قتل شي.
وخت پوره کېږي خو زمونږ ارمانونه او د ماشومانو غو ښتنې نه پوره کېږي، د وخت له بدلېدو سره هر څه بدل شول، خو انسانان اوس هم د خپلې بادارۍ اود بل د غلامۍ فکر او ارمان لري.
حکومتي چارواکې پوهېږې چې ولس له کومو ستونزو سره مخ دی، خو د قانون د تطبېق لپاره عملي ګام نه اخلي، چې د کورونو، دوکانونو، مکتبونواو پوهنتونو فیسونه کنټرول کړي، ځکه چې دا هر څه د همدوی ملکیت دی.
پخوا به په کال کې یو ځل د کلي خلکو د کلي د دلاک یا نائي کور سوځولو، خو اوس يې بڼه بدله شوه او د هر غریب شتمني د کور یا دوکان د قرارداد په نوم لوټل کېږي .
غواړي چې هرڅوک د خوشالۍ ورځې
چا ويل د غم شپې دې په چا نه راځي
حمزه بابا
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي