وروستۍ خبرې

وحیدالله وحدت
د مازیګر لمر زېړی, زېړی و، ماښام ته لا څو شېبې پاتې وې، د صحت عامې تر څنګ له یو خارجي مؤسسې (دفتر) څخه را ووتو، جمال ته مې کړه؛ وروره! زه لږ ښه نه یم نن به مې په سایکل ته وړې، جمال هم راته موسکی شو او زیاته یې کړه چې زه در سره یمه نو ته غم مه کوه! خالي زما بېک درسره واخله.
په لاس کې مې د مصطفی صفا کتاب(ارواپوهنه د ټولو لپاره) و هغه مې هم بیک کې کېښود او د یو بند نه مې د اوږې په طرف واچو روان شو، جمال په ډېر ښایسته انداز کې سایکل چلوه، لاره مو لا نیمه کړې نه وه، چې د مبائیل لړزې ته مې پام شو.
د چارج د کمبود له امله مې د تلفن برایټنیس هم صفر کړی و، شمېرې ته مې ونه کتل او د اوکې په شنې علامه مې ګوته کش کړه؛ چې څنګه مې مبایل غوږ ته وړاندې کړ، یو وارخطا غږ مې واوریده؛ پوه شوم چې منور کامه وال راته زنګ وهلې دی.
دې د ډیوې د وریندار ورور و، له ماسره نوی ملګری شوی و، څو ورځې مخکې مې ورته ویلي ول چې خدای ته وګوره مرسته راسره وکړه هسې نه چې مینه مې له لاسه ورکړم! ځکه ډیوې پسې مرکه راغلې شاید بل چاته یې ورکړي، دې هم راسره ژمنه کړې وه چې وروره تر خپله وسه کوښښ درته کووم بیغمه شه.
خو د منور په دې خبرې سره مې چې په وارخطایې وویل یاسره وروره! نور نو له دې موضوع تېر شه چې خبره خدای مه کړه بیخي خرابه نشي، له دې سره مې له سایکل نه ټوپ کړل خو لکه چې له پښو مې ساه وتې وي سستې شوې، ځان مې نشو کنترولولې.
په لږه شېبه کې مې ذهن ته قسما قیسم سوچونه راغلل یو وار مې و ویل چې لکه چې د ډېوې پلار له ډیوې سره زما مبائیل ګیر کړی بیا مې زړه کې و ویل چې هسې نه چې زما له فامیل څخه څوک د ډیوي له فامیل سره دا خبره جدي شریکه کړې، چې نوره نو ډیوه پوه کړی، ځکه ما دا خبره له خپلۍ مورکې سره شریکه کړې او غوښتنه مې ترې وکړه چې ډېوه راته کوژدن کړي.
لږ ځنډ دواړه خاموش و خو منور خاموشي را ماته کړه ویې ویل: زما اوښی او د ډیوې مشر ورور مو له موضوع خبر شوي خپلې مېرمنې ته غوسه شوی چې ته خبره وې نو ماته دې ولې نه ویلې؟ او رښتیا ما مې تېره ورځ خور سره هم ستا موضوع شریکه کړه خو هغې وویل چې یاسر انسان هلک دی؛ خو اوس خبره له خبرې تېره ده او اوس مو له نورو خلکو سره د ډیوې پلار خبره اوکې کړې، هغه خپله خبره نه ردوي.
بله دا چې ډیوې راته زنګ وهلی و چې یاسر ته و وایه! نور زما ژوند پرېږدي، نه غواړم چې نور وځوریږم، بیا مې زړه ته شک را ولویده او په منور بې اعتباره شوم؛ چې هسې نه ده راته کوم پلان نه وي جوړ کړی،
منور ته مې وويل چې ولې ډیوه ماته زنګ نه کوي؟ زه باید له هغې سره خبرې وکړم که هر څه منور راباندې تاکید کوه، چې ګوره د ابرو او عزت مسله ده خیر دې زما ومنه، مګر زما غوښتنه همدا وه چې باید یو ځل ورسره وغږیږم اخیر منور راته و ویل چې زه درته پنځه دقیقې وروسته زنګ وهم…
شېبه وروسته يې په کړې وعدې بېرته راته زنګ و وهه یوه شمېره یې راکړه خو ویل یې چې باید زر یې بېرته ډیلټ کړه ما هم ژمنه وکړه.
سم له واره مې زنګ ورته وکړ له سلام وروسته په ژړغوني غږ او مجازي قهر یې راته و ویل چې خدای ته و ګوره یاسره! نور مې له ژونده لرې لاړ شه! هو لرې، لرې، لرې او ښه ډېر لرې تېر په هېر کړه! دې سره مې پښې بیخي سستې شوې؛ جمال ته مې په اشارې سره و ویل چې ته لاړ شه زه درځم.
خدای شته جمال هم ډېر خفه ښکاریده په نه زړه رانه روان شو، ما چې څومره ځان کنترولوه خو نه کنترولېدم څو شېبې ما ډېوې ته او ډېوې ماته ژړل په همدې وخت کې زه له سرکه واوښتم، د دوکاننو شاته وړه د څو کورونو مخې ته میداني ته لاړم، په میداني کې د همدې کورونو ګلالیو ماشومانو لوبې کولې، زما په لیدو یې لوبه ودروله او ټول رانه داسې را چاپیر شول؛ لکه کومې سیمې ته چې له ډېرې مودې وروسته ملنګ راغلی وي.
د یو دوکان دیوال ته مې ډډه ووهله، پښې مې راټولې کړې، زنګنونونه مې زړه ته ور سریښ کړل، خو له سترګو مې اوښکې لا جاري وي، ستونی مې دومره راډک شوی و، چې هیڅ مې ساه نشوه اخیستی، زړه مې غوښتل چې ښه په چغو، چغو او په زوره وژاړم، چغې او کوکارې ووهم، خو بیا مې ویل هسې نه څوک راباندې د لیوني ګمان ونه کړي او د کورونو مخه ده په بل غم وا نه وړم.
خبرې مې هیڅ نشوې کولی، په زړه کې مې زور نه و، خو نه پوهیږم چې څنګه مې له خولې یو دم را چغه کړه چې ولې!؟ ډیوې ولې!؟ څه شوي دي!؟ ته خو ما پوه کړه کنه ولې دې له ژونده لرې لاړ شم!؟ اخېر ما له تا سره کومه غلطي، کوم بد کړي دي؟ مینه دې په نفرت بدله شوه اودومره دې بدې راغلم!؟
د هغې ژړا غلې شوه، خو ستونی یې له زګیرویو ډک و: درته ومې ویل چې نور زما له ژونده لرې لاړ شه! زما عزت خو دې خوار کړو! نور نو زه تا نه غواړم، نه غواړم چې ته مې د ژوند ملګری جوړ شې او نه مې غوښتلی وې؛ واوره ما هیڅکله له تا سره مینه نه ده کړې، له تاسره چې زه غږیدلم یوازې د بهترین ملګري په صفت مې درسره ملګرتیا کوله خلاص.
زما اوښکې او ژړا زور واخیست سلګو ونېولم هغې هم راسره بیا په ژړا پیل او دې ژړا بیا د دې د خبرو نه بلکې د بل څه ترجماني کوله، دې ژړا کې دا احساس پروت و، چې مینه درسره لرم, غواړم ته مې د ژوند ملګری شې، تل مې له تا سره مینه کوله او ریښتینې مینه مې له تا سره ده.
له ډېرو سلګو وروسته مې په سلګو کې ور غبرګه کړه ته دروغ وایې؛ ما تل له تا سره مینه کړې، تل مې له خدایه ته غوښتې، ستا په مینه کې مې ډېرې هیلې پرتې دي، ته مې ملګرې وې او ستا ملګرتیا مې غوښتله، البته چې د ژوند ملګرې؛ د هغه ژوند چې زموږ له هیلو به جوړیدو، هغه ژوند چې موږ ورته ډېرې ژمنې کړې وې، خو هغې همدا ویل چې تېر هېر کړه!
ګوره یاسره ته به ښکلې د ژوند ملګرې پیدا کړې،… چغه مې کړه چې ژوند نه کوم زه پرته له تا بل د ژوند ملګرې نه لرم نه به یې پیدا کړم؛ خو هغې راته ویل مه ژړه، حوصله وکړه خدای به نه وي غوښتي چې ما او تا یو بل ته ورسېږو ته وګوره په مینه کې څوک یو بل ته رسیدلي دي؟
زه درسره ژمنه کوم چې ته به مې صمیمي ملګری او همراز یې، خو ما اوس د ژوند جوړولو انتخاب کړی؛ ما اوس د نوي ژوند قدم ایښې دی!
ورته مې وویل: څوک دی؟ ویل یې یو هلک دی، ښه کورنۍ يې ده، پښتانه دي، نه یوازې دا چې د مور او پلار مې خوښ دی بلکې زما هم خوښ شوی، انځور مې ورته ولیده او د ژوند د ملګري په حیث مې انتخاب کړ، هیله ده ته به ښه ژوند ولرې، ښه د خوبونو شهزادګې به دې په نصیب شي زه نو څه شی یم؟
نور نو د خپل ځان په توهین کولو شروع شوه…. هو که ته له ما سره ریښتینې مینه لرې نو نور ما هېره کړه؛
ورته مې وویل خیر دې داسې مه کوه! زه ستا لپاره هر څه ته تیار یم اوس به دې پلار ته زنګ ووهم عذرو زاري به ورته وکړم، ورورنو ته دې، مور ته دې، او خپل مور او پلار ته به مې هم د وروستي ځل لپاره وایم، خو ته له احساستو کار مه اخله لږه حوصله وکړه! زه هر څه سموم؛ خو هغې راته همدا وویل چې یاسره ولې نه پوهیږې؟
تاته زه په خپله مینه چې له ما سره يې لرې قسم درکوم چې داسې کوم کار به نه کوې؛ چې زه پرې وځوریږم، نور به نو ما هېره وې، چاته به زما په اړه هیڅ نه وایې او بله دا چې زما پلار او ورونو مې نن شپه هغه حلکو ته وعده ورکړې، چې زما دستمال ورکړي.
و مې ویل دستمال نه د یو چا د امیدونو او ارمانونو جنازه ووایه؛ نور څه نه کېدل زړه مې کلک کړو ژړا مې له ستونې غبرګه تېره کړه ځان مې خبرو ته را جوړ کړو، څه به مې کړي ول؟ چاره نه وه، د ورستیو خبرو لپاره مې ورته وویل: ما درسره مینه کړې او کوم یې، خو چې ته په دې خوشالیږې چې بل ځای دې ریشته وشي؛ نو ستا د خوشالو لپاره به زه دا د زهرو ګوټ وکړم خو وروستې خبره مې واوره!!!
ته چې کله شې یواځې يې خامخا به دریادیږم، لکه سیوری به دې خیال ته په قدم قدم ودرېږم.
نور مې نو ځان نشو کنترولولی مبائیل مې له لاسه ولویده په خاورو کې مې پښې اوږدې وغزېدې، دیوال ته مې تکیه ووهله، سر مې پورته کړ د څو شېبې مې ښه ډېر په لوړ اواز او بندو، بندو سلګو وژړل ډېر فریاد مې وکړ، د ماښام اذانونه شروع شول.
یو ماشوم مې تلفون راواخیسته ماته یې ونیوه، د ګیڼ لوري ته مې یو بل چې د اته نهه کلو ماشوم به و بیګ راته نیولی و او حیرا حیران یې راکته.
نور ماشومان مخامخ راته ولاړ ول یو ماشوم رانه زړه ناړه وپوښتل کاکا ولې داسې ژاړې؟ ورته بې ځوابه شوم چې اوس ورته څه و وایم؟
په ویښتو کې مې ګوتې وهلې، ماشوم چې زما ځواب ته منتظر و همداسې یې راته راکتل اخیر مې ورته و ویل: وراره ته لا په دې نه پوهیږې، مبائیل او بیک مې را واخیست او د جمال د اطاق په لور مې پر ځان پسې پښې څښولې او روان وم…
تبصرې
تبصرې بندې دي